Homeخبرونهمسوولان: روسیه له افغانستان سره د پرمختللو کرنیزو سیستمونو کې مرسته کوي

مسوولان: روسیه له افغانستان سره د پرمختللو کرنیزو سیستمونو کې مرسته کوي

تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۸مه) ‏د افغانستان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، له خپل روسي سیال سره مسکو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او ځمکو په برخو کې د همکاریو پراختیا په موخه ناسته کړې.

عمري په دې ناسته کې د اوبولګولو د سیستمونو د پیاوړتیا، د مالدارۍ د نسل اصلاح د پروګرامونو د پراختیا او د روسیې بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی.

روسیې د اوبولګولو د نوو ټکنالوژیو، عصري کرنیزو سیستمونو، تخنیکي روزنو او د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو د اسانتیاوو په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی.

د روسیې کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر همداراز له افغانستان سره عملي او دوامدارې همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...