Homeخبرونهد روسیې مرستیال صدراعظم کابل ته سفر کوي

د روسیې مرستیال صدراعظم کابل ته سفر کوي

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۰ مه) ټاکل شوې چې د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچوک د پنجشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي او د افغانستان – روسیې ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ احمد ضیا تکل ویلي چې د دغه سفر اصلي هدف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو څېړل او د ګډو پروژو د احتمال په اړه خبرې دي.

دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره میاشت ویلي و چې د اوورچوک په مشرۍ به د روسیې یو جګپوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او اقتصادي همکاري پراخه کړي.

کابلوف د اکتوبر په ۱۶مه ویلي و چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې پرتله دوه برابره شوې ده. خو هغه منلې وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي کچه لا هم نسبتاً ټیټه ده.

د روانې میاشتې په لومړیو کې اوورچوک او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو کې سره لیدلي وو او د سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې او ترانسپورتي نښلونې په برخو کې یې د همکاریو په اړه خبرې کړې وې. په دغو خبرو کې د شمال او جنوب نړیوال ټرانزیتي دهلېز اړوند پلانونه هم شامل وو.

د طالبانو حکومت له روسیې سره د اقتصادي همکاریو د یوه پراخ سند پر چمتو کولو هم کار کوي.

د راپور له مخې، د نومبر په درېیمه د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ غونډه کې د پانګونې فرصتونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړو د عملي کېدو بهیر ارزول شوی دی.

په دې سند کې د برېښنا، ترانسپورټ، کانونو، کرنې، روغتیا، لوړو زده‌کړو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د همکاریو وړاندیزونه شامل دي.

تر اوسه کابل ته د روسیې د پلاوي د سفر د بشپړ مهالوېش او هغو هوکړو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي چې ښايي د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...