دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد فرانسویانو روغتون په اړه د فرانسې شارژدافیر سره د طالب وزیر...

د فرانسویانو روغتون په اړه د فرانسې شارژدافیر سره د طالب وزیر انتقادي خبرې

تاند( شنبه، د حوت ۱۲ مه) د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد، قطر ته د سفر پر مهال د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره لیدلي او په کابل کې یې د فرانسویانو روغتون په اړه ځینې انتقادونه کړي.

د طالبانو د روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي: « په ياده ليدنه کې په کابل کې د فرانسویانو روغتون د اصلاحاتو ، د روغتیایي خدمتونو د لګښتونو پر کموالي  او په وړیا ډول بې وسه ناروغانو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو اړوند خبرې وشوې. ښاغلي عباد وویل اړتیا ده چې د نوموړي روغتون تفاهم نامه تجدید شي او همدارنګه معیاري روغتیایي خدمتونه برابر شي.»

 معلومه نه ده، چې د فرانسې شارژدافیر د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې څه ویلي او په مشخص ډول ښاغلي عباد له دې څرګندونو څه هدف درلود؟

له دې سره، په ټولنیزو رسنیو کې د سیاسي فعال صدیق منصور انصاري د یوې تلویزوني مرکې یوه برخه لاس په لاس کیږي چې په ضمني ډول د طالبانو د روغتیا وزیر په افغانستان کې د یو شمېر مشهورو روغتونونو لکه: کیم، اریانا او فرانسویانو روغتون د بدنامولو په هڅو تورن کړي.

هغه زیاته کړې، چې د روغتیا ښه وزیر د داسې هڅو پر ځای نور ښه روغتونونه جوړوي، څو افغانان پاکستان او نورو هېوادونو ته د ناروغانو د وړلو له احتیاجه وژغورل شي.

د طالبانو روغتیا وزارت د منتقدانو داسې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب