جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا د استازو جرګې د خپلو افغان متحدانو د ملاتړ لپاره...

د امریکا د استازو جرګې د خپلو افغان متحدانو د ملاتړ لپاره لایحه تصویب کړه

تاند (جمعه، د لیندۍ/ عقرب ۲ مه) د امریکا د استازو جرګې غړیو امریکا ته د خپلو افغان متحدانو د لېږدولو په اړه هغه لایحه تصویب کړه چې د جمهوریپالې استازې ډینا ټایټس (D-NV) له خوا وړاندې شوې وه.

 د دې قانون هدف د هغو افغان متحدانو د انتقال او ساتنې ملاتړ دي، چې د افغانستان د ۲۰ کلن ماموریت په لړ کې یې له امریکايي ځواکونو، ډیپلوماتانو، او مرستندویانو سره همکاري کړې ده.

د امریکا د کانګرس استازې، دینا ټایټس، چې دغه قانوني مسوده یې وړاندې کړې ده، په یوه بیان کې ویلي چې دا مسوده د هغو افغانانو د خوندي انتقال او مېشتېدنې لپاره ده چې “په زړورتیا او ژمنتیا یې د امریکايي ځواکونو، ډیپلوماتانو، او مرستندویانو ترڅنګ فعالیت کړی دی او اوس د طالبانو له ګواښونو سره مخامخ دي.”

هغې زیاته کړې:
“د ۲۰۲۴ کال د کې‌یر قانون تصویب د دې ژمنې دوام څرګندوي چې د امریکا حکومت به هغو کسانو ته د ساتنې ډاډ ورکړي چې د افغانستان د شل کلن ماموریت په لړ کې زموږ ترڅنګ ولاړ وو.”

اغلې ټایټس زیاته کړه:
“د بهرنیو چارو وزارت روښانه کړې ده چې د افغان متحدینو د خوندي کولو لپاره دې مهمې دندې ته هېڅ ډول نېټه نه ده ټاکل شوې. دCARE پاملرنې د همغږۍ دفتر د رسمي کولو له لارې، موږ کولی شو هغه کسان په مؤثره توګه انتقال او بیا مېشت کړو چې د دې هېواد لپاره د خپلې خدمت په اساس د امریکا لپاره د مهاجرت وړتیا لري.”

په ۲۰۲۲ کال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د انتقال د هڅو لپاره یو دفتر، چې کې‌یر (پاملرنه) نومیږي، جوړ کړ تر څو د وړ کسانو د تخلیې او مېشتېدنې بهیر ساده او مؤثر کړي.

دا دفتر، چې د فدرالي ادارو، غیر دولتي سازمانونو، او د نړیوالو شریکانو سره په همکارۍ فعالیت کوي، دنده لري چې وړ کسان په خوندي ډول متحده ایالاتو ته انتقال کړي.

دې مهم ماموریت، چې د “افغان متحدانو” د ملاتړ لپاره حیاتي ګڼل کیږي، تر دې دمه قانوني بڼه نه لرله او محدود صلاحیتونه یې درلودل.

د ۲۰۲۴ کال کې‌یر قانون د راتلونکو درو کلونو لپاره د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د کې‌یر دفتر رسمي کوي او ورته کلیدي صلاحیتونه ورکوي تر څو خپل ماموریت ترسره کړي.

په دې صلاحیتونو کې د خدماتي قراردادونو د تمدید او د دې ماموریت په چوکاټ کې د اړوندو ادارو ترمنځ د مالي سرچینو د لیږد اسانتیاوې شاملې دي.

دغه قانوني مسوده اوس د سنا جرګې ته د ارزونې لپاره لېږل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب