جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد (چې) پر ځای ترڅو... مه کاروئ/ پوهانددوکتورم.ا. زيار

د (چې) پر ځای ترڅو… مه کاروئ/ پوهانددوکتورم.ا. زيار

پوهانددوکتورم.ا. زيار، اکسفورډ۵مارچ ۱۶

ښاغلواو اغلو ليکوالو او رسنوالو!

د پارسي ٌ تا ٌ تراغېز لا ندې د(چې) پرځای ( څو–  ترڅو…) مه کاروئ،او دٌ ازٌ   تر اغېز لاندې د ٌ د ٌ پرځای( د څخه: هرکلی، کتنه، ملاتړ، دفاع، مخنيوی…) !

د (( يوې کره ليکنۍ پښتو))  پر بهير

د  ٌغلط مشهورو ٌ ناوړه اغېزه

ژبه او ژبني توکی يا يوونونه (واحدونه) له غږونو نيولې تر وييونو، نومو نو، غونډونو او غونډلو پورې، او همداراز يې ابېڅې (الفبې)او ليکد ود د ښکارندوی په توگه پر يوه پرتليز (نسبي) مخاوي (کونتر ست) ټيکاو لري.  پرتليز په دې مانا چې که دغه توکي سره لږوډېره همر نگي هم ولري، بيايې هم دندې سره توپير لري او له دې کبله يې يو د بل پرځای او ياناسم کارونگ وبله پو هاوي خرخشنوي. په دې لړکې همما نيزوالی، ډېرمانيزوالی، بډمانيزوالی   هم پرتليزې پېښې پدېدې بلل کېږي. لکه تندی، ټنډه، وچولی؛ تيږه، ډبره، کا ڼی، غر گی، گټه…هممانيز  بولو، خو په يوه غونډ او غونډله (ترکيب وجمله) کې بېلا بېلې موخې  اوماناوې راڅرگندوي چې همدغه توپير يې بيا پر خپل وار هم مطلق نه، بلکې نسبي دی. نو (غلط مشهور) هم پرخپل  وار، له پرتليزوالي سره سره پر کره ليکني بهير ناوړه اغېز ښندلای شي. (← پښتوسيند گی: هممانيزونه او نورې ورته ليکنې).

(غلط مشهور) له پارسي انډول (غلطِ مشهور) سره، هغه ژبنی توکی دی چې له آرې  جولې او مانا ، په نوروټکو، د ټوليزې زبادلي کره ژبې ، پر خلاف يې کارونگ لږ وډېر  دود موندلی وي او يوازې يې په کره سيندونو او ليکنو کې په هما غه  آره  بڼه او مانا خوندي شوي او سي.

له بده مرغه دغه ښکارنده پر هغو ربړويوه بله زياتونه ده چې زموږ د ٌ يوې کره ليکنۍ پښتوٌ  بهير ورسره لاس و گرېوان دی. هېښنده يې بيا داچې نورې ربړې يې ورځ پر ورځ مخ پر هوارېدو دي او دا ربړه په سر چپه ډول، پرلپسې  پراختيا مومي؛ تر دې چې د پارسي او نورو ژبو هغه ور سره سيالي نه شي کولای. ځکه  هلته يې د يوې کره ليکنۍ ژبې په چوکاټ کې پر خپل وخت مخنيوی کېږي.  په داسې ترڅ کې چې زموږ دغه ليکنی بهير لا په لومړيو پړاوونو کې دی، نه مود ليک ليک و لو ست  کتا بونه له گړدودي او سيمييز پړاوه راوتلي او نه  مو ليکوال، رسنوال… کره نومهالي گرامرونه،سيندونه او نور راز راز څا نگپوهيز لارښودونه دومره په پام کې نيسي.

د ښه ترا پوهېدا لپاره  پپښتو ٌ غلط مشهورٌ  پر بېلابېلو ډولونو ويشو.

۱ غږيز (فونولوجيکي)  غلط مشهور، په دې مانا چې يو لړ وييونه، که هغه گړدودي دي، لرغوني، نوي رغولي يا راپورکړي، له ناسم وينگ سره دود موندلی وي. گړدودي. هغه کېدای شي، لومړی د يوه، يا څو ليکوالو له خوا همماله  رامنځته شوي او بيايې ټوليزوالی موندلی وي. وي..

ٌ اړيکیٌ چې پښتو قاموس له (۷)  ماناوو سره نرينه راښوولی او استاد حبيبي په خپل لوست کتاب (د پښتوادبياتو لومړی ټوک)کې  لومړی پلاڅه کم اويا کاله وړاندې له (ارتباط ، تعلق) ماناسره،  او بيا له ← پښوييز (گرامري) پلوه نرينه کارولی، هغه هم له  ډېرگړې او اوښتې پايلې (-ي) سره؛ که څه هم په بېلابېلو گړدودوکې له(اړکی) ځېل  او څو ماناوو (د زينې پاړکی؛ تلک…)سره هم نرينه کارول کېږي، خو له دوه درو لسيزو راهيسې پر (اړيکه- اړيکې) اوښتی دی. داچې د بي بي سي ځينو وياندانو ( جنبش، سادات …)  يې بيا دآرې بڼې (اړيکی-اړيکي)  تر څنک ، غلط مشهوره (اړيکه – اړيکې) د (تماس- تماسو نه) په مانا رادود کړې، خود نورو پرې، يا سر نه خلاصېږي او يا پسې سرنه گرځوي!

ٌلامَلٌ چې د (کبل) تر څنگ د(سبب، وجه) په مانا له څوکلو راهيسې د عربي (عامل) په گومان د(م) د زور پرځای، له زېر وينگ سره  پر(غلط مشهور) اوښتی، همداسې ٌ مانا ٌ زړويزي (ارکاييزم)  چې له پښتو (من، بېمانه)او اوېستا(menā)،  ترانگرېزي (mean, meaning)، الما ني (meinen, meinung)… پورې  له اريايي او هندواروپايي آرې ريښې له مخې  مو رادود کړی ، ځينو ليکوالو د عربي (معنی)  په گو مان د (معنا) په بڼه غلط مشهور کړی دی؛ عربي داښايي له ٌ عينٌ څخه آره اخېستې وي. نورې ورته بېلگې يې لکه طورخم (تور خم)، طوفان (توپان)، آفت (اپت)… ٌفردوسٌ  چې آره يې زوړ (فراديس) او اوسنی ٌ پردېسٌ ده او عربي  يې د يوناني پورويي (پاراديس) له مخې  لومړی  ٌ فراديسٌ  کړی او بيايې مفرد(فردوس) ورغولی، له مانيز بدلون  او بيا يې د يوه سپېڅلي معرب ويي په توگه له خپل  آر آريايي انډول  له (مسافر، جلاوطن) مانا سره  نه اخښو!

۲–  پښوييز (grammatic) غلط مشهور:

 له دوديزو تر نويو پښوييو پورې لنډ-و(-u) نرينه پايله بللې، بېلگې،  لکه:لاټو، ټټو، يابو،اردو(پوځ)، ډيپو،ارستو،  په دې لړ کې اردو له (پوځ) مانا ددغه دويې (قاعدې) سره نرينه کاروو او د ژبنوم په توگه يې ښځينه، ځکه پښتانه بې له کومې استثنأ ټول ژبنومونه ښځينه کاروي، د ساري په توگه وايي: ٌ اردو يوه گډوله ژبه ده او پا کستان ملي کړې ده!] ←درې واوونه او درې هې گانې [

۳– مانيز (semantic) غلط مشهور:

 بریٌ برياٌد پښتوقاموس پرخلاف د(داست آورد) پرځای  د بي بي سي پښتو خپرونې له لارې د بري (پيروزی، کاميابی) د هممانيز په توگه غلط مشهور شوی، او ترڅنگ يې د استادرحيم الهام ټکي پرټکي پارسي  ژباړه (لاسته راوړنه) رادود شوې ده..ٌ نوماندٌ په مومندو کې د(اوڅار او مشهور) په مانا کارول کېږي او حميد مومند هم په ورته مانا کارولی، خو اوس اوس د سياسي  نومونې (کانديد نامزد) لپاره رادود شوی او ځانگړی شوی دی. نو که مانويزی (سېمانتېزم) يې هم و گڼو، بياهم ، د ٌغلط مشهور ٌ له توره هله سپينېدای شي، چې په  آره مانا، په نورو ټکو، د غبر گمانيز په توگه هم وکارول شي.

 په دغه لړ کې. ډېره شرموونکې بېلگه((مشرتابه)) ده چې د(مشرتوب) اوښتې بڼه او د (مشري، سرو الي، سرغندويي) پر ځای  د بي بي سي د لومړيو وياندانو(مصداق، بهزادي…) له خو رادود شوې او ځينې  ورته بېلارې او پوهلنډيې تراوسه پېښې کوي، لکه د ارگ په يوه خبرکې:

اشرف غني  د سولې شورا مشرتابه معرفي کړه

 بل خبريال پکې بيا  گړدودي بدلون هم راوست:  ولسمشر غني د سولې نوي مشرتابه و ټاکل)!

۴– ليکدودي  (orthographic) غلط مشهور:

لکه څنگه چې د دروگونو (←واوونو) په ليکنه کې پرې رڼا واچول شوه ، پښتو ټولنې په دېرشمو لمريزو کلونو کې بې له کوم علمي او منطقي دک و دليله د پارسي (بود) نرينه انډول يو (و) رادود کړی، او  د (بودند) او (بوديم) هغه دوه (وو) او په دې توگه ورته له ٌ غلط مشهورٌ

پرته بل نوم نه شو ورکولای. نا کره  والي يې داچې د دغه مرستيالکړ ريښه نيمواک (و- w) او مصدر يې لکه د نورو کړونو غوندې له (-ل) سره (ول)  راځي، نو د(بود) انډول (وو wo) ، د (بودند) هغه (ول wәl)، او د (بوديم) هغه (ولو wәlu) يکره بلل کېدای شي؛ په ويناکې دغه روستۍ گرداني بڼه، دکندهاري وينگ او ليکنگ په لاسوند (وه wә)  ته هم رالنډېدای شي، که څه هم په دوديز ليک کې  له ښځينه يوگړي (وه wa)  سره  ټکرېږي، خو دنور ډېرو همجوليزو توکو غوندې  يې د متن يا غونډلې دننه ژبنی پيغام  راجوتېږي.

(دوهم) چې پوځي نوموپوهنې (دوهم بريدمن، دوهم ډگرمن…) سره  پر کاڼي کرښه اوښتی، تر ډېره ليکدودي غلط مشهور پاتې دی.

(کوچنی) د(کوشنی) يوه غلط مشهور ځېل دی چې له سوېل لوېد يځه راخپور شوی دی. او  ځکه په خپله سيمه، او په ځانگړې توگه په سو ېلي پښتونخواکې يې هېڅ څرک نه لگي او همدا تار يخي آر ځېل (کوشنی)  يې خوندي ساتلی دی؛. داسې برېښي چې دکندهار خوا ته يې د پارسي (کوچک) تر سيورې لاندې /ش/ پر /چ / راړول شوی وي! تاريخي لاسوند يې هم داچې د منځني ساکي-باختري پېر د ستر کنيشکا نوم هم (کوشنی پاچا) مانا شوی دی: کنېش د(کوشني) د مېتا تېز(قلب)  يا همريښه دی او( کا) د شاه پخوانی آريايي او هندواروپا يي انډول.

شمال ختيځ او تر ډېره پېښور خواته د خپل اړوند وينگ پرخلاف (ز-ځ) ،(ږ-گ)  …سره اخښي راخښي چې دغه اخښلتيايا ککړتيا (آلايش contamination) پر سيمييز کچ د غلط مشهور يوه ډول  بللای شو، بېلگې يې، لکه: (ځوی، يواځې) د (زوی، يوازې) پرځای، او (ستر ږې، لږېږي…) د (سترگې،لگېږي…) پرځای ؛ همداراز يې د (ښ-خ) او (څ- س) اخښلتيا درواخله.

۵-وييرغاونيز (worformational) غلط مشهور، لکه: ولسمشر د(جمهور رئيس) د انډول په توگه د بي بي سي له لارې رادود شوی، تر نورو ډېرو خپلسري وييرغاونو ]لکه واخلې د ډاکتر پالوال، ډاکتر ځيرکيار ، سرور وکيلي. .ډېری هغه[، هرگوره ، پرځای يې  (ډلمشر) يا (هېواد مشر) له واقعيت سره اړخ لگولای شو!

——————–

د پوهاند زیار نورې لیکنې

3 COMMENTS

  1. ډېر ګران او ښاغلی پوهاندډاکتر. ا.«زیار» صیب
    زه پخپله ستاسو ډېر احترام لرم او محترم شخصیت یاست او دا هم تاسوته ووایم،چي په دنیا کي به تر خپل خبره تېر نسۍ ! که څه هم سمه نه وي . ولسواکي څه ته واي؟ دا په دې ماناچي ډېرئې ګټي لږ ئې بایلي . او بایلونکی هغه مني . او وړونکی پر بایلونکي ځان پورته نه بولي . زماخپله هره لیکنه د ژبپوهانومشرانو دسلا غوښتني لپاره ده؛ نه دلار ښوولو لپاره . که چيري یوه ژبپودسمون لار را په ګوته کړه دخدای تر کوره ځني خوشاله کېږم . ماته ژبه زما نه بلکي زموږ ده . ماته ځان انسان ښکاري [لَفِیٌ خُسٌرٍ] خارق العاده شی نیم . غلطۍ لرم غلطۍ منم . تاسو چي پرما دانیوکه کړې خدای سته،چي خوشاله سوم . دالیکنه هم چي کوم ،دځان دخلاسون لپاره نه ده،بلکي په ځانګړې توګه د پوهاوئ لپاره ده . ستاسو سمي ګړي چي جوړوۍ منم ئې او کار ځني اخلم او هغه ګړي چي اسِتېتیک ئې نسته او دپښتو ژبي ښکلا نه لري او چُورلّ سوې وي رښتیا هم چي په لیکنه کي ئې ووینم ډېر زور راکوي، ولي چي ژبه په خوږیږي . په ادبي درناوۍ او درنښت محمدسرور وکیلي زما نوم که مو لیکی [محمدسرور وکیلي ] دی . خدای (ج) مو ژوندی لره!

  2. داکتر صاحب مننه، يوه هيله لرم کوشش مه کوي چي نوي لغات رامنځ ته کړي او کاش چي ساده دي اول بايد کوشش وشي چي داسي پښتو لغات جوړ شي چي لوستونکي ته اسانه وي حتي دري زبانه ته، بل دا کارونګ هم غلط دي کارول يي سم حالت دي. که خبره د اصلاح وي نو دا يو پکي دا هم اصلاح کړي. مننه

  3. پر پښتو مين او هڅاند ليکوال او څېړنوال محمد سرور وکيلي صاحب او درانه نجيمي صاحب ته دا زېری ورکوم چې زماکتاب ٌ پښتو وييپوهنه او وييرغاونهٌ له ۲-۳ يم چاپه راوځي او د وييرغاونې (بازسازی واژگانی) ستاسې هره اښتنه پوښتنه ځوابوي، د په برېښليک پته او کور تېلېفونه شمېر به هم دروليکم ستاسې منندوی زيارم
    [email protected]
    0044 1865 308 977

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب