پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+(انګورتاک) یو ريښتینی کلیوالي انځور | ودود همت

(انګورتاک) یو ريښتینی کلیوالي انځور | ودود همت

د افغانستان ټولنیز تاریخ موږ ته دا واقعیت څرګندوي چې د دې خاورې خلک تر ډېره په کلو او بانډو کې هستیدلي او پایدلي دي، د دوی د اقتصادي او معیشتي ژوند د څرخ مهميې ستنې مالداري او کرکیله جوړوي او دا داواړه اقتصادي عوامل د کلو، دښتو او بانډو په پراخه لمن کې لا ښه ټوکيدلي او غوړېدلي دي.
بناً؛ موږ ویلای شو چې آن د ویدي او اویستايي تمدنونو په پير کې هم د انساني ژوند د څرخ پایه له کلي اوصحراڅخه را پیل شوي او خوځېدلي ده، او د کلونو او پېړیو په دوام ورو؛ ورو د خلکو لیوالتیا د ښاري اوتمدني ژوند په لور ور خوځېدلي اومایله شوي ده نو؛ کلي د قدامت په لحاظ هم لرغونی تاریخي ارزښت لري.
زه غواړم چې په دې لنډي شنني کې د ارواښاد استاد پژواک، د یو ډېر ښکلي ریښتني کلیوالي لنډ داستان په محورکې پر دو ټکو تمرکز وساتم، لومړی؛ د استاد د کلیوالي میني، پاملرني او هغه طبیعي ټینګي اړیکي څرنګوالی چې استاد يي په دې لنډ او خوږ داستان کې په خورا خالصانه مینه څرګندوي. او دویم مورد زموږ د کلیوالي اوښاري ژوند اوسنیو، سره پیېلو اونه بېلېدونکو اړیکوته یولنډه کتنه اوشننه ده.
د استاد پژواک په شمول موږ تقریباً اکثره خلک کلیوال یو، داکه مو په هر داخلي او نړیوال ښوونځي اوپوهنځي که د وخت په موډ نوي اوعصري زده کړي حاصلي کړي وي، خوبیاهم دهزادي او اطرافي ريښه اوتنسته لرو، داهم ترډېره حده یو طبیعي_ غریزي مسله ده چې انسان د خپل زیږنځای او د خاپوړو له سیمي سره تلپاته مینه اواړیکه لري، طبعاً د انسانانو خوی اوطبعي توپیرونوته په پام دا مینه او ارتباط هم په توپیرکې وي.
په کوم کتاب کې مې د فرانسوي عالِم (روسو) د ژوند په اړوند ولوستل چې نوموړی د خپلو سرګردانیو په لړ کې آخر انزوا غوره کوي او له ښاري محیط څخه کلیوالي چاپریال ته راکډه کېږي ترڅو د محرومو کلیوالو د ژوند له ستړو او سرګردانیو لاهم ښه خبر اوبلکي د دوی د ستړي ژوند تجربه په خپله وکړي او له دوی سره د زده کړو او روغتیا په برخه کې څه مرسته وکړي.
زه داسي ډېر خلک پېژنم چې ژوند يي په ښارکې دی خو د کلي په غم ښادۍ، کومه آبادۍ او ټولیز کار کې په ټول توان ځان شریکوي، د کلي د مسجد لپاره پیسي رالېږي، پل او ویاله جوړونه کې يي ونډه اخلي، د روغ اورنځور سره خپل منډه او وس کوي. داسي خلک هم پېژنم چې له کلیوالو سره هيڅ ډول ټولنیزه رابطه نه پالي او آن که يي د ښار په کوم چوک کې وویني داسي ځان ناګاره اچوي چې لکه هيڅ چې يې پېژني نه.
موږ که په هرموقف او هرحالت کې یو له کلي چاره نه لرو، که نور نه وي د فن به مو د کلي په هدیره کې وي، که دا هم نه وي نو کوم ډېر نیږدې خپلوان به مو حتماًپه کلي ښخ وي.
نو؛ کلی زموږ د اجتماعي ژوند یو طبیعي مرکز اوپالنځای دی مهمه يي لا داچي نسبت ښارونوته دلته ټولنیز روابط او قومي جوړښتونه لامضبوط او طبیعي دي.
دلته؛ غواړم چې د استاد پژواک د کلیوالي طبعي اومیني دغه اړخ دده د ښکلو داستاني لیکنو په آډانه کې لږ وڅېړم، استاد د خپل کوم داستان د لیکلو د ځای په اړه زیاتوي چې دا داستان مې نه پوهېږم چې د کوم الهام اومحرِک له وجهي لیکلی خودا چې په خپل کلي (باغبانۍ) کې مې لیکلی دی نوځکه ډېر راته ګران او په زړه پوري دی، د استاد دغه یادونه سړي ته دا فکر ورکوي چې د یو لوی هنرمن او مبتدي لیکوال د زړه مینه او طبیعي اړیکه له خپل کلي او خلکو سره په کوم کیف اوکچ کې ده او دغه غوره روحیه موږ ته هم د فکر اوعمل بلنه راکوي.
استاد پژواک د خپل یو بل داستان په لړ کې د خپل خوږ ماشومتوب او د کلیوالي کورني ژوند اوهلته د سیمي له کوچیانو سره د دوی راشه درشه او د هغوی سوچه بې آلایشه ژوند ډېر ښه انځوروي اوکله چې زه د نوموړي دغه راز مینه ناکه طبیعي روحیه احساسوم نو دا لنډۍ بیا؛ بیا رایادېږي چې: (وطن د یار په سترګوخوږ دی…).
استاد د انګورتاک په کلیوالي داستان کې د وطن د کلیو یو عجیب کره او ژوندی انځور وړاندي کوي لومړی د کلي فزیکي حالت ترسیموي زموږ سترګو ته د کلي مادي جوړښت دروي او وروسته يي ټولنیز معیشتي وضعیت په هنري انداز څرګندوي.
بیا دا کلی د وطن د نورو کلیو اوبانډو د یو ژوندي مثال په توګه یادوي او موږ د کلیو د مادي اومعنوي شته پوتانشیل ارزښت ته متوجه کوي.
بله هڅه يې د یو نوستاليژیک آرمان په توګه د کلیو د مداومي محرومۍ او هیرېدو ګیله ده چې سړی يي ددې وطن د یو عالم تاریخي ستونزو اوستړو په لړ کې هرکله احساسوي.
اوس به زموږ د کلیواوښارونو پر ګډو اړخونو لږتم شم، زما د خپل ژوند کابو درې برخي په ښارونو کې تېري شوي دي، زده کړه، کار روزګار او د جبري کډوالی بهیر. یوڅه چې زما تجربه ده هغه داده چې زموږ کلي اوښارونه ترهرڅه زیات ګډه ژبه او اقتصادي شراکت سره نېږدې کوي، کلي تل د ښارونو اقتصادي ملاتړي وي او ښارونه بیا د عصري خدمتونو مهم مراجع وي، زه به دلته د ګاونډي ایران بېلګه وړاندي کړم، هلته هر لوی تجار، ځمکه وال او سرمایه دار په کليو کې پانګه اچونه کړې ده، حتماً یاکوم باغ، شرکت او کارځای په کلي کې لري، چې دا چاره په خپل ذات کې د کلیو اوښارونو د تړون اوپیوستون او کاري_ اقتصادي فرصتونو په برخه کې ګټوره او مرستندویه ده.
موږ اوس تر بل هر وخت دغه اقتصادي نسخه ښه په ډاډ کارولای شو، ځکه هم ګډه اوتفاهمي ژبه اوروحیه شتون لري او هم اقتصادي فعالیتونوته ښه زمینه برابره ده، ترڅو وکولای شو چې دا سپېره اومحروم کلي د ژوند له شته اوعصري پرمختګونو او مزیتونو سره وصل کړو.
دلته به د استاد پژواک مرحوم د (انګورتاک) د داستان پښتو ژباړه هم د یو بېلګیز دود په توګه تاسو درنو عزیزانوته وړاندي کړم او خپله دا لیکنه به په دې هیله پای ته ورسوم چې د استاد په څېر زموږ د فکر اوعمل د ټولو سرلارو د وطني_ ولسي آرمانونو د غوړېدو او پوره کېدو خوبونه دي زموږ په ژوند کې رښتیا او په غوړیداشي.
د سهار د سپېدو شور شي کلي پاڅي
چې د ژوند باغ يي سمسور شي کلي پاڅي
د زلمیو ځواني مټي په خپل کور کې
آبادۍ لره په ښور شي کلي پاڅي
په دعااودرناوي
همت عمرزوی
خپل پلرنی کلی <رنج>
١١\١١\١٤٠٤
***
《انګورتاک》
لیکوال ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک:
ژباړن: همت عمرزوی.
” انګورتاک“په”ننګرهار“ کې د یو کلي نوم دی، چې پرته له نومه بله ښکلا نه لري، په ویجاړهیوادکې چې د آبادی هيڅ نښه نه وي، هلته هرکلی کټ مټ د بل کلي په څېر وي، ددې کلیو نړېدلي لوټي لوټي کلاګاني، د کروندو او وښو په منځ کې کوچینی، ټيټي دړي وړي د کور خوني، چې د دیوال له درزونوپرته د تازه هوا اولمرد وړانګولپاره بله هيڅ دريڅه اولارنه لري، کښتونه، کروندې اوفصلونه يې هم تک ژیړاوکمزوري وي او کورني څاروي يې تل ضعیفه اوډنګروي، د دغه ډول کليو لیدل انسان ته د خپګان او بدمرغۍ له احساسه پرته بل څه ورکوي؟.
بیاهم په ”انګورتاک“ کې: دلته یو خروښانه ویاله د غره له زړه څخه د صحرا لمني ته تویېږي، یو څوکوچني باغونه شته چې د میوه لرونکو ونو له تنوڅخه د انګورو تاکان تاو راتاو او ددې ونو له منځونو نه یې سرونه را وتلي دي، کله کله يې ښکلا تېرایستونکي وي. ” سرخرود“ د خپلو خړو اوخټو درلودونکو اوبو سره د یاد کلي له څنګه تېرېږي، داسي ښکاري لکه ” تورغر“ چې ژوبل شوی وي او د غټ پيکر له زخمه يې ویني په ډېري تندی اوبېړه ددې کلي په لور باډاسکي وهي اوبیا له دې ځایه مخ په صحرا درومي.
په دغسي ځای او ماحول کې د نوي ځوانی په دوران کې زما سره ژور عواطف ملګري شوه، آن تراوسه هم د هغو په یادولو سره زه د ډېرژورغم او خپګان حس خپلوم، داسي غم؛ چې تېر ژوند ورڅخه فارغ دی، اما ” اوسنی“ او ”راتلونکی“ ژوند يې له وېري او آغېزڅخه په امن کې نه شي پاتیدلای. سیندته نیږدي په یو مامته کې د میوه دارو ونو یو کوچنی باغ دی چې ښايې عمر یې له سلو کلونو شااوخوا او یا زیات وي، کنارته يې د بام یو درز او سوری دی چې د پسرلي په موسم کې هلته شنه واښه ترې را زرغونېږي، په دوبي کې بېرته وچېږي، له دي درز څخه په ژمي کې د اور تور دودونه د آسمان له وريځو سره یوځای اوغاړه غړی وي، د یاد سرای د ډېر زړښت او خرابۍ له وجهي یې دروازه هم داسي زړه ده چې نه بشپړه پرانستل کېږي اونه تړل کېږي.
ددې کور د چت لرګي او تیران په تورو دودونو داسي تک تور برېښي لکه تور ټوکريې چې ورڅخه راتاو کړی وي، د ”انګورتاک“ ځمکه نم لري، ځکه نو انسانان هرځای په سمه توګه ژوند نه شي پکې کولای، اما! د خزِندګانو د ژوند او اوسېدو لپاره ډېر مناسب ځای دی، د کور اومحل په هرکونج کې د حشرو، میږیانو، غوماشو، مچانواو بې شمېره غالبوزو کاروانونه لیدل کېږي، د غونډلانو، لړمانو او مارانو شمېر هم له حسابه وتی دی؛ د دوبي په موسم کې چې د ” سرخرود“ هوا ګرمه وه، زه؛ د ګرځيدو لپاره د ” کلاله“ له لاري خپل پلرني کلي” باغبانۍ“ ته را ستنېدم، د لاري مسیر مې داسي و، چې باید د ”انګورتاک“ څخه تېر شوی وای، د یادي لاري په اوږدوکي مې یو زړه بوډۍ ښځه د دوی د کور اوباغ مخي ته ولیدل، تږی وم را کښته سوم او اوبه مې ورڅخه و غوښتلې، په ډېري مهربانۍ اوعاجزۍ يې زما مېلمه پالنه وکړه او په خټين جام کې يې رڼي اوخوږي اوبه راکړې، زه تر اوسه لاهم داسي احساس کوم چې په څښلو يې د ابد لپاره زما تنده ماته شوه. په دې ویرانو او ویجاړو کلیوکې یوازني څه؛ چې تل آباد دي هغه د خلکو دایمه روح او تلپاته زړونه دي، چې همېش يې د ټولو ویجاړونکو مواردو په وړاندي خپل لویوالی او سلامتي همداسي پایدلې ساتلې ده، دا خلک هغه د ستایلو نندارتون اومنظرته ورته دي چې د ژوند په ناپایه دښتو او د مادي ویجاړتیاو په پراخه دنیا کې بیاهم خپل روحي شتون کلک، پاینده او بنسټيزساتي.
که مې دا خبره چې زما د عواطفوپایله ده سمه او رښتیا نه وي نو دروغ یې وګڼئ، ځکه زه له دي کلیو سره مینه لرم او هيڅ داسي څه نشته چې د دوی د محبت ځای ونیسي، اوپه داسي مینه ناکو سترګو یي وګوري.
(ننداره):
زه چمتویم چې ددې (میني) په خاطر آزار وزغمم او په دې اړوند هرډول آزار منم، هغه زړه چې خلک له ځانونو سره مینه پرې لري هم ددې میني هیله من دی.
ددې بوډۍ ښځي له کتلو څخه د غم او خپګان تاثر له ورایه محسوسېدی، چې د ژور آغیز مرمی يې نيغ په نيغه د لیدونکي پر سترګو نښتله، د هغوی د وني سیوري ته کښېناستم او اوبه مې وڅيښلې، د هغې د ژوند د څرنګوالي په اړه مې ترې و پوښتل: خبري يې په شکرویلو پيل کړې اوداسي څرګندیدله چې ددې د زړه ټولي هیلي اوغوښتني پوره شوي دي، د ټولو ارزوګانو د ترسره کېدو په اړونديې شکر کښود، اما داسي برېښېده چې نور نه غواړي ددې ټولو پوره شو هیلو سره ژوند وکړي، ځکه یو څه يې د لاسه ورکړي وه.
اوس له هغې ورځي نه اوه ویشت کاله تېرېږي.
بوډۍ ادې؛ راته وويل چې یو تکړه ځوان زوی يې درلود، دوه کاله وړاندي یې دا پرېښوده او ولاړی ترڅو چې عسکرشي، درې ورځي مخکي؛ له عسکرۍ نه راستون شو چې د پلار او مور سترګې یې په ليدو روښانه شوې، دا چې د سفر ستړیا خسته کړی و، نو ماښام يې وختي څراغ خاموش کړ او ویده شو، تیاره شپې مهال لړم چیچلی او مړ و.
په هغه ورځ ژر و خوځېدم او له” انګورتاک“ څخه ولاړم، زما غم زیات و، او ددې ډول نورو دردناکو پېښو په اورېدلومې لا اوس هم تر کلونو وروسته درد اوغم زیاتېږي اودرنېږي، دا هیله کوم چې داسي ورځ ووینم ترڅو ددو خلکو ژوند د دغه ډول بې وسیو اوکمزوریو څخه چې لاهم ډېر په کمزوري اودرناک حالت کې له منځه ځي، وژغورل شي او نور یو قوي، غوره، خوندي او آرام ژوند ولري ترڅو د دوی اود خزندګانو د ژوند څرنګوالی سره بېل شي.
له هغه زلمي څخه چې په ژوندکې د هیواد اوخاوري د ساتلو تمه کېدله، اما ده په حقیقت کې د کور اوخاوري د لړمانو اومارانو څخه ساتنه کول، لازمه وه چې (ده) تردې په مراتبو بهتراو ځواکمن ژوند درلودلای.
د هغې ورځي ” انګورتاک“ د نن ورځي له ”انګورتاک“ سره توپير نه لري.
آیا زما د هغې ورځي ”عواطف“ د نن ورځي له ” افکارو“ سره توپير لري؟
پای.

د استاد پژواک د داستان لیکني د کیفیت سپړنه او شننه

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...