پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپنجشېر ته د جمهوري نظام د شاوخوا ۵۰۰ منسوبینو د بېرته ستنېدو...

پنجشېر ته د جمهوري نظام د شاوخوا ۵۰۰ منسوبینو د بېرته ستنېدو ادعا

تاند( شنبه، د حوت ۱۲ مه) د پنجشېر لپاره د طالبانو د رژیم والي حافظ محمد اغا حکیم ادعا لري، چې د دوی له واکمنېدو او « عمومي عفوې» وروسته د پرځیدلي جمهوري نظام شاوخوا ۵۰۰ ملکي او نظامي کارکوونکي یاد ولایت ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس او ملي تلویزون د نوموړي له قوله، له زیاتو جزییاتو پرته ویلي چې هغه دغو کسانو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ورته د کار د زمینې برابرولو لپاره هڅه کوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، د جمهوري نظام زرګونه منسوبین او لسګونه زره نور افغانان په دې نوم، چې ګواکې د طالبانو لخوا یې ژوند ته خطر دی، له هېواده وتلي.

طالب چارواکي بیا ادعا لري، چې دوی د هیچا ژوند ته خطر نه دی پېښ کړی او په خبره یې، ټولو مخالفانو ته یې « عمومي عفوه » کړې ده.

د طالب چارواکو، دا ادعا د دوی مخالفانو او د بشري حقونو ځینو مدافع بنسټونو بې اساسه ګڼلې او د دوی لخوا یې د بشري سرغړونو د پراخو سرغړونو تور پورې کړی.

د طالبانو رژیم « له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون» په نوم یو کمیسون هم ګمارلی، چې له بهرنیو هېوادونو څخه هېواد ته د افغانانو د ستنولو چارې تنظیم کړي.

د دغه کمیسیون له جوړېدو سره تمه وه، چې طالب چارواکي به د بهر ته تللو افغانانو په هېواد ته ستنولو کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري، خو منتقدان یې د دغه کمیسیون چارې او د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره د طالبانو اراده کمزورې ګڼي.

2 COMMENTS

  1. هلته چی تعلیم مباح ګڼم کیږی د مکاتبو دروازی بندی وی، کار نوی حتی پاکی اوبو نوی، برق نوی، انسانیت نوی نو کوم خرکُس به زړه وکړی چی بیرته ولاړ شی. حکومتی ټول کارونه ږیرورو او خیټورو ملایانو ته ورکړل شوی، هره ورځ یوه فتوی د خپلو ګیډو څخه را وباسی. اوس وایی چی عکس اخیستل ستره ګناه ده، تلویزنونه، عکس اخیستل دا حرام و ګناه ده. ولی بر عکس دا حرامیان بیا د ډالرو نوټونه د بوش له تصویر سره په خپلو جیبونو کی ګرځوی.
    دوی نه پوهیږی چی د آنلاین مکاتب چی مفته اوس کار کوی زمونږه خویندو ته د تدرس په نوم نور څه ور زده کوی. بند کړی مکاتب، په سلګونو آنلاین مکاتب به ایجاد شی داسی نسل به و روزل شی چی ستاسو دین، مذهب به مسخره ونیسی. ستاسو ښځی غی د جاهلو

  2. د هغه هیواد راتلونکي به څه وي چې سرنوشت او واک یې د قوم لوط په ناروغي اخته مفعولانو په لاس کې وي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب