یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+د کاظم خان شیدا او استاد عبدالرحمان پژواک د آواره‌ګۍ اولالهاندۍ ګډې...

د کاظم خان شیدا او استاد عبدالرحمان پژواک د آواره‌ګۍ اولالهاندۍ ګډې خواوې او مشابهتونه

ودود همت
کاظم خان شیدا د خانی له کاله، دېرې او نغري څخه د حقیقت په لټه د خپلو خاپوړو له خاطره انګېزه سيمي (سرای) څخه مخ د پخواني هند پر لویه خاوره د سفر موزې تړي؛ یون کوي او د ذهني مشاهدې او تفکري مطالعې په پار د نوو تلقیناتو او مشاهداتو په ترڅ کې د یو خوځونکي اوپلټونکي ژوند پر آزمونګاه قدم اېږدي؛ د (روه) له خاورې دا سرګردان لاروی د هند د طبیعت له ښکلاو اومظاهرو نه د زړه په سترګو زده کړه کوي، د متبحیرو پيرانو او استادانو څخه د مریدی او ارادت مجذوبانه شاګردي پيلوي او بلآخره د خپل درون په دنیاکې د یو سوزنده روحي اوعاطفي انقلاب په څپانده سېلاب کې ځان لاهو کوي، خو؛ ددې خروشانه څپو په دباوکې د هجراو پرديسی ډېري دردناکي بلغاکي هم چیغوي.
(ستا مهجور له ډېره درده آه فغان کړ
که ویشتلي طوطي چیغ په هندوستان کړ
شیدا درست په لادوا دردونو ډک دی
ماچي بېرته لکه زخم ستادیوان کړ)
هو؛ شیدا د یو دېغمرګه مهجور مسافر په توګه د ګندهارا په ښکلي طبیعت اود (سرای) په یارانو پسې هنري_ ادبي کړیکي کړي دي، او دده د وجودي جهان سوزونکی تاو په دغسي نوستاليژیکو حسرتونوکې افاده سوی دی، چې نن يې مونږ د تخلیقي دنیا پر ګلورینو ورشوګانو د خپل دردمنو زړونو تلقینات اوتسکینات لټوو.
(شیدا واستوه دیوان له هنده روه ته
چې لبریز يې په صدا شي کوهستان)
بلي! د شیدا د پردیسۍ ژړونکې کيسه د بل هر لوی، دردمن اوهدفمند انسان د ژوند کیسه اوتجربه ده، شیدا که په هغه وخت کې د هند پر رامپور د پردیسی او مسافری اوښکي توی کړي، خو! ددې دردناک داستان سلسله لا په خپل ټول ځواک او زړه ویلونکي تاوکې په خروښ روانه اوخرامانه ده، اولاهم د ژوند د تراژیک سټېج پر غوړېدلې پرده یوه غمناکه او دردناکه شېبه انځوروي، د شیدا ددې لالهاندی ستړیااو ناهیلی جبران یوازي دده د وجود د استقامت غوښتنه او ازموینه ده، اما مونږ ته يې تلپاته ادبي ثمره او هنري کرونده په مېراث راپاتي ده، زه فکر کوم چې دغسي لالهاندی که له یوي خوا خپل منفي تاثرات او دردونکي تلقینات لري، نو له بلي خوا خپل مثبتي معنوي پایلي او محصولات هم رامنځ ته کوي، چې دابرخه يې د یو معنوي غنیمت په توګه زمونږ له پاره د فکر اوزده کړي وړ اومناسب بسترلري.
زمونږ ددې لیکني سرلیک ته په کتو غواړم چې زمونږ د معاصري زمانې د یو بل لوی دردمن اوفکرمن شاعر ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک د سرګردان خو ویاړمن ژوند دغه ګډه اومشابه خوا لږ وڅېړم، استاد پژواک د خپل پردیس او مهاجر ژوند په برخه کې دوه ډوله جلاوطني تجربه کړې ده، یو ډول يې د ګران وطن په استازیتوب د مختلفو موقیفونو او مسولیتونو په لړ کې د خپلي ویاړمني خاوري د بهرني سیاست او خارجي پالیسی پر اساساتو بنا مدبره نماینده ګي ده چې طبعاً د پردیسی اغیز به يې کم او د ویاړ اوممیزاتو خوږه برخه به يې ډېره وه، اما بل ډول هیوادنی سوزونکی بېلتون يې؛ له وطنه د مجبوری او سرګردانه آواره ګی په لړ کې ځان ته جلا دردمن داستان او سرګذشت لري، استاد د یو اوږدې سیاسي، دیپلماتیکي او اداري ځلانده سابقې ترڅنګ د یو ادبي، تاریخي، ژورنالیستیکي کار په لړکې بیاهم د یو دراک اودردمن شاعرپه توګه خپل د دروني_ عاطفي غبرګون تاثرات اوخاطرات مونږ ته د نثراو شعرپه نوستاليژیک ظرف کې په ډېر استادانه توکه وړاندي کوي.
(د پژواک زړه د وطن پر غرو ولاړ دی
که څه هم ولاړ په ځوړند چاود کمر دی)
لکه چې د شیدا د پردیسی او لالهاندی کړیکي مونږ د هند پر لویه خاوره اورو، همداسي استاد پژواک هم د خپل ستړي ژوند په یومرحله کې د همدې هند پرځمکه د نړی  مختلفو هیوادونوته دیو دوامداره مهاجرت لړی پیلوي، د استاد هغه لېکلې دردمنه خاطره مي اوس هم په ژړونکي ګداز پر زړه ګرځي چې د نوي ډهلي په ښار کې د ملګرو ملتونو د مهاجرو د پناه ورکولو استازولی ته د پناه غوښتني مجبورانه یادونه کوي، دغه صحنه لکه د یو غملړلي داستان فیلمي شېبه داسي زړه دردونکی تاثر لېږدوي چې د انسان دننه نهاد لړزوي.
استاد پژواک د خپلو مهمو ادبي تخلیقاتو په لړکې د (آواره) ترسرلیک لاندي یو ډېره مهمه داستاني_هنري_ تخیلي کیسه لري، په دې کیسې کې استاد مونږ ته د ډېرو نورو مهمو پيغامونو اوموتیفونو ترڅنګ د آواره ګی سخت درد په ډېر لوړ هنرمندانه انداز انځوروي، استاد د اروپا د سویس د ښکلي هیواد د طبیعت ترهنري ترسیم وروسته د لیمان د سیند پرغاړو هم د خپل تاریخي وطن پلازمېنه، ښکلی کابل په آرماني روحیه را یادوي او دایاد په داسي هنري_ادبي قوت کوي چې د لوستونکي د احساساتو اوعواطفو ویده دنیا په شور او چغو راولي.
(… په دغسي یو خیال اوتفکرکې د لیمان د سیند په غاړه لار وهم، داسي یو آواره مسافریم چې د ژوند ستړو او د هیلوتندو اوتلوسو سرګردان اولالهانده کړی یم…  ، ددې غرونو په منځ کې کابل لکه ملغلره زماد خاطرو په دوړو اوغبارکې راځلېږي… کابل زمونږ ښار دی، هرڅه چې وو زمونږ ښاروو، هرڅه چې دی زمونږښار دی، هرڅه چې کېږي همداسي به زمونږ ښار پایي…، زمونږ عشق اومحبت د هغه د خاطروساتونکی دی…، د تیارو خاطرې اود مرګ سکوت يې ماته لکه د لیمان په اوبوکې د سپوږمی شغلې تیاره کوي…، د آواره ګی او پردیسی فکر، ما د ښکلو شېبوپه غېږکې هم لیونی کوي).
د (آواره) د داستان یوه څنډه چې د پردیسی د دردونکي ژوند یوه نوستالیژیکه شېبه منعکسوي.
( که کشمیر اوپه مري کې ځان ته جوړي بنګلې کړم
نو سپېڅلی اتل زوی د ننګرهار نه یمه زه)
وګورئ؛ استاد پژواک لکه شیدا چې د (روه اوسرای) حسرت آمیزه یاد کوي، همداسي خپل د خاپوړو ښکلې سيمه ننګرهار او د زلمیتوب اوپوختګی آزمونځای ښایسته کابل بیا بیا رایادوي او په فراق کې يې د زړه له تله کریغي سرکوي.
(زه پژواک یم په پيچموکې لوی سوی
داچې چٌپ یم دلته غراوکمرنسته).
پایله اولنډیز:
د کاظم خان شیدا او د استاد عبدالرحمان پژواک د ژوند د نورو برخو د مکاني اوزماني شرایطو د توپيرونو باوجود، د دوی د آواره ګی او پردیسی داستان خپلي ورته اوګډي خواوي سره لري، زمونږ دا دوه لوی هنرمند اوفکرمند شاعران د خپلي خاوري په بېلتون او جدایی کې خورا په آغیزناک او هنري انداز ژړېدلي اوکړېدلي دي، د تاریخي ګندهارا دا دوه ویاړمن بچي د خپل ګران هیواد د قدر اودرناوي پخه اوخوږه مینه په خپل ټول ادبي اوتخلیقي قوت مونږته په اثبات رسوي، یاده دي وي چې دا ډول غمګساره بېلتوني داستان یوازي په دوی پوري محدود اومحصور نه دی؛ بلکه دا ډول دردناک برخلیک د نړی په کچه د میلیونونو لویو انسانانو د ژوند ژړونکې برخه ده.
زمونږ ددې دوو لویو معنوي هستیو روحونه دي ښاد او یادونه دې په درنښت یاد وي.
(په هرلور لکه حباب خانه به دوش ځي
که شیدا شو آواره له خان و مانه).
شیدا.
(د وطن لیلا بهر کړم د وصال له کجاوې نه
خوب د مرګ وینم هرکله چې بیدار نه یمه زه).
استاد پژواک.
ماخذونه:
١_ د تخیل سمندر، استاد لعل باچا ازمون.
٢_ افسانه های مردم، آواره داستان، استاد عبدالرحمان پژواک.
٣_ زوی د افغانستان، استاد عبدالرحمان پژواک.
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی.
هرات، افغانستان.

1 COMMENT

  1. پۀ زړه پورې ليکنه مو کړې ده قدرمنه. دوه ډېر باعزته او قدرمن افغانان مو مقايسه کړي دي.
    پژواک د افغانستان يو پياوړی بچي او د تاريخ ځلانده ستوری ؤه، او هم زبردست سياستوال ؤه. پۀ ګور يې نور سره د کاظم خان شيدا صيب.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....