لیکنه او شننه: قاضي نجیب الله جامع
د تاریخ په پاڼو کې ځینې څېرې یوازې د سیاسي واک او دولتي منصبونو له امله نه پاتې کېږي، بلکې د هغوئ علمي فکر، کلتوري خدمتونه، ملي مبارزه او د راتلونکو کهولونو د روزنې لپاره هڅې هغوئ ته تل پاتې مقام وربښي. ډاکټر ذاکر حسین د همدغو شخصیتونو له ډلې یو هغه دی؛ هغه د پښتني نسب یو داسې ستر عالم، ښوونکی، مفکر او سیاستوال وو چې د هند د جمهوریت درېیم ولسمشر شو او د هند د معاصر پوهنیز نظام په جوړولو کې یې بنسټیز کردار ولوباوه.
د یوه پښتون په توګه د هغه ژوند او کارنامې زموږ لپاره د ویاړ او زدکړې وړ دي.
پښتنی نسب او علمي ژوند:
ډاکټر ذاکر حسین د ۱۸۹۷ کال د فبرورۍ په اتمه د هند د حیدرآباد په ښار کې زېږېدلی وو. د اکسفورډ د ملي ژوندلیکونو قاموس (Oxford Dictionary of National Biography) د مالوماتو له مخې، د هغه کورنۍ د پښتنو د افریدي قبیلې له افغانانو څخه وه، چې له پخوا راهیسې د هند د اتراپردېش ایالت د فرخآباد په سیمه کې مېشت شوي وو. د هغه پلار فدا حسین خان یو بریالی حقوقپوه وو.
ذاکر حسین خپلې لومړنۍ زده کړې د ایتاوه په اسلامیه لېسه کې وکړې، وروسته یې د عليګړ مسلم پوهنتون په محمدن انګلو اورینټل کالج کې لوړې زده کړې وکړې. په ۱۹۲۲ زیږدیز کال کې جرمني ته ولاړ او د برلین په پوهنتون کې یې د اقتصاد په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړه. د هغه دوکتورا په ۱۹۲۶ زیږدیز کال کې د ممتازې علمي درجې په ویاړ ومنل شوه. د هغه لارښود د جرمني مشهور اقتصادپوه ورنر زومبارټ وو.
د خپلواکۍ مبارزه او د جامعې ملیې جوړول:
د ډاکټر ذاکر حسین سیاسي او ملي شخصیت د هند د خپلواکۍ له غورځنګ سره ژوره اړیکه لرله. کله چې مهاتما ګاندي په ۱۹۲۰ زیږدیز کال کې د نه همکارۍ غورځنګ پیل کړ او له زدکوونکو او ښوونکو یې وغوښتل چې د بریټانوي ښکېلاک تر واک لاندې پوهنیز بنسټونه پرېږدي، ذاکر حسین هم له دې ملي دریځ سره یوځای شو.
هغه د هغو روڼاندو او ملي مبارزینو له ډلې وو چې د ۱۹۲۰ زیږدیز کال د اکتوبر په ۲۹مه یې په عليګړ کې د جامعې ملیې اسلامیه د جوړولو په بهیر کې برخه واخیسته. موخه یې دا وه چې هندیانو ته داسې خپلواک پوهنیز بنسټ جوړ کړي چې د بریټانوي استعمار له فکري او سیاسي اغېزو څخه آزاد وي.
په ۱۹۲۶ زیږدیز کال کې له جرمني څخه تر راستنېدو وروسته د جامعې ملیې مشري ور وسپارل شوه. هغه له ۱۹۲۶ څخه تر ۱۹۴۸ زیږدیز کال پورې د دې پوهنتون مرستیال مشر وو.
د جامعې ملیې په تاریخ کې دا د هغه د ژوند تر ټولو مهم پړاو ګڼل کېږي. پوهنتون له مالي، اداري او فکري ستونزو سره مخ وو، خو ذاکر حسین د خپلي پوهي، مشرتابه او فردي قربانۍ په وسیله هغه ژوندی وساته او د هند په یوه مهم ملي پوهنیز مرکز یې بدل کړ.
د هند د مډرن پوهنیز نظام په جوړولو کې دهغه تاریخي کردار:
د ډاکټر ذاکر حسین تر ټولو ستر خدمت د هند پوهنیز نظام ته د بنسټیزو سمونونو په برخه کې وو.
په ۱۹۳۷ زیږدیز کال کې د مهاتما ګاندي په مشرۍ د هند د ملي زدهکړو کنفرانس په واردا کې جوړ شو. په دې کنفرانس کې د داسې ملي پوهنیز نظام د جوړولو پرېکړه وشوه چې زکړې د ټولنې له عملي ژوند، اقتصادي اړتیاوو او تولیدي فعالیتونو سره وتړي.
د دې طرحې د تفصیلي نصاب د جوړولو لپاره د ډاکټر ذاکر حسین په مشرۍ ځانګړې کمېټه وټاکل شوه. کمېټې د ۱۹۳۷ زیږدیز کال د ډیسمبر په دویمه خپل راپور وړاندې کړ، چې د «ذاکر حسین کمېټې راپور» او د «واردا پوهنیزي طرحې» په نوم مشهور شو.
دا باید روښانه شي چې نوموړی د هند د ټول ملي نصاب د لیکلو دایمي کمېسیون مشر نه وو، بلکې د ملي بنسټیزې زدهکړې د طرحې او تفصیلي نصاب د جوړولو د تاریخي کمېټې مشر وو.
د دې طرحې مهم اصول دا وو:
- د ټولو ماشومانو لپاره وړیا او جبرې زدکړې.
- د مورنۍ ژبې له لارې تدریس.
- د نظري زدکړو ترڅنګ د لاسي صنایعو او عملي کارونو زدکړه.
- د ښوونځي او ټولنې ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا.
- د زدکړو د بهیر له اقتصادي او ټولنیز ژوند سره تړل.
د دې پوهنیزي فلسفې بنسټیز اصل دا و چې ماشوم باید یوازې مالومات حفظ نه کړي. بلکې د کار، تجربې، فکر او تخلیق له لارې زدهکړه وکړي. د هند د پوهنې د تاریخ لپاره د دې طرحې ارزښت دومره پراخ دی چې د هند د کانګرس ګوند په ۱۹۳۹ زیږدیز کال کې هم د دې راپور پر بنسټ د ملي پوهنیز نظام د جوړولو ملاتړ وکړ.
فرهنګي او علمي خدمتونه:
ذاکر حسین یوازې پوهنیز مدیر او د علمي هڅو مخکښ نه وو، بلکې یو ژور ادبي او علمي شخصیت هم وو هغه په اردو، هندي او انګریزي ژبو لیکنې او علمي آثار لرل.
د هغه په مهمو اثارو کې دا کتابونه یادولی شو:
- Capitalism: An Essay in Understanding
- The Dynamic University
- Educational Discourses
- Shiksha
- Principles of Educational Reconstruction
هغه د افلاطون مشهور اثر «جمهوریت اردو ته وژباړه. همدارنګه یې د اقتصادپوهانو فریډریش لېسټ او اېډوېن کنن علمي آثاریې د لومړی ځل لپاره اردو ژبې ته وژباړل. د ماشومانو لپاره یې «ابوکـھان کي بکری» په نوم ادبي اثر هم ولیکه. د هغه علمي هڅې د اقتصاد، فلسفې، اخلاقو، ښوونې او روزنې او ټولنیز پرمختګ بېلابېلې برخې رانغاړلې.
د هند ملي یووالی او د پوهنیزو ادارو مشري:
د ذاکر حسین په اند، زدکړه یوازې د دندې او اقتصادي پرمختګ وسیله نه ده، بلکې د انسان د شخصیت، ملي شعور او ټولنیي همغږۍ د جوړولو بنسټ هم دی. په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې د عليګړ مسلم پوهنتون مرستیال مشر وټاکل شو او تر ۱۹۵۶ زیږدیز کال پورې یې د دې پوهنتون مشري وکړه. د وېش وروسته یې داسې مهال د پوهنتون مشري ومنله چې د هند د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د بېباورۍ فضا موجوده وه. هغه هڅه وکړه چې پوهنتون د هند د ګډ ملي ژوند، علم او زغم په مرکز بدل کړي. هغه د هند د مرکزي ثانوي زدکړو د بورډ (CBSE) مشر هم پاتې شوی او د هند د پوهنیزو سمونونو په بېلابېلو ادارو کې یې کار کړی دی. د هند د پوهنې په تاریخ کې د هغه کردار یوازې د یوه پوهنتون تر مدیریت تړلی نه وو، بلکې د ملي پوهنیز فکر په جوړولو کې یې پراخ اغېز درلود.
ولسمشرۍ یې او د هغه اړوند د هندي مشرانو آندونه:
ذاکر حسین په ۱۹۵۷ زیږدیز کال کې د بهار ایالت والي، په ۱۹۶۲ زیږدیز کال کې د هند مرستیال ولسمشر او د ۱۹۶۷ زیږدیز کال د مې په ۱۳مه د هند درېیم ولسمشر وټاکل شو. هغه د هند لومړنی مسلمان ولسمشر وو. د ۱۹۶۳ زیږدیز کال د هند د ترټولو ستر ولسي ویاړ «بهارت رتنا» جایزه هم ورکړل شوه.
د هغه په اړه د هند د مشهورو مشرانو او سیاستوالو څرګندونې د هغه د شخصیت اهمیت څرګندوي.
۱. اندرا ګاندي: د هغه له مړینې وروسته اندرا ګاندي نوموړی (نه هېرېدونکی ښوونکی، بنسټګر او د ځانګړي وړتیاوو لیکوال) وباله. دا څرګندونه د هند د پوهنې د ملي شورا (NCERT) د یادونو په یوه علمي اثر کې هم خوندې او بیا وروسته خپرې شوې.
۲. جواهر لعل نهر: ذاکر حسین د نهرو د شخصیت او سیاسي لیدلوري په اړه ویلي وو چې هغه د هند عام خلک د خپلو حقونو او موولیتونو په ارزښت پوه کړل او د ولسواکۍ، اقتصادي پرمختګ او ټولنیز عدالت لپاره یې کار وکړ. دا څرګندونې د نهرو په اړه د ذاکر حسین په اړه د یوې رسمي یادونې په وینا کې هم خوندې شوې دي.
۳. مهاتما ګاندي: ګاندي د واردا د پوهنیزي طرحې په رامنځته کولو کې د ذاکر حسین د کمېټې پر کار تکیه وکړه. د دې کمېټې راپور د ګاندي له سریزې سره په ۱۹۳۹ زیږدیز کال کې خپور شو. دا د دواړو ترمنځ د علمي او فکري همکارۍ څرګند تاریخي ثبوت دی.
ډاکټر ذاکر حسین د ۱۹۶۹ زیږدیزکال د مې په درېیمه د ولسمشرۍ پر مهال ومړ شو او د جامعې ملیې اسلامیه په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه ژوند موږ ته دا پیغام راکوي چې د یوه ولس د پرمختګ لپاره یوازې سیاسي مبارزه بسنه نه کوي؛ بلکې پوهنیزه روښانتیا، کلتوري ویښتیا، اقتصادي برلاستیا، یووالی او ملي شعور هم اړین دي. هغه د پښتني نسب یو داسې شخصیت و چې د خپلې پوهې او خدمت په وسیله یې د هند د تاریخ په جوړولو کې ونډه واخیسته. د هغه کارنامې د افغانانو لپاره هم د ویاړ سرچینه ده او هم دا درس ورکوي چې د علم او پوهې په وسیله یو انسان کولای شي د یوه هېواد نه بلکې د ټول انسانیت پر راتلونکي اغېز وکړي.