جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+انسان تر څو کلنۍ د زده کولو وړتیا لري؟

انسان تر څو کلنۍ د زده کولو وړتیا لري؟

تاند- فکر کوئ چې د زړښت له کبله مو د یوې نوې بوختیا یا مصروفیت د پیلولو وړتیا له لاسه وتلې ده؟ یو ځل بیا فکر وکړئ. یوه نوې څېړنه ښيي چې انسانان د ذهني وړتیا له پلوه د ۵۵ او ۶۰ کلونو ترمنځ “اوج” ته رسېږي.

ډېری خلک احساس کوي چې که یې عمر تر ۵۰ یا ۶۰ واوښت، نور به یې ذهن ښه کار نه کوي، خو نوې څېړنه د دې خلاف ثابتوي: زموږ ذهني فعالیت د ۵۵–۶۰ کلونو په عمر کې خپل لوړ حد ته رسېږي.

پخوانیو څېړنو ښودلې وه چې انسان د فزیکي وړتیا له مخې د ۲۰کلنۍ په نیمايي او د ۳۰کلنۍ پیل کې په اوج کې وي، خو استرالیايي څېړونکو موندلې چې زموږ د رواني، ادراکي او ذهني پروسس وړتیا لا هم لوړېږي.

دا موندنه د هغو کسانو لپاره زېری دی چې پوښتنه کوي آیا د عمر د ډېروالي له کبله د مسلک بدلون، یا د نوې وړتیا زده‌کړې ته ناوخته شوی که نه. دا څېړنه دا هم ښيي چې تجربه‌کاره ذهنونه ټولنې ته څومره ارزښت لري.

د څېړنې شریک لیکوال او د لوېدیځې استرالیا د پوهنتون د ارواپوهنې استاد، جیلز ګینیاک، The Conversation ته وویل:
«که څه هم ځینې ذهني وړتیاوې د عمر له زیاتېدو سره کميږي، خو په بدل کې نورې مهمې ځانګړتیاوې وده کوي.»

دا څېړنه چې په Intelligence ژورنال کې خپره شوې، لومړی ۱۶ بنسټیزې رواني ځانګړتیاوې وپېژندلې — د استدلال، حافظې، او همداراز د شخصیت پنځه لویې ځانګړتیاوې: پرانستی فکر، وجدان‌مندي، ټولنیز توب (اکتروژن)، او اضطراب/احساساتي بې‌ثباتي.

څېړونکو د پخوانیو معلوماتو پر بنسټ وڅېړل چې دا ځانګړتیاوې د ژوند په اوږدو کې څنګه بدلېږي، او نتیجه یې په زړه پورې وه:

«ټولیز ذهني فعالیت له ۵۵ څخه تر ۶۰ کلونو پورې په اوج کې وي، او شاوخوا له ۶۵ کلنۍ وروسته کمېدل پیلوي،» ګینیاک لیکلي. «دغه کمښت له ۷۵ کلنۍ وروسته لا چټک کېږي، چې ښيي د عمر په ډېرو لوړو پړاوونو کې د ذهني فعالیت کمښت تېز کېږي.»

په ځانګړې توګه ځینې ځانګړتیاوې بیا لا وروسته اوج ته رسېږي — لکه وجدان‌مندي (Conscientiousness) په ۶۵ کلنۍ کې او احساساتي ثبات په ۷۵ کلنۍ کې.

عمر یوازې یو شمېر دی

د اوږدې مودې لپاره دا باور موجود و چې انسانان ذهني پخې وړتیا ته په ۲۰ کلنۍ کې رسېږي، او وروسته د منځني عمر اکثره وخت یو ډول ثبات وي او بیا ورو ورو کمېږي. خو نوې څېړنې دا نظریه رد کړې ده او ثبوت یې وړاندی کړی چې د انسان دماغ د ژوند تر پایه د بدلون او ودې وړتیا لري.

البته د هر انسان د ژوند شرایط، چاپېریال او مغزي ځانګړتیاوې توپیر لري، نو عمومي قضاوت ګران کار دی — ځکه په یو چا کې یوه ځانګړتیا پیاوړې کېږي او په بل کې بله.

د هایدلبرګ پوهنتون څېړونکی، میشا فن کراوز، Euronews Health ته وویل: «دا سخت کار دی چې وپوهېږو کومې ذهني ځانګړتیاوې تر ټولو مهمې دي. د هرې ځانګړتیا ارزښت د څېړنې په موضوع او شرایطو پورې تړلی وي.»

په ۲۰۲۲ کال کې، فن کراوز د څه باندې یو میلیون ګډونوالو د غبرګون یا عکس‌العمل د وختونو او د هغو د معلوماتو پر بنسټ معلومه کړه چې د عمر له زیاتېدو سره ذهني سرعت کله او څنګه اغېزمنېږي. پایلې د ګینیاک له څېړنې سره ورته وې — یعنې ځینې ذهني فعالیتونه تر ۶۰ کلنۍ وروسته ورو کېږي.

فن کراوز وویل: «زموږ څېړنې وښوده چې که څه هم عکس‌العمل ورو کېږي، خو دا د ذهني کمزورتیا نښه نه ده — لږ تر لږه په هغه دنده کې چې موږ څېړلې وه،».

په مقابل کې، یوې بلې څېړنې، چې په ۲۰۲۰ کال کې خپره شوه، د شطرنج د مسلکي لوبغاړو ذهني فعالیت وڅېړه.

د څېړنې لیکوال او د UniDistance Suisse استاد، انتوني سټرتمېټر، وویل: «زموږ په څېړنه کې د ذهني وړتیا اوج د ۳۵ او ۴۰ کلونو ترمنځ و، د شطرنج د حرکاتو کیفیت د عمر په زیاتېدو ښه کېږي، خو له یوه ځایه وروسته بیا راټیټېږي.»

سره له دې، یوه خبره روښانه ده: د عمر د زیاتېدا معنا خامخا دا نه ده چې ذهني وړتیا ورسره له لاسه ورکوو.

لکه څنګه چې ګینیاک وايي: «یوازې عمر د ذهني وړتیا ټاکونکی معیار نه دی… نو ارزونې باید د هر فرد د واقعي وړتیاوو پر بنسټ وي، نه د عمر پر اټکلونو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب