شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې تر ۲ زره ډېر روغتیايي مرکزونه د بندېدو له...

په افغانستان کې تر ۲ زره ډېر روغتیايي مرکزونه د بندېدو له خطر سره مخامخ دي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۵) د روغتیا نړیواله اداره یا ډبلیو ایچ او وايي، وېره ده چې د «صحتمندۍ» په نوم د یوې روغتیايي پروژې د بودجې د بندېدا له کبله په افغانستان کې څه باندې دوه زره روغتيايي مرکزونو فعالیت په ټپه ودرېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان نن / دوشنبه پر خپله رسمي ویبپاڼه په یوه راپور کې وویل، د صحتمندۍ پروژې بودجه له اګست میاشتې راهیسې بنده شوې ده او دا د افغانستان د خلکو د روغتیايي خدماتو لپاره خورا مهمه پروژه ده.

تر دې وړاندې په ځو راپورونو کې خبرداری ورکړل شو چې افغانستان ښايي د روغتیايي خدماتو له درکه له ناورین سره مخامخ شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د دې پروژې له لارې، شاوخوا شل زره روغتیاپالان د ټول افغانستان په کچه د څه باندې ۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونو له لارې خلکو ته طبي خدمات رسوي.

د ملګروملتو دا سازمان (ډبلیو ایچ او) وايي چې که د صحمتندۍ د پروژې د تمویل چارې بیا پیل نه شي نو ملیونونه افغانان به له طبي خدماتو څخه محروم شي.

په عین حال کې د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي چې په افغانستان کې دا مهال اووه میلیون افغانان له صحي خدماتو بې برخې دي.

سره صلیب پر خپل ټویټر په یو بیان کې ویلي دي چې له درې میلیون زیات افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي او د ۴۰ میلیون په شاوخوا کې عام خلک د خوراک لپاره کافي خواړه نه لري.

دا نړیواله مرستندویه ټولنه، چې سیمه ییز رییس یې په یوه درې ورځني سفر افغانستان ته رسېدلی دی، له افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې سیمه ییز ريیس اختیار اسلانوف نن وویل، دا کمېټه له طالبانو سره په تماس کې ده او وروسته له دې چې طالبانو افغانستان نیولی دی، د دوی د کار مخه نه ده نیول شوې.

د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې ۱۸۰۰ کارکوونکي لري.

1 COMMENT

  1. د پنجابک زو اوس يې سره وروله، فکر دې کاوه چې حکومت هم د پنجاب مدرسې دي او الله اکبر دي.
    که په دې شکل طالب روان يي لری نه ده چې طالب به بیا په غارونو اولس تخته کوي..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی