شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنهدُرِ مکنون/ اسدالله غضنفر

دُرِ مکنون/ اسدالله غضنفر

  سږ کال مې د میلادالنبي په ورځو شپو کې په همدې موضوع په کابل کې د ځینو عالمانو ویناوې واورېدلې او د دُرِ مکنون لوستل مې په نصیب شول.

  دُرِ مکنون د سیرت یو کوچینی کتاب دی چې یوسلو څو کاله پخوا( په ۱۳۰۹ هجري قمري کال کې )عبدالرحیم ابن قسیم ګل اخوندزاده له فارسي څخه پښتو کړی دی. کتاب په اصل کې عربي دی او د اوومې هجري پیړۍ له اواخرو یا د اتمې هجري پیړۍ له اوایلو سره تعلق لري.

   د دغه سیرت  لوستلو خوند راکړ، د ژباړن نثر په زړه پورې و او د محتوا په لحاظ مې چې د میلاد البني په مناسبت له اکثرو ویناوو سره پرتله کړ، بهتره رامعلوم شو. البته، د دُرِ مکنون د لوستونکي بله خوشبختي دا ده چې استاد معصوم هوتک یې د سریزې، مقابلې، حاشیې او تصحیح چارې په غاړه اخیستې دي. معصوم هوتک د استاد زلمي هیواد مل او استاد کامل مومند غوندې په هغو محدودو کسانو کې  دی چې لوستونکی یې ترتیب کړی متن په ډاډ سره لوستلای شي.

 د دُرِ مکنون جملې روانې او واضحې دي او اطناب پکې بېخي نشته. د ژباړې دغه څو جملې چې لاندې یې لولئ، د ټول کتاب د نثر یو مثال وګڼئ:

 « د قوم د اشرافو دلجویي به یې کوله. اهل فضل به یې خوښ وو. هر چا ته به یې تندی روڼ و. د عذر راوړونکي عذر به یې قبلاوه. په حق او رښتیا ویلو کې ورته زور او کمزوری یو شان و. څوک به یې په تګ کې خپلې شاته نه پریښود او دا به یې فرمایل چې ځما شا فرښتو ته پریږدئ. او په سورلي کې به یې څوک پلی له ځان سره نه پریښود. له ځان سره به یې سور کړ او که هغه به نه سورېده نو به یې ورته وفرمایل چې د خپل مطلب ځای ته له مانه وړاندې لاړ شه.»

  ما چې د میلاد النبي (ص) په مناسبت تر اکثرو ویناوو دُرِمکنون بهتره وباله، یوه وجه یې دا وه چې په ویناوو کې د رسول الله مبارک په اخلاقي فضایلو باندې هغومره خبرې ونه شوې لکه څومره چې ټولنه ورته اړتیا لري.

  د ښې وینا یوه لویه ځانګړنه دا ده چې اورېدونکی د داسې څه کولو ته هڅوي چې د هغه په وس کې وي. ښه ویناوال دغه«څه» اورېدونکي ته واضح کوي او پوهوي یې چې که دې عمل ورباندې وکړ نو ستا یا ټولنې دا، دا نیمګړتیاوې به غوڅې شي.

 زموږ په ټولنه کې چې د څو لسیزو پرله پسې جګړو په وجه اخلاقي زوال راغلی دی او ځینې کسان ان د بل انسان په وژلو فخر کوي، له نورو ژویو سره د نرم چلند خبره ممکن په مشکله واورېدل شي خو که د رسول الله مبارک په سیرت کې یې ولولي نو ګوندې اثر ورباندې وکړي. په درمکنون کې لولو:« د خدای تعالی په پیداوښت باندې ډیر مهربانه و. تر دې حده پورې چې د اوبو لوښی به یې د پیشو د پاره کوږ کړ او تر هغه پورې به یې کوږ نیولی و چې پیشو به په اوبو مَړَه شوه.»

   هره ټولنه خپل مشکلات لري. ښه لیکوال یا ښه ویناوال دغه مشکلات نه هېروي او مخاطب ته  هغه څه وړاندې کوي چې د مشکلاتو په حل کې یې پکارېږي. په یو بل وخت یا بله ټولنه کې ممکن مشکلات نور وي او د بل وخت یا بلې ټولنې تکړه لیکوال او ویناوال به مخاطب ته نور مواد انتخابوي.

  موږ له اوږدې مودې راهیسې د ښوونځيو پښتو او دري کتابونه په حمد او نعت پیلوو. دغه حمد او نعت منظوم او ډیر ځله د تېرو پیړیو د شاعرانو له دیوانونو څخه انتخاب شوي وي چې کله نا کله خو ښوونکي هم سم نه ورباندې پوهېږي. زما په ګومان تر اکثرو هغو نعتونو چې د مکتب په کتابونو کې یې لولو، د سیرت د کتابونو مطالب ، د پیغمبر ( ص) په اړه زده کوونکو ته ډیر څه وزده کولای شي. د سیرت په کتابونو کې د پیغمبر( ص) د ژوند ګڼ حکایتونه او تصویرونه مخاطبانو ته د ښه او اخلاقي چلند مستقیم پیغامونه لري. په دُرِ مکنون کې راغلي دي:« حضرت صلي الله علیه و سلم په یو سفر کې و. امر یې وکړ چې مږ دې پوخ کړی شي. له یارانو نه یوه وویل چې حلالول یې پر ما دي. بل وویل چې پوستول یې پر ما دي او بل وویل چې پخول یې پر ما. حضرت(ص) وفرمایل چې خشاک راوړل یې پر ما دي. یارانو عرض وکړ چې دا کار هم پر مونږ دی. حضرت(ص) وویل چې زه پوهېږم چې تاسو به دا کار وکړئ خو ځما دا خوښه نه ده چې ځان له تاسو نه غوره وبولم او تاسو نه ځان لوی وشمارم، ځکه چې دا خوی له خپله بنده نه خدای تعالی مکروه ګڼي. دا یې وویل او پورته شه خشاک یې ټول کړ، رایې ووړ.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب