ژباړه او لنډیز: رحمت شاه فراز
د پور وژل
لیکلی سند څو څو ځله په ګڼو ځایونو کې اختراع شوی دی. په لومړنیو بېلګو کې يې بین النهرین یادولی شو، چې د اور د پاچا «شوګلي» یوه خټینه لوحه ده او په دې لوحه کې د پسونو او اوزو میاشتنۍ تادیې خوندي شوې دي. د دې ټولو تادیو په یاد ساتل د شاهي ادارې لپاره خورا مهم وو، چې د رعیت اطاعت ور معلوم شي او د سرچینو حساب ورسره وي.
په تاریخ کې د کیسو او نورو ټولو معلوماتي ټکنالوژیو په څېر، لیکلي اسناد هم په حتمي توګه د واقعیت دقیقه نماینده ګي نه کوي. مثلاً د اور په هغه خټینه دړه کې هم تېروتنه وه. په سند کې ویل شوي و، چې د یوې میاشتې په جریان کې ټول ۸۹۶ حیوانات ترلاسه شوي، مګر اوسنیو پوهانو چې ټول مندرجات جمع کړل، شمېر يې ۸۹۸ شوی و.
خو که صحیح وي یا غلط، لیکلي اسناد نوي واقعیتونه پنځوي. اسنادو چې په ځان کې جایدادونه، مالیې او تادیې خوندي کولی شوی، نو په دې سره د اداري سیسټمونو، سلطنتونو، مذهبي سازمانونو او تجارتي شبکو جوړول تر پخوا ډېر اسانه شوو. په شفاهي کلچرونو کې به بین الذهني واقعیتونه د شفاهي کیسو له لارې پنځېدل، چې ګڼو خلکو به په خوله یو بل ته کولې او په مغزو کې به یې ساتلې. مګر ماغزه د هغو ټولو بین الذهني واقعیتونو په حفظ کې پاتې راغی، چې انسانانو اختراع کړي وو.
مګر لیکلو اسنادو دغه محدودیت له منځه یووړ. اسناد د یوه عیني واقعیت استازیتوب نه کوي، بلکې اسناد پخپله یو واقعیت وو. هغسې چې په راتلونکو فصلونو کې به يې وګورو، لیکلو اسنادو د کمپیوټرونو لپاره د ابتدايي ماډلونو حیثیت خپل کړ. نن ورځ چې کمپیوټر د بین الذهني واقعیتونو د پنځولو قابلیت لري، دا د هماغو خټینو لوحو او کاغذي ټوټو امتداد دی.
په شفاهي ټولنو کې چې لیکلي اسناد يې نه درلودل، د ملکیت بین الذهني واقعیت به د ټولنې د غړو د خبرو او چلند له مخې وجود مونده. دا چې یو پټی ستا دی، دا په دې معنا وه، چې ستا ګاونډیان دا مني، چې دا پټی ستا دی او چلند او برخورد يې هم همدغسې دی. دوی به په دې ځمکه خېمه نه دروله، خپل څاروي به يې نه څرول، یا به يې ستاسو له اجازې پرته ستاسو مېوه نه شکوله.
په غیرشفاهي یا په لوستو ټولنو کې د یوه پټي ملکیت په دې معنا شو، چې په یوه خټینه لوحه، د باڼس یا کاغذ په ټوټه یا د سلیکان په چیپ لیکل شوي دي، چې دا پټی ستا دی. که ستا ګاونډیانو په هغه ځمکه له کلونو راهیسې خپل څاروي څرولي وي او هیچا هم دا نه وي ویلي چې دا پټی ستا دی، خو که ته په یو نه یو ډول یو رسمي سند را جوړ کړې، چې پکې لیکل شوي وي، چې دا پټی ستا دی، نو د دې ډېر زیات چانس دی، چې ته خپله ادعا په حقیقت بدله کړې.
دا په دې معنا شو، چې ملکیت د یوه داسې مرکزي چارواکي په لاس کې دی، چې اړوند اسناد جوړوي او واک يې ورسره دی. دا په دې معنا هم ده، چې ته خپل پټی د خپلو ګاوڼدیو له اجازې پرته هم خرڅولی شې او یوازې به هغه مهم سند نوي څښتن ته انتقالوې.
د اسنادو په لاس د بین الذهني واقعیتونو د پنځولو ځواک په لرغونې اشوریايي لهجه کې ډېر ښایسته غبرګ شوی دی، چې اسنادو ته يې د ساکښو موجوداتو په سترګه کتل چې وژل کېدلی شوی. کله به چې قرض پرې شو، نو د پور تړون به وژل کېده، چې په اشوري ژبه کې يې «داؤکوم» باله. دا کار به داسې کېده، چې کله به چا پور پرې کړ، نو هغه خټینه لوحه به يې له منځه یووړه، یا به يې یوه نښه پرې ولګوله او يا به يې مهر ترې مات کړ. داسې هم کېدل، که به چا پور نه و ورکړی، مګر سند به يې «مړ» شو، نو پور به هم نه پاتې کېده. دا کار زموږ له پیسو سره هم کېدلی شي. که مو سپی د سلو ډالرو نوټ وخوري، نو بیا خو هغه سل ډالره له منځه لاړل.
کله چې اساسي قوانین، د سولې تړونونه یا تجارتي قراردادونه لیکل کېږي، نو وکیلان، سیاسیون او سوداګر اوونۍ او ان میاشتې میاشتې د سند په متن سرخوږی تېروي، ځکه دوی پوهېږي، چې دغه د کاغذ ټوټه خورا لوی ځواک لري.
بیوروکراسي
هره نوې معلوماتي ټکنالوژي لوړې او ژورې لري او ځینې پخواني مشکلات حل کوي او یو شمېر نوې ستونزې له ځان سره راوړي.
کله چې اسناد ډېر زیات شوو، نو د اسنادو پیدا کول ډېر ستونزمن شو. دا د پاچاهانو، راهبانو، سوداګرو او هر هغه چا لپاره یو لوی ګواښ و، چې په خپلو آرشیفونو کې به يې زرګونه اسناد جمع کړي وو. په دې زرګونو اسنادو کې ته د خپلې اړتیا سند څه ډول لټوې؟ سمه ده، چې لیکلي اسناد د ځینو معلوماتو په خوندي کولو کې تر بشري مغزو بهتر وو، مګر دغو اسنادو یوه بله او جدي ستونزه را پیدا کړه: د اسنادو د بېرته ترلاسي ستونزه.
زموږ ماغزه په خپلو بیلیونونو نیورونونو او ټریلیونونو ساینپسونو کې د خوندي شویو معلوماتو په را ایستلو کې ډېر زیات مؤثر کار کوي. دا چې زموږ ماغزه په څه ډول دغه کار کوي، تر اوسه پورې هېڅ څوک په دې نه پوهېږي، چې حافظه څه شی ده او په څه ډول معلومات خوندي کوي او بېرته يې را باسي. سره له دې چې عصبپوهانو په دې برخه کې ځینې پرمختګونه کړي دي. خو کله چې انسان د معلوماتو د خوندي کولو وظیفه له خپلو عضوي مغزو څخه واخیسته او غیر عضوي اسنادو ته يې وسپارله، نو بیا خو د معلوماتو د ترلاسي لپاره په بیالوژیکي سیسټم باندې تکیه نه شوای کېدلی. د ارتقا پروسې انسانان د دې جوګه کړي، چې په ځنګلونو کې مېوې یا مرخېړي ولټوي، خو په آرشیف کې د اسنادو پیدا کولو قابلیت یې نه دی ورکړی.
بله دا ده، چې ارتقا خو ځنګلونه هم په عضوي ترتیب رغولي دي. مېوې فوټو سنتیسیز عملیه لري، نو د لمر رڼا ته اړتیا لري. مرخېړي په مړه عضوي ماده کې وده کوي، نو ځکه عموماً په ځمکه کې موندل کېږي. بله دا ده، چې مڼې د مڼو په ونه کې وي، او انځر د انځر په ونه کې. موږ چې په مڼو پسې وځو، نو لومړی د مڼو ونه پیدا کوو او بیا پورته ګورو. انسان چې په ځنګله کې مېشت و، په دغه عضوي ترتیب يې ځان پوه کړ.
خو آرشیفونه ډېر زیات فرق لري. دا چې اسناد ژوندي موجودات نه دي، نو بیالوژیکي قوانینو ته هم غاړه نه ږدي، او د ارتقا پروسه يې زموږ لپاره نه منظموي. د مالیو راپورونه د مالیې په تاخچه کې نه را شنه کېږي. دغه راپورونه باید په خپل لاس هلته ایښودل شوي وای. د دې لپاره اړتیا وه، چې د تاخچو له مخې د معلوماتو د ډلبندي نظریه جوړه شي، او بیا دا پرېکړه وشي، چې کوم اسناد په کومو تاخچو کې کېښودل شي. د دې کار لپاره د آرشیف مسوولینو د نړۍ لپاره یو نوی نظم ایجاد کړ. دغه نظم ته بیوروکراسي ویل کېږي.
د بیوروکراسي له مخې خلکو وکولی شو، چې په لویو سازمانونو کې د اسنادو د بیا را ایستنې ستونزه حل کړي، او په دې توګه تر پخوا لویې او لا ځواکمنې معلوماتي شبکې وپنځوي. مګر د اسطورو په څېر، بیوروکراسي هم حقیقت د نظم له سره قرباني کوي. بیوروکراسي چې نوی نظم اختراع کړ او په نړۍ يې نافذ کړ، نو د نړۍ په هکله د خلکو په فهم کې يې په بې ساري ډول لاسوهنه وکړه.