جمعه, مې 3, 2024
Home+داستاني لیکوال | هارون سمون

داستاني لیکوال | هارون سمون

“که یو کس غواړي لیکوال شي داستاني لیکل دې وکړي.” نپوهېږم دا مې چېرې اورېدلې که لوستلې، خو ډېره پخه خبره ده.
که یو څوک غواړي سلیس، ساده، عام فهمه او جذاب لیکل وکړي داستاني لیکل دې زده کړي. داستاني لیکل د متن د تولید وړتیا درکوي او له تانه لیکوال جوړوي. کله چې لیکوال شوې، په هره برخه کې بیا لیکل کولی شې؛ لکه سیاست، ادبیاتو، ټولنپوهنه، روانپوهنه، طب، ټیکنیکل برخه او نورو ټولو برخو کې لیکل کولی شې؛ [البت د کومې برخې څانګوال چې یې، باید هماغه برخه کې لیکل وکړې] زما دپاره په طب کې لیکل ناممکن دي، ځکه چې محتوا نشم تولیدولی، د طب څانګوال نه یم؛ خو ادبیاتو او ټولنپوهنه کې ډېر راته اسانه دي؛ پدې چې زه د دې برخو څانګوال یم. که غواړم یوه موضوع وسپړم، سرچینې لولم، په ذهن کې مې نور مالومات هم راټوکېږي، اقتباس کولی شم او بلاخره داسې څه لیکلی شم، چې زه ترې راضي شم. زه فکر کوم دا وړتیا داستاني ادب یوه لیکوال ته ورکوي؛ ما چې داستاني لیکل نه وو کړي آن یو سیمنار مې نشوی لیکلی.
کله مې چې لیکل پیلول، پدې اړه مې له ګوګل مرسته اخیسته، د ګوګل سرچ انجېن کې به مې لیکل، څنګه لیکوال شم؟ د بېلابېلو لیکوالو آن سترو لیکوالو نقل قولونه مې ولوستل، خاطرې او سپارښتنې مې یې ولوستې، اوس داسې انګېرم، چې هېڅ ګټه یې راته ونکړه.
یوه ورځ مې د نصیر احمد احمدي “راځئ کیسه ولیکو” کتاب راواخیست، چې ومې لوست خوند یې راکړ؛ نثر یې ساده او روان و ډېر څه مې ترې زده کړل؛ یو ځل مې بیا ولوست، بیا مې یې ځینې ناولونه را پیدا او ولوستل؛ پدې ډول د احمدي صاحب له نثر سره آشنا شوم، زه یې له ژوندۍ منظرکشۍ متاثره شوم.
لنډه کیسه مې پیل کړه. کیسې مې سایټونو ته لېږلې یو څه ګرم استقبال یې کېده، زه پوهېږم زما کیسې ډېرې زورورې نه وې؛ خو یو ډول وهڅېدم او د لیکوالۍ جرات یې راکړ؛ تر دې چې د یو فلسفي ناول پر لیکلو مې پیل وکړ.
فکر کوم که دا ناول بشپړ کړم، زه ترې راضي یم، یو ډول ډاډه یم، چې ناول کې زور شته. پدې ناول کې زه له خپلو افکارو او باورونو سره په جنګ یم او له سخت ذهني کشمکش سره مخ یم، دا هرڅه په داستاني ډول لیکم ځکه ناول له عادي ناولوتو متمایزېږي.
ما لسګونه مقالې او مطلبونه لیکلي دي، پدې کې یو شمېر داسې مقالې او مطلبونه شته دي، چې ماته یې خوند راکړی دی، لوستونکو یې هم ستاینه کړې ده.
خو هغه څه چې زما ندي خوښ شوي نورو یې هم چندانې هرکلی ندی کړی. مثال: زه اوس د یو مېز تر شاه ناست یم، نیمه ورځ ده، سهار مې یو کار ندی شوی، زړه ورته خورم، د لیکلو الهام نه لرم، د احمدي صاحب په اړه غواړم څه ولیکم، ځکه تلین یې دی، مجبور یم یو څه ولیکم. دا لیکل له مجبورۍ کوم، ماته جالب ندي، عادي لیکل کوم، ډېری لوستونکو ته خوند نه ورکوي، دا مې وړاندوینه ده.
راځم خپل بحث ته؛ زه له داستاني لیکلو سره آشنا شوم پدې برخه کې مې د داستان ډیالیکټیک کتاب ولیکلو؛ اوس پېښمانه یم، دا کتاب مې باید نه وی چاپ کړی؛ ځکه زه پدې نظر یم، چې لیکوال هغه څوک دی، چې ادبي زورور اثر رامنځته کړي، نه دا چې د ادبیاتو په اړه لیکل کوي. د ادبیاتو په اړه لیکل کول ادبپوهنه کې راځي، ادب چې نه وي ادبپوهنه هېڅ مانا نه لري.
که یې ساده ووایم اصل ادبیات دي، دا نور مضامین د ادبیاتو د معرفت او فهم لپاره لیکل شوي دي. تکړه لیکوال هغه څوک دی، چې اصل وپالي؛ ادبي اثر رامنځته کړي، که شعر وي یا نثر.
دا، داسې مثال لري لکه یو هنرمند چې ډېره ښایسته نقاشي وکړي، بیا ته راځې هغه نقاشي نورو ته ورپېژنې، ستاینه یې کوې؛ دلته اصلي رول د نقاش دی، د هنرپنځونې له لیده بهتره او هنري انسان نقاش دی؛ نه ته.
ادبي اثر رامنځته کول سخت دي، هر ادبي اثر هنریت او شعریت نه لري؛ مثال پښتو ژبه کې ډېره شاعري چاپ شوې، لنډې کیسې چاپ شوې، کتابخانې ترې ډکې دي؛ خو ډېری برخه یې چندانې ادبي تومنه او هنري ارزښت نه لري، نه په لوستلو ارزي؛ یا زما ذوق ډېر لوړ دی – چې یو ادبي اثر کې شعریت نه وي ادبي تنده مې نه پرې خړوبېږي.
هو، ځینې تخلیقي آثار شته، حساب پرې کېدی شي، په یو مخیز ډول ټول پنځول شوي نوي آثار بې هنري تومنې ندي. په نوي پښتو ادب کې د نصیر احمد احمدي آثار د ډېر حساب وړ دي.
احمدي صاحب په داستاني ادب کې ستاینوړ کار کړی دی، پر آثارو یې ډېر څه ویل کېدی شي. لویه تمه ترې کېده، آینده کې یې کېدی شي ډېر ستر آثار پنځولي وی، ځکه د لیکوال چې څومره عمر زیاتېږي هومره یې لیکل زورور کېږي.
له بده مرغه پښتنو کې چې د فکر او خبرې سړی پیدا شي هغه مړ شي، یا ووژل شي. زه دا منم احمدي صاحب ځوانیمرګ شو، کورنا ووژلو؛ خو دا زما زړه نه مني، چې هغه دې په خپل مرګ مړ شوي شوی وي، یا دې کورونا وژلی وي؛ ځکه هغه بغدادي پېر ناول لیکلی و. زما شک او باور غلط دی؛ ځکه ټول خلک وایي، چې احمدي صاحب کرونا واخیست خو بس ځینې پېښې د سړي زړه نه مني. د احمدي صاحب د طبیعي مرګ پېښه زما زړه ته سمه نه لوېږي؛ نپوهېږم ولې.
په هر صورت که غواړئ لیکل زده کړئ داستاني لیکل وکړئ او د احمدي صاحب آثار ولولئ.

2 COMMENTS

  1. مننه سمون آشنا ډير وخت وروسته مې دې ليکنه ولوستله، خوند يې وکړ.
    بيخي سره نادرکه يو ولا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب