دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+کړاوونه زندانونه (لنډه کیسه) م.ا.کرگر

کړاوونه زندانونه (لنډه کیسه) م.ا.کرگر

پوره شل ورځې وشوې، له شلو هم څه زياتې تېرې شوې چې پرتمين يې د يو جرم په تور نيولب دب. جرم يې مالوم نه دی، خو هغه يې يوې تنگې کوټې ته وردننه کړ. داسې کوټه چې کړکۍ يې چت ته نيږدې ده. چې د چا قد دوه متره نه وي، هلته نه شي ور رسېدای. کوټه يوه په دوه مترو کې ده چې په کې څملي هم ايله بيله يې پښي بل سر ته رسيږي. وچه درينگه يې اچولي دي. لاسونه يې شا ته ورتړلي دي. لومړی يې په کوټه کي اوږود وغځاوه. دوه تنه پسې را ننوتل. يو يې بر او بل يې پښو ته ودرژدل او په وهلو يې پيل وکړ. د قمچينو باران يې پرې جوړ کړ. په لښتو او قمچينو يې دومره وواهه چې نور يې پوتکی را وپړسېده. خو د پرتمين له خولې آه او غږوغوږ پورته نه شو. يوازې همدا يې ورته ويل: «په خپل جرم دې اعتراف وکه! اعتراف به دې جزا را کمه کړي، له دې پرته بله لاره نه لري.» خو پرتمين چې د لښتو او قمچينو تر باران لاندې ساه باسي، په دې نه پوهېږي چې جرم يې څه دی؟

 له ځانه دفاع هم نه کوي. جلادان چې په وهلو يې لاسونه ستړي شول نو ویې پتېله چې پوښتنې ترې وکړي.

له همدې وهلو ټکولو او کړولو وروسته يې هغه پورته کړ. په داسې حال کې چې ټول تن او بدن يې له وينو سور وو، له کوټې بهر يې په يوه دړه کښيناوه. ورته ویې ويل. «اوس به ته موږ ته رښتيا رښتيا خبره کوې. ځان به نه تېروې، خو پرتمين چوپه خوله کښيني، په خوله غږ غوږ نه کوي.»

يوه پوښتونکي چې ځان ته شين گل وايي او بل کس ته اخوند گل وايي، دواړه له خپلو بدرنگو څېرو سره چې په شپو شپو يې مخونه هم نه وي وينځلي، تيار د گور هغه ملايکو ته چې په لومړي شپه په مړي پسې راځي څېري لري، شين گل او اخوند گل د هماغه انکر و منکیر په څېر په ساديزم اخته کسان دي چې له ربړولو او کړولو نه خوند اخلي. د تورن کس پرتمين ته مخامخ کښېني. اخوند گل ورته څو تختي کاغذ په مخ کېږدي او شين گل ورته د خپل خيرن او لوگجن واسکت له پاسني جيب نه کاغذ راباسي او د کاغذ په سر يي ږدي، ورته وايي: «پرتمين خانه! عجب ښه نوم لرې، ته د څه پرتمين يې؟»

خو پرتمين غږ غوږ نه کوي، د دوی خبرو ته يې غوږ اېښی دی. اخوند گل را دمخه کيږي، وايي : «اضافي خبرې به پرېږدو. تورن بايد خپله کيسه وليکي ولې او د څه لپاره يې دا جرم وکړ؟ کاغذ دې مخکې دی. قلم هم درسره دی. ټوله کيسه دې وليکه.»

شين گل هم د خپل ملگري د خبرې په تعقيب وايي. چې څه دې کړي دي او څه دې ترسره کړي، ټول وليکه. په دې کار کې به دې خير وي. د خير په کار کې ډېل مه کوه.

خو پرتمين چوپ او خاموش دی. يوازې د خپلو دردونو احساس کوي. د دوی په وړاندې هېڅ ځواب نه وايي. چوپ دی او لکه چې د دواړو خبرې نه اوري. يوازې د پوښتونکو سترگو ته گوري، په دواړو پوښتونکو کې دروني وسواس را پورته کېږي. له ځانونو سره په غبرگه وايي: «کومه گناه ورپورې وتړو چې کيسه يې رالنډه کړو؟»

شين گل بيا هڅه کوي. کاغذ د تورن مخې ته ورپورې وهي، ورته وايي، په ټينگار ورته وايي سترگې پرې را باسي. وليکه ستا اعتراف کېدای شي د دې سبب شي چې کړاو کې دې کمښت راشي. ووايه او وليکه؟

اخوند گل هم ټينگار کوي: «لکه چې مغز نه لرې. ولې درباندي خبره اثر نه کوي او څه نه ليکې؟ گوره دا څويمه ورځ ده چې موږ تا ته ناست يو. زموږ ډېر وخت دې عبث کړ. ته خو بيکاره يې موږ شل نور د ستا په څير مجرمان او تورن لرو. وليکه او اعتراف دې وکه!»

 پرتمين غلي او چوپ دی. د ځمکي غږ خېږي خو د پرتمين له خولې نه خېږي. هغه لکه چې د خپلو وهلو بدل په دې ډول اخلي چې د شين گل او اخند گل خلق تنگوي. د دوی زغم او صبر رالنډوي.

يو پوښتونکي لاس را اوږدوي. بيا ورته کاغذ باندژ گوتې ږدي. قلم ورنږدې کوي. قلم ورټېل وهي. ورته وايي :

«زوروره مه کوه. وليکه ټول اعترافات دې وليکه چې دوسيه دې وتړل شي او د محکمي کار را لنډ شي. پرتمين بيا هم ورته نيغ نيغ گوري، برندې برندې ورته گوري. خپله زنه په دواړو زنگنو ږدي. يوه شېبه سترگې پټوي. بيا پوښتونکو ته گوري. په هغه څوکي چې پرتمين ناست دی. د پوښتونکو يا مستنطيقينو څوکۍ د اوږدې او سورورې کړکۍ په خوا کې پرته ده. مستنطقين پر هغو ناست دی، چې شاگاني يې بهر او مخ يې پرتمين ته دی. پرتمين بهر فضا ته د هيندارې له شا په غور گوري، غلی ناست دی. هغوی مستنطقين چې ورځې ورځې يې د پوښتنو لپاره واړولي. خپل ټينگار کوي. خو پرتمين بيرون فضا ته گوري. مخامخ اسمان تک شين ځلېږي. د لمر سترگه په ډېره روښنايي ځلېږي. هلته وړاندې کجيران او کارغان په فضا کي گرد تاوېږي. کله ځمکې ته کښته شي، او کله هم بيرته راپورته شي. په فضا کې يې غوبل جوړ کړی دی. دواړه پوښتونکي يا مستنطقين د پرتمين د سترگو په تماشه دي چې سترگي یې نه رپېږي. ورته وايي سبا بيا را ځو، نوره وروستي پريکړه دا ده چې تا محکمې ته بوځو، قاضي به ستا په باب له خپل واک نه کار واخلي. پرېکړه به درته واوروي.

همدا شان يو سهار چې نور د پوښتنو پايله او کار اغيزمن ثابت نه شو، راغلل. دواړو تورې عينکي په سترگو کړې وي. هر څه ورته تور برېښيدل، خپله هم تور ول او د پرتمين په نظر هم تور برېښيدل خو کوټې ته راننووځي. ورته وايي ته به اوس له موږ سره درومې، تحقيق دې بشپړ شو. تورن کس بيا هم حيرانيږي، له ځان سره وايي: «تحقيق بشپړ شو؟»

پرتمين له ځايه پورته کيږي. په ډېر کړاو گام او چتوي. پښې يې درد کوي. ځان يې ژوبل دی. دواړه لاسونه يې شا ته تړلي دي. مخ يې تک شين دی. په کاليو يې هم د وينو څاڅکې برېښي. په تن او وجود يې د وهلوټکولو نښې نښاني له ورايه برېښي. پوښتونکي چې پرتمين يې په منځ کې دی، د قاضي په مخ کې يې دروي.

شين گل وايي: «قاضي صيب تورن کس حاضر دی. دا دی را مو وست.» قاضي عينکي له سترگو باسي، په ځير ځير ورته گوري. بيرته خپلې عينکې په سترگو ږدي، پنډه دوسيه يې په مخکې پرته ده. د دوسيي پاڼې اړوي. خپلې ببرې شونډي رپوي، خو پرتمين لا ولاړ دی. مستنطقين يعنې شين گل او اخند گل هم دواړو خواوو ته ولاړ دي. هره شېبه د قاضي د امر و نهی انتظار باسي. خو قاضي مصروف دی. هغه د یوې پنډې دوسيي پاڼې په مکث او دقت اړوي. بل خوا ته په بله پاڼه په کاغذ يو څه، ليکي بيا گوته په ژبه لندوي، بله پاڼه اړوي خو پرتمين د دوه مستنطقينو په منځ کې هماغه شان چوپ ولاړ دی. غږ غوږ يې نشته. هغه نور خپل توان له لاسه ورکوي، نږدې ده چې ولوېږي. په اندامونو يې لړزه پريووځي. پوره شل ورځې کېږي، چې هغه په يو ځای ولاړ دی، خو قاضي فکر کوي چې هغه گويا همدا شېبه راغلي دي. د تورن او قاضي زمانونه هم بيلابيل تعبير پيدا کوي.

قاضي سر را پورته کوي وايي، ښه! تورن کس همدا دی؟

يو مستنطق وایي، همدا گناهگار دی چې موږ حاضر کړ. ستاسو د عادلانه پرېکړې په هيله!

قاضي وايي: «د تورن جرم ډېر ستر دی. پرېکړه دا ده چې هغه بايد له څلورو اندامونو څخه په څلورو هاتيانو پورې وتړل شي. يو هاتي يو لاس بل هاتي بل لاس بل هاتي يوه پښه او بل يې بله پښه. بايد کلک وتړل شي. هاتيان يې څلورو خواوو ته کش کړي. هاتيان دې په څلورو استقامتونو ولاړ شي. همدا يې سزا ده. سره له دې چې د ده په سزا کې ډېر کمښت راغی. که نه نو پريکړه خو دا وه چې تورن د قصاب په کنده ټوټه ټوټه شي ټوټي يې وسيزل شي او ايره يې باد ته واچول شي، چې ليري يې يوسي. خو بيا د ده په سزا کې کمښت راغي.»

مستنطق پرتمين ته مخ اړوي: «اوس په سزا قناعت کوې؟»

پرتمين سترگه هم نه رپوي. ورته ځیر دی. په دقت ورته گوري! قاضي عينکي بيا په سترگو ږدي. گوته لندوي اود دوسيي يو يشتمه پاڼه اړوي.

سپتمبر، ۴، ۲۰۲۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب