جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: افغانستان سره دې روغتیايي مرستې ژر پيل شي

ملګري ملتونه: افغانستان سره دې روغتیايي مرستې ژر پيل شي

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۱۶) ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتیايي مرستو د ځنډېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې دوی د صحتمندۍ پروژې له لارې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ ملیونه وګړو ته روغتیايي خدمات برابروي، خو دمګړی له دغه پروژې سره نړیوالې مرستې په ټپه درېدلې دي.

ملګري ملتونه وایي که نړیوال دغه پروژه روانه ونه ساتي او له سره خپلې مرستې پیل نه کړي نو د دې احتمال شته چې زرګونه کسان په افغانستان کې له دې درکه زیانمن شي او روغتیايي خدماتو ته یې لاسرسی محدود شي.

د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالو مرستندویه موسسو غوښتنه کړې چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي او په دې توګه د یوه بشري ناورین په مخنیوي کې همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال د افغانستان په ملاتړ دا غږ پورته کوي، چې اوسمهال د افغانستان په ولایتونو کې روغتونونه په بېلابېلو برخو کې له د موادو له کمښت سره مخ دي.

عام خلک وایي ډېری روغتونونه درمل نه لري او دوی چې ورځي نو درملنه یې هم سمه نه کېږي.

دوی هیله ښيي، چې نړیوال به ژر د افغان ولس لاسنیوی وکړي او دوی ته به په بېلابېلو برخو کې مرستې را ورسوي.

په افغانستان کې تر ۲ زره ډېر روغتیايي مرکزونه د بندېدو له خطر سره مخامخ دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب