تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۲۳ مه) ډېری کسان په سبناري کې هګۍ خوري. په تېره بیا په ژمي ډېری خلک، چې زکام شي، بیا اېشېدلې هګۍ هم ډېرې خوري.
خو ایا د هګیو خوړل په وینه کې د کولېسټرول کچه لوړوي؟ په ورځ کې څو هګۍ خوړل مناسب دي؟ د کورنیو چرګانو هګۍ غوره دي که د فارمي چرګانو؟ او ایا د هګۍ د ژېړو خوړل د زړه د حملې خطر زیاتوي؟ دا هغه پوښتنې دي چې ډېر کسان یې په اړه اندېښنه لري.
د تغذیې متخصص ډاکټر ارون کمار وايي، یوه هګۍ په متوسط ډول شاوخوا ۷۰ کالوري انرژي او شپږ ګرامه لوړ کیفیت لرونکی پروتین لري. د ده په وینا، د هګۍ پروتین په اسانه هضمېږي؛ له همدې امله د نورو خوړو د پروتین کیفیت د هګۍ له پروتین سره پرتله کېږي.
هغه وايي، د هګۍ پروتین د پروتین د کیفیت د ارزونې لپاره د سرو زرو معیار ګڼل کېږي.
ایا د هګۍ ژېړ زیان لري؟
د خلکو په منځ کې دا عامه انګېرنه شته چې د هګۍ سپین د پروتین اصلي سرچینه ده، خو ژېړ یې هم مهم غذایي مواد لري.
د هګۍ په ژېړو کې کولین شته چې د دماغ او عصبي سیستم د روغتیا لپاره مهم دی. دا ماده د امیندوارو ښځو په ګېډه کې د ماشوم د ودې لپاره هم ضروري ده. د هګۍ ژېړ هغه نور غذایي مواد هم لري چې د عصبي سیستم او سترګو د روغتیا لپاره ګټور دي.
سربېره پر دې، هګۍ ویټامین ډي او یو شمېر نور مهم غذایي مواد لري.
د امریکا د بیولوژیکي معلوماتو د ملي مرکز یوې څېړنې هم ښودلې چې د چرګانو هګۍ د کولین، فولېټ، ویټامین ډي، ایوډین او لوړ کیفیت لرونکي پروتین ښه سرچینه ده.
د روغتیا ملي ادارې هم هګۍ د لوړ کولېسټرول او د زړه د ناروغیو د خطر له مهمو لاملونو څخه نه ګڼي.
په ورځ کې د څو هګیو خوړل مناسب دي؟
د روغتیا نړیوال سازمان پر اساس، د ماشومانو په خوړو کې له شپږو میاشتو وروسته هګۍ ورزیاتېدای شي.
د ورکړل شویو سپارښتنو له مخې:
- کوچني ماشومان: په ورځ کې یوه یا دوې هګۍ.
- امیندوارې ښځې: په ورځ کې دوې هګۍ.
- زاړه کسان: د کولین د اړتیا د پوره کولو لپاره دوې هګۍ.
- هغه کسان چې ورزش کوي او ډېرو پروتینو ته اړتیا لري: په ورځ کې له درېیو تر څلورو هګیو.
- نور کسان: په ورځ کې یوه یا دوې هګۍ.