شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهښاپیرۍ (لنډه کیسه) نازو پسرلی

ښاپیرۍ (لنډه کیسه) نازو پسرلی

د سترګو له کونجو مې مېرمن شینټ څارله هڅه مې کوله راباندې پوه نه شي، کله به يې په غیږه کې ټینګه ونیوله ، او بیا به يې خپل مخ د دې په کوڅیو تیر کړ، پوزه به يې کش کړه ورسره به يې دواړه وروځې پاس کش کړې په سترګو کې به موسکۍ شوه سترګې به یې وغوړولې او بیا یې شا خوا د اوبو له څپو او د کشتۍ له ورو ورور مزله خوند واخیست. د خیال محمد دغه سندره یې راپه زړه کړه :

ته چې د بام په سر ولاړه وې تا چا ته کتل     خلک زما په ننداره وو چې ما تاته کتل .

ناڅاپه مې ځانته پام شو د خیالونو له نیلي راکوزه شوم. د سفر ملګرې مېرمن شینټ ته نژدې مې کوچنۍ افریقايي نجلۍ ته وکتل. وریته پوزه ېې بهیده، په تور مخ کې یې د سترګو سپين داسې ځلیدل لکه د تروږمۍ په شپه چې ستوري وینې. مېرمڼ شېنټ داسې ټینګه نیولې وه لکه شهزادګۍ چې ورسره وي.

«میرمن شینټ» له رنګه سره سپینه وه، طلايې ویښتان یې درلودل، شنې برېښنده سترګې یې خندانې وي. راته ويلي و چې خپله هم درې ماشومان لري. خو له دې افریقايي ماشومې سره یې داسې مینه کوله ته وا ماشوم یې هیڅکله په سترګو نه وي لیدلی.

د شنیټ راپام شو وځوریدم لکه چې پوه شوې وه چې دا مې څارله. ورته ومې خندل. مخ مې د سمندر اوبو ته واړاوه. په کندوز کې مې د ګاونډي لور رایاده شوه. لمر وهلې په رنګ توره نجلۍ وه. پوزه به یې تل بهېده. وېښته به یې جړ و. موږ به پورې خندل. مور ښاپیرۍ بلله. موږ به پیرۍ ورته ویل. یادیږي مې لویانو به لا ویل چې دا پیرۍ که لویه شوه څه به کوي.

مېرمن شنیټ راغږ کړل: دا اېنجل نومیږي. لور مې ده. تر هغو نورو درو ډیره راباندې ګرانه ده.

اېنجل وخندل. پيړې شونډې یې سره خلاصې شوې. ورته موسکۍ شوم. دا نورو کوچینیانو ته ورغله. مېرمن شېنټ مې وپوښتله:

– ستا درې کوچینیان نه و؟

– هو دا مو فرزندي لور ده، په ډير مشکل مو خپله کړه، قانون ډير سخت دی.

– خپل مور و پلار یې…

– دا د سرې لایون ده، هلته جنګونه وو ، هغوی مړه شوي دي.

د کندوز ښاپیرۍ رایاده شوه. هلته هم جنګونه وو چې څرنګه به وي، ته وا چا به خپله کړې وي؟

  شي هولمن ټاپو ناروې

۲۰۱۳ کال د جولاي شپږمه

5 COMMENTS

  1. سلام
    کیسه ښه ده او ښه لیکل سوی ده ؛ زه فکر کوم چي د ماشومانو سره مینه کول او د ماشومانو ساتنی پیغام لري
    په درنښت

  2. اممم ښه کیسه ده. ښکلې موضوع هم ده خو د ښاغلي اېمل پسرلي د کیسو ژبې ته ورته ژبه پکې کارول شوې. ما فکر کولو لکه د اېمل پسرلي کومه کیسه چې لولم. بیا هم ښکلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب