ودود همت
د داستاني ادبیاتو کارپوهان او شنونکي په دې آند دي چې انسان او داستان د خپل تکاملي بهیر یون په موازي توګه خوځولی او تردې دمه رارسولی دی، دا تاریخي_ تکاملي سفر په خپل ذات کې یو اوږد او پېچلی داستان دی، چې د مختلفو زمانو اوڅار او دقیق شاهدان خلک يې په سپړلو، شنلو او خوندي کولو کې خپل هڅه او هاند لاهم کوي، زمونږ تېره زمانه که روایتي افسانوي رنګ لري اوکه مستند تاریخي ماهیت لېږدوي؛ ارومرو د( ژوند قیصه او ورپوري اړونده مسله) راته بیانوي، مونږ خپل د نه لیدلي تېر ژوند د سرگذشت سره په متجسسه او تلوسه آمیزه توګه دلچسپي او لېوالتیا لرو، مونږ لکه په خوب کې چې یوه متحیره، خوږه او تلوسه خوځونکې شېبه ډېره خوښوو او په ويښه يې بیاهم حسرتي تمه کوو، همداسي په داستاني دنیاکې هم لکه لاشعور چې د خیال پر اوږو په تېرو هېرو زمانوکې بیا ور ګډ کړي یو، داسي یو توندځغلنده تلقین محسوسو، مهمه لا داده چې دا زَړه اوتر وخت تېره زمانه مونږ ته اوس، اوس هم نوې او نوښتیزه فضا اومحتوا لري، مونږ د خپل روح په لرغوني موزیم کې یوځل بیا تر دوړو او خِيرو لاندي ورکو صحنو پسې تور تاغونه او ناڅرګند غارونه پلټو.
موخه موڅه ده؟ فقط آګاهي او حقیقت پلټنه.
په داستان او کیسه کې چې ترډېره حده تخیلي او ایماژي روح لري، بیاهم دغه لاشعوري تنده په ښه توګه خړوب کولای او سړولای سو، زه غواړم چې په دې اړوند یو مثال وړاندي کړم؛ مونږ چې کله هم یو نسبتاً اوږد سفر کوو طبعاً مخکي مو غرونه، لوړي، ژوري، غونډی، کمرونه، رودونه، دښتونه، کلي، کورونه، ښارونه… اوپه ټوله کې د طبیعت د لوی وجود مختلف ګوټونه راځي، زه فرضاً د یو لاروي په توګه هلته ډېر لري کله چې د لوړو غرونو او لویو کمرونو آسماني سیوري ګورم نو دا تفحص کوونکی او تلوسه پارونکی احساس راته دریږي چې له دې لوړو غرونو پوري خوا به څه وي؟ ژوند او ژواک به څرنګه خوند اورنګ لري، کلي کورونه به څه ډول ودان وي؟ داچې په نېغه توګه يې لیدل ناممکن وي نو په ټوله کې ددې ډول ډول پوښتنو ترڅنګ زه د هغه نالیدلي سیمي یو تخمیني_ تخیلي انځورهم خپل په متجسس ذهن کې مجسموم چې دغه تجسم تریوحده زما د ذهني حالت اوپلټونکي تفکر د تسکین سبب کېدلای شي.
د داستان لوستل او اورېدل هم زمالپاره د دغسي یوې تجربي تداعي او ازموینه ده، داستان ماته د ژوند د نالیدلي رنګ د ننداري حس راکوي، او زه پکې د خپل تخیلي تجسم واقیعت ته ورنیږدې کېږم.
زه غواړم چې د پورته سريزې د مصداق په توګه زمونږ د زمانې د یو داسي نکته دان، ظریف اوماهر کیسه لیکوال پر داستاني تخلیق خپل داشننه اوسپړنه متمرکزه کړم چې مونږته د خپل ملي روح په ژوروکې هغه تېر هېر تیت او تیاره انځور یوځل بیا په نوي او نورازه ډول ترسیموي، زمونږ د ناخودآگاه جهان هغه پيښي اوصحني هم ورسره مَلې کوي چې د داستان خوند اوتلوسه لانوره هم پٌرکششه او جالبه کوي.
استاد پژواک د داستان د طرحي، ځمکي اوخاکې په برخه کې دومره دقیق اوځېرمن دی چې هرتوری، کلیمه او لفظ د یوي ځانګړي موخي، محتوا او مختص پېغام لپاره استخداموي، او داهنري اسلوب يې خپل موخیزي اومطلوبي پایلي ته په ډېر ښه آن اوشان رسوي، استاد چې د خپل داستان د پېغام لپاره کوم رسالت انتخابوي نو هغه د انسان خیراوښېګڼي ته مختص دی، اودا خیر رسونه يې د لیک له هر بند او عبارت څخه جوته او محسوسه ده.
حتی د استاد د شعر په دنیا کې هم چې ده له کومو تاریخي، اساطیري تلمیحاتوڅخه ګټه پورته کړې ده هغه ټول لوستونکي ته د یو متحرک مثبت تلقین بلنه او هڅونه ده، ارواښاد استاد پژواک مونږ ته د خپل داستاني تخلیق اوتحقیق په مغتنم جهان کې ډېر ښکلي_ منلي او ټاکلي پېغام درلودونکي داستانونه وړاندي کوي، استاد د (افسانه های مردم) په نوم د یو نسبتاً وړې ټولګي په چهارچوب کې خورا مهم اسطوره ای، تخیلي، تلمیحي اوتاریخي داستانونه لیکلي، روایت کړي او آن ضمني تحلیل کړي دي اوهڅه یي کړي ده چې د داستان پېغام د خپل لیدلوري په آډانه کې مخاطب ته وړاندي کړي.
بېلګې:
١_ استاد د (آواره) په نوم یو ښکلی مشاهدتي تخیلي_ واقعي داستان لري چې محوري محتوايې د شرقي اوغربي نړی پرماهیتي توپیرونو او راغلو بدلونونو ورڅرخي، ددې داستان عمومي موتیف اوفضا متحرکه او خوځونکې ده، او داسي کیف لري چې تا د حقیقت د ښه درک لپاره خپل له ځان سره په دې پلټونکي سفر کې خوځوي او په حرکت دي راولي، ته به خاماخا په دې یون کې د لاري پر هري پدیدې په غور او دقت ځېر اوفکر کوې؛ اوددې خوځنده تفکر نچوړبه په پرتلیزه توګه ارزوې، اوس نو ته لوستونکی! خپله د یو کره او دقیق مشاهده اومقایسه کونکي شخص په توګه د قضاوت په محک اومنصب کې راغلې، او په دې موندلې تله کې به د غربي اوشرقي دنیا تفاوتونه او حالتونه سره پرتله کوې، دا کټ مټ هغه موقف دی چې خپله لیکوال درلودلی دی اودادی د خپل سخاوتمندانه هنري قوت په مټ يې پرتا هم لورولی دی، دا لویه هنري توانایي ده چې د استاد پژواک په څېر لوی انسانان يې د درلودو جوګه دي.
٢_ استاد پژواک د همدې داستاني ټولګي په یو بل انتخابي داستان کې چې د(سه عاشق) ترسرلیک لاندي يې روایت کړی دی، مونږته د ملي اصالت پربنا د خپل اسطوره ای_ حماسي ژونداوژواک یو خورا مهم ادرس په لاس را کوي، (مومن) چې ددې داستان ډېرمهم اوټاکونکی کرکټردی داسي انځوروي چې مونږ په خپله په دې نتیجه رسېږو چې یو( رښتینی سوچه افغان) چې د عیاری او کاکه ګی لوړ سجایا ولري، هغه به ارومرو د(مومن) شخصیت خپلوي؛ استاد مونږته په زغرده دا تلقین راکوي چې تاسو ددې پتمني خاوري پر لمن زوکېدلي، پاللي او زلمي شوي يې، نو دا خاوره دغسي پاسداري او پتپالنه درنه غواړي، په دې داستان کې استاد مونږته دا مهم ټکی بیا بیا رایادوي چې ستاسو ماهیتي ملي اصالت دغه رنګ، خوند، خوی اوبوی لري نور مونو خپله خوښه…!
٣_ استاد پژواک د خپل لوړ ادبي_هنري صلاحیت اوصلابت پربنسټ مونږته یو بل ډېر مهم او معتبر اسطوره ای داستان په خپل ټول هنري_ ادبي قوت وړاندي کوي چې په هغه کې زمونږ د ملي_ولسي ژوند خورا مهم او ارزښتمند اړخونه وړاندي شوي او ډاګېز شوي دي.( شهزاده بست)، د تاریخي هلمند د تمدني حوزې پند آمیزه او تفکر پالونکی نکل داسي راته روایت کوي، چې مونږ د خپل لوی ټبر د ځانګړي تشخص عمق ته ورشوه کوي، د افغاني فرهنګ د ریښه اي پېژند تر ټولو روښانه دريڅه د استاد په دغه ډول داستاني روایت کې نغښتې ده.
ددې داستانونو د لوست او تفکر په برخه کې مونږ د دوه ډوله پيغامونو سره مخ کېږو؛ یو خپله د داستان محتوایي پېغام او موتیف دی چې لوستونکي ته متوجه دی، اوبل د استاد هنري_ تفکري ژورلید اولیدلوری دی چې د داستان د پټو اوناڅرګندو اړخونو د روښانه کولو ترڅنګ خپل آنداولیدلوری هم تر لوستونکي په ښه اوآغېزمنه توګه رسوي.
پایله اولنډون:
داستاني روایات د انساني تلوسې خوځنده کیفیات دي، چې د انسان په دروني دنیا کې د تحرک، درک، هیجان، بدلون، خوند او اضطراب سبب کېدلای شي، مونږ خپل ناڅرګند امیال د داستان لوستني په لړکې تشخیص او تربیه کولای سو، د هنري داستان په مټ داشوني ده چې لکه انساني لاشعور چې مونږ ته پټه مخیله دنیا را ښکاره کوي، همداسي په کیسه ایز او داستاني لیدکې مونږ خپل ترشاپاته تېر ژوند ننداره وکړو.
د ماضي بیا تجربه کول او پر حال يې په هنري_ تخیلي انداز تطبیقول د داستاني ادبیاتو غوره ممیزه ده.
کله چې د داستان راوي او تخلیقکار د لوړ هنري_تفکري خلاقیت درلودونکی وي نو بیا خو دا تحربه لاهم شونې او اثري وي، زمونږ د معاصر تاریخ د ادبي جهان یو ډېر لوی مبتدي او کمالي لیکوال اروښاد استاد عبدالرحمان پژواک د خپل ادبي_ هنري صلاحیت پر اساس مونږته له نېکه مرغه خپل د ماضي اسطوره اي_ حماسي داستانونه په داسي لوړ کیفیت لیکلي اوبیان کړي دي چې زمونږ د ملي روح یو ښه اغیزمن او روښانه داستاني روایت ورڅخه منعکس کېږي، مونږ که د استاد ددې ادبي_ هنري شهکار په آډانه کې د ځانپېژند ملي درک خپل نه کړو، زه فکر نه کوم چې په بل راز اوتخنیک دي دغه عمل په داسي کره ډول شونی وي.
په دعا اودرناوي.
همت عمرزوی، هرات.
د کاظم خان شیدا او استاد عبدالرحمان پژواک د آوارهګۍ اولالهاندۍ ګډې خواوې او مشابهتونه