چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکلتورسینماد افغاني فلمونو ځینې ستونزې/ سحر

د افغاني فلمونو ځینې ستونزې/ سحر

د افغان سینما ځینې لوبغاړي پخپلو مرکو کې تل ګیله کوي چې زموږ وطنوال پردي فلمونه ګوري خو خپل افغاني فلمونه، چې د خپل هیواد محصول یې دی او د افغان هنرمندانو په هڅو جوړ شوي دي نه ویني یا ډیر نه ویني.

یوه افغان قلم جوړونکي او لوبغاړي سلیم شاهین خو لا په یوه ټلویزیوني مرکه کې دا هم وویل چې په هندي او نورو بهرنیو فلمونو کې جنګ جګړه هسې ایکشن وي او په درواغو بل کس وهي خو زموږ هیوادوال یې په مینه ګوري. زموږ په فلمونو کې چې هیڅ دروغ نشته او په رښتیا وهل پکې کیږي بیا یې هم زموږ خلک لیدلو ته زړه نه ښه کوي.

دوی د افغاني سینما غړند پرمختګ یو مهم علت هم دا بولي چې افغانان خپلو محصولاتو ته لږ توجه کوي او خپل افغاني فلمونه نه ګوري.

داچې افغاني فلمونه ولي لیدونکي نه لري یا یې ډیر کم لري هغه موضوع ده چې باید په دقیق ډول وڅیړل شي. د افغاني فلمونو د لیدونکو کموالی ډیر علتونه لري چې یو شمیر یې پخپله افغان فلم جوړونکو هم په ګوته کړي دي.

دا سمه ده چې په تیرو څوارلسو کلونو کې د افغان دولت اړوندو مسولو ادارو په تیره د اطلاعاتو او کلتور وزارت افغاني سینما ته لږه پاملرنه کړې ده. دغه وزارت که نه شوای کولی چې له افغان سینماګرانو سره د فلمونو په جوړولو کې مالي مرسته وکړي، نور ډیر داسې څه و چې کولی یې شوای د افغان سینما د پرمختګ په لاره کې ګټور تمام شي.

د هیواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت او نورو فرهنګي مسوولو ادارو کولی شوای په ډیر لږ لګښت د ځوانو سینماګرانو په روزنه کې برخه واخلي او نوي تکړه هنرمندان او فلم جوړونکي وروزي. دغو ادارو کولی شوای د افغاني سینما د پرمختګ لپاره د فلمونو مختلف فستیوالونه جوړ کړي. ښه فلم جوړونکي او غوره فلمونه وستایي او نور هنرمندان هم د غوره فلمونو جوړولو ته وهڅوي.

دغه راز د سینماګرانو او لوبغاړو لپاره د بهرنیو سفرونو زمینې برابرې شوې وای تر څو هغوی د بریالیو بهرنیو سینماګانو له تجربو څخه ګټه اخیستې وای. همدا شان کیدای شوای چې مسوولو فرهنګي ادارو د افغاني فلمونو د نقد منظمې غونډې جوړې کړې وای په دغو غونډو او سیمینارونو کې یې د افغاني فلمونو مثبتې او منفي خواوې رابرسیره کړې وای. په دې ډول ډیر داسې څه و، چې مسوولو ادارو باید تر سره کړې وای له بده مرغه په دې برخه کې یې توجه ډیره کمه وه.

خو د افغاني فلمونو د لیدونکو او مینه والو د کموالي نور ډیر عوامل هم شته چې ډیر یې په سینماګرانو او فلم جوړونکو پورې اړه لري. په تیره یوه لسیزه کې چې افغاني سینما بیرته را ژوندۍ شوه شرایط داسې برابر شول چې زیاتره متعهد او مسلکي هنرمندان سوکه سوکه د سینما له ډګره ووتل یا وایستل شول. ډیری نوي او بې تجربه کسان چې هیڅ ډول مسلکي زده کړه یې په دې برخه کې نه لرله د سینما ډګر ته راوستل شول.

د فلمونو جوړولو چاره پروژه یي شوه. یو شمیر کورنیو او بهرنیو ادارو هغو کسانو ته چې د فلم اخیستلو کامرې او وسایل یې په اختیار کې و پخپله خوښه د فلم جوړولو وړاندیزونه وکړل هغوی هم د څو پیسو په بدل کې د هغوی په زړه فلمونه جوړ کړل. د سینما په برخه کې لیکوال ونه روزل شول. بس هر چا یوه سناریو ولیکله او د هغه پر بنسټ یې فلم جوړ کړ.

د افغاني فلمونو سوژې د ډیرو یوه یا سره ورته دي. که چا زموږ نوي فلمونه لیدلي وي د زیاترو فلمونو موضوعات مخدره مواد دي. د ځینو نورو بیا جګړه اصلي موضوع وي اوبس. ډیری فلمونه چې سړی ویني فکر کوي د تیر بل افغاني فلم نقل دی. زموږ زیاتره فلمونه د ځینو مشهورو بهرنیو په تیره هندي فلمونو کاپي وي. آن ډیالوګونه یې سره یو شان یا سره نږدې وي چې سړی له ورایه پوهیږي سناریو لیکونکي یا فلم جوړونکي پلانی هندي فلم لیدلی دی او د هغه له ډیالوګونو یې تقلید کړی.

په زیاترو فلمونو کې د پیښو تړاو ته توجه نه کیږي. د کرکټرونو د خصوصیاتو د بدلیدو لپاره هیڅ ډول زمینه سازي نه کیږي. په یوه فلم کې یو کس ډیر ظالم سړی وي د څو صحنو په تیریدو سره یو خیر رسونکی سړی ترې جوړ شي. هیڅ داسې مهمه پیښه نه وي شوې چې ددغه کرکټر د خوی په بدلولو کې دې نقش ولري.

په فلمونو کې د وختونو تیریدلو ته سمه پاملرنه نه کیږي. څه موده دمخه یوه افغاني فلم ته ناست وم. صحنه بدله شوه ویې لیکل(شل کاله وروسته) شل کاله وروسته د فلم د اصلي کرکټر په څیره کې کوم مهم بدلون نه تر سترګو کیده بس شل کاله دمخه یې زوی کوچنی و او شل کاله وروسته یې زوی زلمی شوی و. یو بل نیمه اصلي کرکټر یې شل کاله دمخه هم سپینه ږیره لرله او شل کاله وروسته هم سپین ږیری و. نه شوای کیدای چې شل کاله دمخه یې په ږیره د ویښتانو تور رنګ وهل شوی وای؟

داسې ښکاري چې زموږ فلم جوړونکي فلم جوړول عادي خبره او اسانه کار ګڼي، پر جوړولو یې زیات فکر نه کوي او زحمت نه وریاندې باسي.

همدا نن مې د (عاطفه) په نوم یو افغاني فلم یوه برخه ولیدله. په دې فلم کې د افغانستان د دیرش څلویښت کاله دمخه شرایط انځور شوي و. د کلي خان ډیر واک لري. خو دا خان بیا د نن زمانې په موبایل ټیلیفون کې خبرې کوي. دی د کلي خان دی خو د کور ډیزاین یې ښاري دی. زوی یې آن د خوب په وخت کې هم دریشي اغوندي. ددې فلم اصلي موضوع هم مخدره مواد دي. کله چې د ډلې غړي غواړي د خان زوی په مخدره موادو روږدی کړي. یو بل پوډري ته غږ کوي ورته وایي: لیونیه! اینجا بیا. ناولی پوډري راځي. په داسې حال کې چې د فلم ژبه دري ده. خو له دې پوډري سره په پښتو خبرې کوي.

همدا ژبنی تعصب مې په یوه بل فلم کې هم لیدلی دی او هغه وخت مې پرې نقد لیکلی و، چې په فلم کې نشه یان او قاچاقبران په کندهارۍ لهجه خبرې کوي.

چې په افغاني فلمونو کې افغانان توهین کیږي نو افغانان یې ولې خپل فلمونه وبولي؟ او ولې یې وګوري.؟ دغه راز باید وویل شي چې په تیرو لس دولسو کلونو کې نږدې ټول جوړ شوي فلمونه په یوه ژبه دي. نورې ژبې یو مخ هیرې شوې دي. آن دولتي مسوولې کمپنۍ( افغان فلم) هم په دې برخه کې هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

زموږ افغاني فلمونه نورې مسلکي او تخنیکي نیمګړتیاوې هم لري چې کیدای شي مسلکي کسان ورباندې څیړنې وکړي او نیمګړتیاوې یې رابرسیره کړي. د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د ځینو تکړه افغان فلم جوړونکو په هڅو څو ډیر ښه فلمونه هم جوړ شوي چې د افغان سینما راتلونکي ته هیلې زیاتوي. دغه بریالۍ تجربې باید تعمیم شي.

حکومتي مسوولې ادارې باید د افغاني سینما د پرمختګ په برخه کې له خپله وسه سره سم ګامونه پورته کړي. او نور محترم فلم جوړونکي هم باید زموږ د فلمونو نیمګړتیاوې را برسیره او د رفع کولو په برخه کې یې مسوولانه کار وکړي. تر څو زموږ سینما لږ تر لږه له ګاونډیو سره سیاله شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب