شنبه, جولای 12, 2025
Home+هند په ۴مه ټیسټ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

هند په ۴مه ټیسټ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۱۶) د انګلستان په کوربتوب د دوی لوبه له هند سره د هند په ګټه تمامه شوه. د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او هند ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې په ۶۲ ام اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۹۱ منډې یې وکړې.

تر ټولو ډېرې منډې ویرات کوهلي ۵۰ او شردل ټاکور ۵۷ وکړې.

کوربه انګلستاۍ لوبډلې ه په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یواځې ۲۹۰ منډې وکړې چې په کې  الي پاپ ۸۱، کریس ووکس ۵۰ او جوني بیرسټو ۳۷ منډې وکړې.

هند په دویمه پاڼۍ کې ۴۶۶ منډې وکړې او انګلستان ته یې د ۳۶۸ منډو هدف وټاکه، چې روهیت شرما ۱۲۷، شردل ټاکور ۶۰، پوجارا ۶۱ او ریشب پنټ ۵۰ منډې وکړې.

انګلستان د ۳۶۸ منډو په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یواځې ۲۱۰ منډې وکړې او په لوبه کې ماتې وخوړه.

د لوبې غوره لوبغاوی روهیت شرما وټاکل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...