Homeخبرونهعمر: د افغانستان برېښنا شرکت ۲۰ میلیارد افغانۍ پوروړی دی

عمر: د افغانستان برېښنا شرکت ۲۰ میلیارد افغانۍ پوروړی دی

تاند (شنبه د لیندۍ ـ قوس ۸مه) د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر وايي، د هیوادوالو د برېښنا د بیلونو د نه ورکولو له امله دغه شرکت شاوخوا ۲۰ ملیارد افغانۍ پوروړی دی.

عمر په کابل کي له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې دا خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، هڅه کوي چي، دغه پیسې راټولي او ځان له پورونو خلاص کړي.

عبدالباري عمر وايي، یاد پورونه تر ډېره پر پخوانیو چارواکو، مېلمستونونو او باغونو پاتې دي.

د برېښنا شرکت عمومي رئیس داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، له بلې بیا د مرکز کابل اوسېدونکي د بریښنا نشتون څخه شکایت کوي او وایي د برېښنا په نشتون کې هم حکومت له دوی لوړ بیلونه ټولوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...