جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبمسجع نثر او ادبي اهميت يې/ ګل رحمن رحماني

مسجع نثر او ادبي اهميت يې/ ګل رحمن رحماني

    د پښتو ژبې د بدېع او ادبي فنونو په کتابونو کې د سجعې په اړه  بېلابېل تعريفونه او څرګندونې راغلې، چې توري او د پېژندنې تعريفونه يې سره بېل، خو مقهوم يې يو او  مشترک دى، هغه دا چې سجع په لغت کې د قمرۍ اواز ته ويل کېږي او په اصطلاح کې هغه  هماهنګه برخه ده، چې د کلمو او جملو په پاى کې سره تکرارېږي او يوه سندريزه څپه جوړوي.البته دغه کلمې سره هم فاقيه يا په بله اصطلاح کافيه والې کلمې نه وي، خو په غږ کې سره ډېر ورته والى او هماهنګي لري، چې همدغه هماهنګ تکرار يې کلمو ته موسيقي او اهنګ ورکوي. د بېلګې په ډول که چېرته لاندې بيت ته ځير شو، چې وايي:

جانانه په زرګى مې ستا يادونه راورېږي

د للمې په فصلونو بارانونونه را ورېږي

    په پورتني بيت کې د يادونه او بارانونه د بيت همقافيه کليمې دي، چې ونه، ونه يې سره هماهنګه برخه ده، د واړه کلمې هم قافيه لري او هم اهنګ، چې معمولا دا ډول کلمې په شعر کې تر رديف وړاندې راځي، خو داسې نه ده چې ترې وروسته دې را نه شي، اوس ګڼ داسې شعرونه هم شته چې رديف نه لري او په قافيه سره پاى ته رسېدلې وي. خو که چېرته بيا د پير روښان د خيرالبيان دې دنثر دې بېلګې ته ځير شو، چې وايي:

مرګ به ورشي وسړي له ناگهان – نه شته په دنيا کې تل تر تله د سړى مقام

    په پورته  جملو کې د ناګهان او مقام کلمې د جملو په پاى کې راغلې، دواړه کلمې سره ددې چې په تلفظ کې سره ورته دي، خو همقافيه نه دي،ځکه چې هماهنګه برخه نه لري، همدا ورته والى چې موږ يې په ويلو کې سره نږدې او ورته ګڼو، يا په نثر د شعر ګومان راکوي، سجع بلل کېږي.

    سجع تر ډېره په نثر کې تکراريزي او  هغه نثر  چې  سجع په کې کارېدلې وي، مسجع  نثر ورته وايي، په پښتو ادبي اثارو کې خورا اوږده مخينه لري، زموږ ګڼ پخواني لومړني نثري کتابونه  په مسجع نثر ليکل شوي، چې  نږدې  ټولې جملې  يې پرې اهنګينې دي.

  په پښتو ژبه کې مسجع نثر خورا مخينه لري، د پښتو ستر صوفي پيروښان چې په د ١٥٢١ کال زوکړى دى، نه يوازې چې په پښتو ادب کې يې د لومړي ځل لپاره تصوفي فکر خور کړ، بلکې په خپل تصوفي اثر خيرالبيان کې يې هم په پراخه ډول مسجع نثر کارولى دى.

  د ننګرهار پوهنتون د پښتوادب څانګې استاد پوهنمل ولي الله فاضل وايي، چې د پښتو ادب ډېر لرغونى نثري اثار په مسجع  نثر ليکل شوي دي او دا نثر د پخوانيو ليکوالو د نثري اثارو ژبه وه، هغه په دې اړه زياتوي:((د پښتو ادب نږدې ټول پخواني متصوفين، ليکوال، شاعران اوعارفان په ديني علومو تر بل هر چا ښه پوهېدل، هغوى فصاحت او بلاغت لوستى و، له عربي ژبې سره يې اشنايي درلوده، نو ځکه يې نثر هم مسجع بڼه درلوده، ددې علت دادى چې معمولا هماهنګه خبرې يا کلمې ډېر زر هم د مخاطب ياد کې پاتې کېږي او هم ويناوال ته اسانه وي. همدا اوس هم زموږ ګڼ عالمان په جوماتونو  او غونډو کې خپلې موعظې په مسجع نثر وړاندې کوي، په  پاى کې ټولې مسجعې هماهنګې کلمې را ټولې کړې وي.))، خو دا چې اوسني ليکوال ولې مسجع نثر نه ليکي او يا ورته نه پاملرنه به يې ادبي اهميت ته څه زيان  ولري که  نه؟

  استاد فاضل وايي، چې ژبه او ادب د روڼوالي خواته روان دي، مسجع نثر د هماهنګو کلمو پېچلى ترکيب و، چې اوس يې د ژبې جوړښت او پرمختګ نه اېجابوي، نو ځکه يې څوک نه کاروي او نه يې هم کارول په ګټه دي.

   ليکوال او کره کتونکى استاد اسدالله غضنفر په دې نظر دى، چې په نثر کې  لفظي بديع صنعتونه اوس هغه پخوانى اهميت نه لري، ښاغلى غنضفر په دې اړه وايي:((لفظي بديع  چې له لويه سره يې د سجع، تجنيس او تکرار (د تورو، کلمو، مصرعو يا جملو تکرار) په دريو څانگو وېشلى شو، په پخوانۍ شعر پېژندنه کې هم ډېره مهمه گڼل کېده، البته په نثر کې اوس د لفظي بديع صنعتونه هغه پخوانى اهميت نلري، پخوانو گڼو ليکوالو د نثر تر وضوح د نثر پسولل غوره بلل او د پسوللو ډېره کارېدونکې ذريعه سجع وه، دا خو د سجعې اهميت و، چې پخواني نثرونه د مسجع (سجع لرونکي) او مُرسل (يعني ازاد = له سجعې خالي او ازاد) په ډولونو وېشو.))

    استاد غضنفر همدارنګه زياتوي، عربو اديبانو چې په اوله کې د بلاغت علوم وضع کول، لوى مقصد يې دا وو چې د قرانکريم د اعجاز د ثابتولو لپاره دلايل پيدا کړي، څرنگه چې په قران کې سجعې زياتې وې، نو د بلاغت په کتابونو کې سجعو ته ډېر اهميت ورکړ شو او د راتلونکو زمانو ليکوالو او شاعرانو د بلاغت د علماوو تر اغېز لاندي او هم په دې گومان چې گويا د قران پيروي به يې کړې وي، سجعو او لفظي بديع ته اهميت ورکړ.

  په  مسجع نثر کې ژبه معمولا ډېره خبري نه وي، عاطفي او شعري کيفيت لري، هرڅومره که وزن او قافيه ونه لري، بيا هم موسيقي، بلاغي ظرافتونه او ښکلا په کې نغاړل کېږي، حتى تر دې پورې  چې کله کله پرې د ښکلې شعر تنده هم ماتېږي او پېژندل يې له نثر سره ګران وي. په فارسي ادب کې هم ددې نثر دود خورا اوږده مخينه لري او ستر عرفاني شخصيت خواجه عبدالله انصاري يې له بنسټګرو څخه ګڼل شوى دى.

     پيرهرات  خواجه عبدالله انصاري، چې د څلورمې پېړۍ  په  وروستيو کې  زېږېدلى او په ٤٨١ هجري کال يې له نړۍ سترګې پټې کړې خپلو اثارو منازل السائرين، طبقات الصوفيه او خپل نوماند اثر مناجات نامه  کې يې د لومړي ځل له پاره مسجع نثر کارولى دى.

   ده اوچت عرفاني معاني د مسجع نثر په قالب کې بيان کړل، چې شعر ته يې له ډېرو نږدې او لنډو کلمو څخه کار اخيستى. ځينې کلمې خو يې له بهرنۍ موسيقۍ پرته په داخلي موسيقي هم ښکلې شوې، خوږ سندريز کلام او اوچته عرفاني معاني يې په کې راوړې ده، د خواجه عبدالله انصاري د ليکنې دغه ډول، چې مسجع نثر ورته وايي د دري  ژبې د را وروستيو  پېړيو  په ادبي – عرفاني متونو خورا ستر اغېز شيندلى دى.

    خو لکه  څرنګه  چې  ښکاري  په فارسي مسجع نثر کې جدي او خپلواکې څېړنې نه دي شوې او کومې لنډکۍ اشارې، چې هم  ورته شوې له تېروتنو سره ملګرې دي. ځينې کره کتونکي بيا له سجعې دفاع کوي او وايي، چې سجع په نثر کې د ښکلا پيدا کولو او سندريز والي لپاره کارول کېږي، څو  نثر  هم د شعر غوندې  لوستونکي ته زړه  راښکونکى او جالب شي.

◄ دا ليکنه د نني افغانستان اونيزې ادبي پاڼې ته ليکل شوې او خپره شوې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب