شنبه, اپریل 27, 2024
Home+تور ځنګل (لنډه کیسه) محمد نعمان دوست

تور ځنګل (لنډه کیسه) محمد نعمان دوست

د خوړ سینه له کاڼو ډکه وه. ځای ځای پکې ډونډوکي ول. په اوبو کې یې ستوري داسې ښکاریدل لکه همدا چې زموږ د بخت وي او له آسمانه راغورځیدلي وي. موږ د همدې خوړ پر څنډه پر یوستوې لیکه، بیکونه په شا روان وو. د ډول – ډول ځناورو غږونه راتلل. د وږو لیوانو انګولاوې، وې. کله خو به دا غږونه دومره را نږدې شول چې بدن به مې ولړزیده او فکر به مې کاوه  چې را ورسیدل او اوس به مې په پنډۍ داړې سرې کړي. نور مې د ګام اخیستلو وس بایللی و. کرمچو کې مې شګې ننوتلې وې او له تلي سره سولیدلې. سخت یې په تنګ کړی وم. څو ځلې ټکنی شوم. غوښتل مې ودریږم، د بوټانو مزي پرانیزم او ښه یې وڅنډم؛ خو ویریدلم چې هسې نه یواځې پاتې شم او د ځناورو خوراک شم.

 میده – میده څاڅکي شروع شول. پاس مې وکتل؛ روښانه ستوري لکه زموږ بې سرنوشته ځوانان نادرکه شوي ول او وریځو سپوږمۍ په تورو منګولو کې نیولې وه. قاچاقبر ودریده او بیا یې ویل: موسم ښه نه دی. شاید باران شدید شي. مخکې له دې چې باران زیات شي او سیلاو راشي؛ باید له خوړه ووځو. دا خوړ ماته ډیر خطرناک ښکاري. هلئ نو، چابک شئ!

ژور خوړ، د داړونکیو ځناورو غږونه، پاس تک تور او بې ستورو اسمان ویرونکی منظر جوړ کړی و. کله نا کله خو به اسمان کې له ډارونکیو غږونو سره داسې بریښناوې کیدلې لکه خپل قسمت چې راته غاښونه چیچي. دې ویرې راځنې ستړیا هیره کړه او ګامونه مې چابک کړل. څاڅکي ورو- ورو زیات شول. لاره ښویه شوه. هره لحظه د غورځیدو امکان و. له ماسره د نږدې روان ملګري، چې لا یې د ځوانۍ لومړی پسرلی هم نه و پیل شوی، قدمونه کاواکه شول، د (وئ مورې) چیغه یې کړه. ژر مې ونیوه. همداسې مخکې روان وو. وړاندې یوه توره سیمه ښکاره شوه. قاچاقبر ودریده او بیا یې وویل: هلکانو، لږ دمه واخلئ! دا ځنګل دی. د پلار باغ مو نه دی. دلته ځناور دي. وږي دي او همدې ته په تمه دي چې ښکار پیدا کړي. له یو بل به ډیر نه لرې کیږئ، که څوک پاتې شو؛ نو دی پوه شه او ځناور! هه، یوه بله خبره هم واورئ: دلته ځنګل کې خوسا اوبه او خټې هم شته، کوښښ وکړئ چې پکې و نه نښلئ، که ونښتلئ د همدې ځای به شئ. دا خبره بیا واورئ چې هیڅوک به بل چاته نه دریږي، د هر چا خپل قسمت، پوه شوئ!؟

 کله مې ناپایه تور ځنګل ته کتل چې په سر یې تالندو ویروونکي غږونه جوړ کړي وو او کله د قاچاقبر خبرداري ته. پښې مې سستې شوې. ساه مې تنګه تنګه کیدله. د کلي یوه شپه را یاده شوه:

د جوارو وخت و. دا وخت زموږ سیمه کې شغالان او شکاڼه پیدا کیږي. دوی جوارو خوړلو پسې له غرونو کروندو ته راښکته کیږي. بزګران د دې لپاره چې فصلونه ترې وساتي؛ پټیو کې ټیمان ډنګوي، شپیلي وهي چې ځناور وډار شي او رانشي. په هغه شپه بام کې یواځې پر کټ پروت وم. تازه ویده شوی وم. چې شپیلي شول، د ټیمانو ټنګا شوه، شور شو. له دې سره مې یو دم خوا کې درب شو،  نږدې به له بامه لاندې لویدلی وم. ما ویل که شغالان او شکاڼه بام ته راوختل. خو چې ومې کتل د پیشو غبرګې سترګې و ځلیدې. د شپې پیشو ته کتل راته ساده خبره نه وه؛ ځکه اوریدلي مې و چې پیریان د شپې لخوا د پیشو په شکل کې هم ګرځي. په یوه ساه له بامه راښکته شوم. مور مې غږ کړ: لکه چې وډار شوې، راځه همدلته ویده شه. ایله مې د سکون ساه واخیسته.

موږ ځنګل ته په نږدې واټن کې راغونډ ناست وو. دمه مو وه. خو ذهن مې ستړی و. شیبه په شیبه مې د ځنګل د منځ ویروونکي تصویرونه د زړه له سترګو تیریدل او عجیبو اندیښنو په سر اخستی وم: خټه کې به ونښتلم، ټول به لاړل، ځناورو به ژبې څټلې او رانږدې به شول. هغوی به غاړې را اوږدې کړې، سپینې داړې به یې وبریښیدې او له دې سره به مې زړه را ډک شو. همدې ویروونکیو خیالونو کې غرق وم چې قاچاقبر غږ کړ: پورته شئ! پخوانۍ خبرې خو مو په یاد دي؟ هیڅوک بیا د ګیلې حق نه لري!

یوه ستړي ځوان ورته وویل: تا خو مې پلار ته ویلي و چې فقط درې څلور ساعته پیاده لاره ده، هغه هم هواره او هیڅ خطر نه لري اوس مو په دې تور ځنګل ننباسې؟

قاچاقبر خبره ور پرې کړه: د پلار بچیه. دا قاچاقي سفرونه دي. د پلار باغ دې نه دی چې ارامه چکر پکې ووهې. دومره چې نازدانه وې طیاره کې به تللی وې. جیګ شئ، نور د خبرو وخت نشته!

ټول پورته شوو. زما خواته کوچنی هلک راجوخت شو او بیا یې په ژړغوني غږ وویل: خیر دی، ورور مې یې. پښې مې تڼاکې دي. درد کوي. که ځنګل کې پاتې شوم، یواځې مې پرینږدې. له ځناورو ډیر ډاریږم، تیره تیره غاښونه یې دي. که… خبره یې نیمايي کې پاتې شوه او داسې سلګیو ونیوه ما ویل که اوس به یې مرۍ اور واخلي او له دې سره به ځنګل هم سره لمبه شي. حیران وم ، څه ورته ووایم؟ زه خپله همداسې ویرې لړزولم. څو ځلې مې زړه غټ کړ؛ خو خبره به مې ستونې کې ونښتله. اخر مې پر اوږه لاس ورکیښود او بیا مې ورته ویل: مه ډاریږه. ځناور خپله له دومره ډیرو کسانو ویریږي.

په ځنګل ور ننوتلو. داسې ګڼ و چې پاس اسمان یې هم پناه کړی و. په تیاره کې روان وو. ځینې ونې به دومره سره نږدې وې چې تیریدل به ترې سخت شول او کله به لاره صافه شوه. عجیبه او ویروونکي غږونه ول. هیڅ نپوهیدو له کومې خوا راځي. لکه له هرې خوا چې راځي.

د ځنګل دې برخه کې ونې له یو بله لیرې وې. سپوږمۍ د وریځو له منګولو تښتیدلې وه، رڼا یې موږ ته لاره ښودله، موږ لیدل چې ځینې وخت به نا اشنا ځناور رانږدې شول، چنګې لکۍ به یې نیولې وې، د سترګو کونجونو کې به یې راکتلې او تر یوه ځایه به راسره جوړه روان ول؛ خو حمله یې نه کوله. شاید زموږ له زیات شمیر ویریدل او مناسب فرصت ته په تمه ول. په ځنګل کې د نابلده خلکو لپاره مزل سخت وي، موږ هغه لاره تعقیبوله چې قاچاقبر پرې ګامونه اخیستل. یو لوی ډنډ ته ورسیدو. په احتیاط یې خواته تیریدلو،  اوبو کې به موج پیدا شو، همداسې به پراخ شو تا به ویل اوس به ترې وږې تمساح راووځي او په موږ به دواړه ژامې را ټینګې کړي. نور هم مخکې لاړو. دا د ډند وروستۍ برخه وه. مجبور وو، ترې تیر شوو. پښې مې نښتلې. خټې او اوبه مې تر زنګنونو راورسیدې. د قاچاقبر هغه خبره را یاده شوه: (که ونښتلئ، د همدې ځای شوئ!) همدې ویرې مې زړه ته قوت ورکړ او پښو کې مې انرژي پیدا شوه. شاته روان هلک ونښته. غږ یې کړ: هله وروره، خټو کې ونښتلم. لاس راکه. خیر دی، ځناورو ته مې پرینږدې. که پاتې شوم، خوري مې. واړه ورور سره مې وعده کړې وه چې و رسیدم پیسې درته در لیږم، بایسکل ځان ته واخله. خیر دی وروره، لاس راکه! یوه لړزوونکي تبه راباندې راغله. له یوې خوا د دې هلک عذر او زاري او له بلې خوا د قاچاقبر دا خبرداری، چې هیڅوک به بل چاته نه دریږي، حیران وم، څه وکړم. زموږ د دواړو د ژوند سوال و. که دریدلم خپل ژوند مې خطر کې کیده او که نه دریدم نو د هغه ژوند په خطر کې و. زړه مې غټ کړ، راتاو شوم، لاس مې ورکړ، په ټول زور مې راکش کړ او نور بیرته په منډه شوم.

موږ همداس روان وو. کله به تیاره دومره ډیره شوه چې مخکینی نفر به هم نه لیدل کیده او کله به بیا لږه رڼايي شوه. ټوله شپه مو مزل کړی و. نور نو بیخي د ګام اخیستلو وس نه و پاتې. ورو – ورو رڼايي پیدا کیدله. قاچاقبر و دریده او بیا ټول راغونډ شوو او پر یوه هوار ځای کیناستو. قاچاقبر پښې وغځولې، له خولې یې د سګرټ نرۍ لوګی راوویست او بیا یې ویل:

هلکانو! همدلته پاتې شئ. و نه خوځیږئ چې ورک کیږئ. ځنګل لږ نور هم پاتې. خو نور مزل به د نن ماښام په تیاره کې شروع کوو او د شپې به له ځنګله وځوو.

موږ په وړو وړو کاڼو، چې شاوخوا یې واښه ول، وغځیدلو. بیکونه مو سرونو لاندې کړي ول. یو له بله خبر نه وو. لږ وروسته د ځناورو غږونه شول. ټول نیغ کیناستو او کاڼي مو لاسونو کې واخیستل. هغوی له موږ لږ وړاندې کتار روان ول او ژبې یې پر شونډو تیرولې. قاچاقبر ویل: مه ډاریږئ، دوی چې ماړه وي چاته څه نه وايي. لکه چې ښکار یې پیدا کړی دی.

شیبه وروسته یې ز موږ شمیرل شروع کړل، یو دم یې سیګرټ له ګوتو وغورځاوه او بیا یې په لوړ غږ وویل: یو نفر کم دی!

۱۴۰۲/تله/۴/ کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب