پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهپه (شعرستان) کې دېوان/ اجمل ښکلى

په (شعرستان) کې دېوان/ اجمل ښکلى

زه لومړى پر (شعرستان) کلي خبرې کوم، بيا يې ځينې جزئي خبرې رااخلم.

پر (شعرستان) له صحافت نه نيولې تر منځپانګې پوري دروند ايرانى سيورى خپور دى؛ خو دا سيورى د اوړي لمر ځپلي هر ستړي لاوري ته زبردست دمه ځى دى.

سريزه راته د کتاب په اړه ډېرې خبرې لري؛ خو د ليکوال دا خبره: “… زه نه د ادبياتو متخصص يم او نه استاد، بس هسې د شوق او ذوق له مخې شوې هڅه ده” په ۱۱م مخ کې دا خبره بيا لولو: “وروستۍ خبره دا چې زه يو ځل بيا اعتراف کوم، چې ممکن په دې کتاب کې راغلي مسايل هغسې نه وي لکه ما چې ګڼلي دي، ځکه چې زما خبرې، په هر صورت د استاد زيار خبره، د يوه څانګوال خبرې (نه) دي؛ د ژبې او ادب خير په دې کې دى، چې دا کتاب بحثونه راوپاروي او که په کوم ځاى کې زما پښه ښويېدلې وي، د ادبياتو څانګوال استادان او دقيق لوستونکي مې لاس ونيسي او اصلاح مې کړي.”

زه فکر کوم، د داسې يوه غنميت اثر په اړه له انکسار يا له بلې هرې موخې ډکېدا ډول خبرې لوستونکى تلولى کوي، چې دا اثر په لوستو ارزي کنه. ليکوال خواري کړې او خپله خواري دې داسې په اوبو نه لاهو کوي.

په سريزه کې د (څانګوال) او د (ادبياتو متخصص) نومونه راته د ليکوال د نيت په اړه دوه تصوره راکوي. يو دا چې ليکوال ځان له نقده بچ کوي او ځان يو ډول ملامته ګڼي،چې دا ګنې زما کار نه و؛ خو بس هسې له خپل ذوقه مجبور وم يا دا چې څانګوال يې ننګول، چې زه څانګوال نه يم؛ خو بيا هم داسې کار کولى شم.

په دواړه صورتونو کې قباحت دى. دا سمه ده، چې موږ له علمي مرکزونو د علم د خپراوي توقع لرو؛ خو دا سمه نه ده، چې له بل ځايه دې علم نه خپرېږي. ليکوال په فرهنګ کې يوه زياتونه کړې او د دې لپاره زه فکر کوم، چې د چا لېسنس ته اړتيا نشته.

په سريزه کې ليکوال وايي، چې “…خو هغه څه چې زما په دې کتاب کې زما په نظر نوي دي، د شعر د جوړښت په اړه سيستماتيک بحث دى….” دا بېله خبره ده، چې پر ټول کتاب او په تېره پر سريزه د ليکوال د ځانمينتوب(نرګسيت) يوه مهينه پرده غوړېدلې، چې راته وايي، چې ليکوال د خپل کار او خپلې وړتيا له اهميته ناخبره نه دى او دا که په خپل کنټرول کې پاتې واى؛ نو مثبت دى، ځکه دا د انسان فطرت دى؛ خو پوښتنه دا ده، چې دا کار څومره سيستماتيک دى؟

پخوا بلاغي علومو شاعري د معاني، بيان، قافيې، عروضو او بديع په چوکاټ کې مطالعه کوله. مطلب پخوا هم يو سيستم موجود و؛ خو د وخت په تېرېدو سره او بيا د نولسمې او شلمې پېړۍ په لومړيو کې د فورماليستانو او رغښتوالو نويو نظريو او د شلمې پېړۍ په دويمه نيمه کې د پوسټ ماډرنيزم افکارو د نور فرهنګ غوندې ادبي نظريات هم ولړزول او دا اغېز د پارسي له لارې موږ ته هم راغى. نوې شاعرۍ ته زړو بلاغي علومو ځواب نه شو ويلى. اوس شعر موزون کلام نه و، بلکې شعر هغه پېچلى کلام شو، چې د ارواپوهنې او نورو علومو په مرسته ورته د تخيل، تفکر، عاطفې، موسيقۍ او له دې لارې د سېمبول، پرسونفکېشن، حس اميزۍ او تصوير غوندې نوي مفاهيم راغلل.

(شعرستان) د زړو بلاغې علومو پرخلاف د شعر همدغو نويو کشف شويو ارکانو ته ځواب وايي او که له دې زاويې نه ورته وګورو؛ نو د نوې شعرپوهنې پر لور لوى ګام دى؛ خو لا ګام نيم نور هم پکار دى، چې زه فکر کوم، ليکوال به يې په راتلونکو ايډيشنو کې واخلي.

د زړو بلاغي علومو له سيسټمه هم استفاده شوې ده او ليکوال چورلټ هر څه رد کړي نه دي؛ خو د زړو بلاغي علومو، په تېره د بديع ځينو نورو صنعتونو ته هم اړتيا وه، چې د دې نوي سيستم په لړ کې پېيل شوي واى. له زاړه سيستمه رااخيستې ځينې صنعتونه بايد نقد شوي واى، مثلا: تجنيس له خپلو ټولو ډولونو سره منل شوى دى، خو موږ پوهېږو، چې تجنيس د موسيقۍ په رامنځته کولو کې لاس لري، نو موسيقي د تجينس له سادوالي او مرکبوالي يا داسې نورو ډولو سره اړيکه نه لري، بلکې يواځې دوه ډوله يې بسنه کوي، چې هغه بشپړ او نيمګړى تجنيس دى.

د بلاغي علومو په ډي کنسټرکټ کېدو[1](ورانېدو) سره ادبي تيوري له دې ننګونې سره مخ شوه، چې د معاني، بيان او بديع مباحث څنګه مطالعه کړي، ځکه چې په نوې ادبي تيورۍ کې دا مباحث له انتشار سره مخ وو. ادبي تيورۍ په زړو بديعي مباحثو کې لاس وواهه.ناچلنده يې وغورځول او مهم يې نور هم برجسته کړل او د شعر د تيورۍ په نامه يې په يوه تار کې سره وپېيل؛ خو دا ځل دا تيوري هغومره ساده او مجمله نه وه، بلکې د ارواپوهنې، تاريخ، مذهب، فلسفې او ساينس په ګډون ورته له شعر سره تړلي نور مباحث هم راننوتل، ځکه چې له دې پرته د شعر د تيورۍ تشريح نيمګړې وه. انيميسم د مذهب بحث دى؛ خو له دې پرته د تشخيص ارزښت نه معلومېده. عاطفه د ارواپوهنې خبره ده؛ خو له عاطفې پرته د شعر ماهيت له پوښتنې سره مخ و او همداسې د سېمبول او اسطورې په ګډون د نوې ادبي تيورۍ نور مباحث هم درواخله.

پر دې بنسټ د شعر دا نوې تيوري تر تېر هغه ډېره ژوره؛ خو پېچلې شوه، ځکه د پخوا غوندې سوچه ادبي پاتې نه شوه او دا يوه اړتيا هم وه.

زه فکر کوم، چې (شعرستان) د زړو بديعي علومو وړ ځايناستى دى؛ خو که د زړو بلاغي علومو نور اړين مباحث هم ورته راننوځي او دا اثر نور هم پراخه او سيستاتيک شي؛ نو بيا به د بيان او بديع د کتابونو چاپ ته چندان اړتيا پاتې نه شي. خداى دې وکړي، په راتلونکي خپراوي کې ليکوال دا اړتيا جدي وګڼي.

(شعرستان) يواځې تيوريک بحثونه نه دي، بلکې لوستونکي ته د پېچلو شعرونو په سپړنه د نقد، په تېره د سپړيزې(تشريحي) کره کتنې وړتيا هم ورکوي، چې د کومو معيارونو له مخې يو شعر وشني. البته په ځينو ځايونو کې داسې فکر کوو، چې ليکوال لوستونکي ته د بېسواده په سترګه ګوري. ښه به دا واى، چې له نااړينو تشريحاتو ډډه شوې واى او دې کار به د دې کتاب په انسجام کې رغنده نقش لوبولى واى.

پر نقد سربېره د (شعرستان) مباحث په مجموعي بڼه د يوه ستر شاعر تصور راکوي او زموږ له شاعرانو سره په سترېدو کې مرسته کوي، ځکه يواځې د بېلګو په وړاندې کولو او د ادبي ژبه په کارونې نه، بلکې پخپله دا مباحث هم د لوستونکي شاعرانه ذوق روزي او په خاتمه يې لوستونکي ته اندازه کېږي، چې څومرهم مثبت بدلون پکې راغلى دى. د سترېدو دا هيله يواځې د شاعر په توګه نه، د يوه مفکر په توګه هم له دې کتابه کېداى شي، ځکه دا کتاب راته له شعره هاخوا د ژوند په اړه هم ډېرې خبرې لري، چې له شاعر سره د فکر په لويوالي کې مرسته کوي.

تر خوندورې ادبې ژبې-چې د لوستونکي هنري تنده خړوبوي- ما ته د (شعرستان) منځپانګه مهمه ده، ځکه نو زه اوس د جزئياتو په بڼه خپل بحث غځوم:

په کتاب کې د بېلګو تکرار راته د يوه انسجام فکر راکوي، چې په يوه شعر کې دا ټول شيان په مجموعي بڼه هم موندل کېداى شي؛ خو ډېر تکرار لوستونکى زړه خوړينى کوي او دا تصور ورکوي، چې ليکوال د بېلګو په پيدا کولو کې راستي نه ده کړې. ځينې مباحث هم څه نا څه تکرار شوي؛ خو دا تکرار مثبت دى، ځکه لوستونکي ته پخواني بحثونه وريادوي؛ خو د بېلګو ډېر تکرار کله ناکله لوستونکى سربداله کوي.

ځينې څپرکي په پاى کې د تدريسي کتاب غوندې لنډيز او مهم توکي هم لري. ښه به دا واى، چې دا په خپل ځاى راغلي واى، چې په دې توګه د تکرار مخنيوى شوى واى او که واى، نو چې بيا په ټولو مباحثو کې په پام کې نيول شوىواى، چې د کتاب نظم ورسره جوړ شوى واى. اوس لوستونکى داسې فکر کوي، چې دا وخت نا وخت ليکل شوې مقالې دي، چې د يوه منظم کتاب په توګه يې بايد بڼه اوس سره برابره شوې واى.

د سېمبول په اړه د (شعرستان) مباحث مو تناقض ته متوجه کوي. مثلا: په ۱۷۷مخ کې ويل شوي، چې سېمبول”…يواځې د شباهت پر اساس نه رامنځته کېږي”. دا خبره په ۱۵۵مخ کې هم تکراروي،چې: “په سېمبول کې د دال او مدلول ترمنځ قرارداد نوى وي، ممکن تشبيهي وي او يا نه”؛ خو ليکوال پر سېمبول د تشبيه و استعاره په مجاورت کې بحث کوي او د استعارې او سېمبول توپير دا ګڼي، چې په استعاره کې صارفه قرينه موجوده وي؛ خو په سېمبول کې نه وي. ادبي سېمبولونه له تشبيهي چاپېريال پرته نه پايي.سېمبول له خپل مدلول سره تشبيهي اړيکه لري او که دا آړيکه نه وي، ښايي هغه به کنايه وي، ځکه چې سېمبول که له خپل مدلول سره تشبيهي اړيکه هم ونه لري؛ نو لوستونکى به څنګه پوه شي، چې دا سېمبول دى.ناشعريسېمبولونه ښايي له خپل مدلول سره د ژبې د کلمو غوندې محض اړيکه ولري.

چې د لوستونکي د پوهېدو خبره راغله؛ نو بايد داسې ذهني قرينه شته وي، چې لوستونکي په دې پوه شي، چې دا کلمه يا کلمې د سېمبول په توګه کارېدلې دي، ګنې په ۴۱م مخ کې راغلې دا جمله (احمده! څراغ ولګوه، مېلمستون ته مېلمانه راروان دي” به هم سېمبوليک پوښ واغوندي، چې ليکوال په ناپامۍ کې يواځې د منثورتوب له امله عادي خبري متن ګڼلې ده.

د دې ذهني قرينې په اړه راته ليکوال بيا بيا وايي، چې سېمبول يواځې په متن کې مانا لري. مثلا: په ۱۷۷مخ کې: “(]سېمبول[ د متن په داخل کې هويت لري) خو په نورو ځايونو کې د ۱۷۵مخ دا خبره په بېلابېلو بڼو تکرار شوې: “…خو د سېمبول د تحليل لپاره اړ يو، چې د شاعر د اروا او افکارو جهان راوسپړو…خو د سېمبول تحليل تر استعارې پېچلى دى او بايده دي، چې د سېمبول پنځوونکي له فکري او روحي نړۍ سره آشنايي ولرو.” موږ پوهېږو، چې د شاعر فکر له موجود متنه بهر دى يا به ووايم، چې د موجود متن بهرنى اړخ دى. دې خبري لږ نور دقت ته اړتيا لرله، ځکه سېمبول له متن بهر که مانا نه لري؛ نو د متن په داخل کې هم د هغو عناصرو په مټ سېمبوليکه مانا ترلاسه کوي، چي له متنه بهر دي. متن د متکلم او مخاطب ترمنځ اړيکه ده او پر دې اړيکه باندې د پوهېدو لپاره د متکلم او مخاطب دواړو ذهني نړۍ اغېز ښندي او د دې دواړو ذهني نړۍ د دوى د ګډ فرهنګ ورکړه ده؛ نو که فرهنګ لوى متن وګڼو، ويلى شو، چې د سېمبولمانا له متنه بهر په فرهنګ کې موجوده ده. پخپله د شاعر د شاعرۍ او فکر سابقه هم راسره د سېمبولونو په شننه کې مرسته کوي. د غني او دروېش يا کاروان سېمبولونه د دوى د فکر و شاعرۍ په تناظر کې سپړلى شو. پسرغښتواله د يوه متن د تحليل لپاره فرهنګ په مهممو معيارونو کې شمېري. د سترو شاعرانو سېمبولونه د يوه فرهنګ په رڼا کې معلومولى شو. په دې کار کې راسره اسطورې او تاريخ هم مرسته کوي، نو څنګه ويلى شو، چې سېمبول له متنه بهر مانا نه لري. اصلا: په متن کې داسې کومه لفظي قرينه نه وي، بلکې موږ د عمودي قرينې يا د خپل فرهنګ په رڼا کې يوه دال ته سېمبول ويلى شو او دا راته وايي، چې متن له فرهنګ بهر هېڅ مانا نه لري، بلکې متن د فرهنګ د لانګ(ناحضوري)، پارول(حضوري) برخه ده.

سېمبوليک آثار د همدغه ګډ فرهنګ پر بنسټ “د سنتي او رومانتيکو هغو پرخلاف احساسات توصيفوي او انتقالوي نه، بلکې د لوستونکي په درون کې د احساساتو پټ بالقوه سمندر بالفعل او څپاند حالت ته اړوي.”(۱۶۸مخ)، ځکه چې دلته دال پخپله په مدلول اوړي، چي هر لوستونکى ترې د خپلو تمايلاتو په رڼا کې مانا اخلي. د ليکوال په اند په استعاره کې چې صارفه قرينه وي: “د استعارې له لارې يوه منزل ته رسېدلاى شو، چې مشبه ده اما د سېمبول له لارې د خپل دروني کيفيت په خوښه هرځاى خپل دمه ځاى ټاکلى شو”(۱۷۵-۱۷۶). په سېمبوليک متن کې لوستونکى فعاله ونډه اخلي او همدا هغه متن دى، چې د (پر لوستونکي ولاړه کره کتنه) ترې شاعر نفي کوي[2]؛ خو د دې مطلب دا نه دى، چې په استعاره او د بيان په نورو اشکالو کې دې د لوستونکي نقش منفعل او د شاعر فعال وي. (شعرستان) راته هر ځاى دا تاثر راکوي، چې بايد له استعارې همغه مانا واخلو، چې شاعر يې راته وايي؛ خو پر لوستونکي ولاړه کره کتنه، چي د فورماليستانو او د ټي ايس ايليټ په ګډون د رولان بارت د (پنځګر مړ شو) له اغېزه بې برخې نه ده، همدا وايي، چې د هر مجازي کلام مانا د هر لوستونکي لپاره بېله وي. له شاعر سره مانا وي؛ خو يواځې يوه، ځکه له هر لوستونکي سره دادبي متن د مانا خپله کونجي وي. دا سمه ده، چې د نولسمې پېړۍ په وروستو او د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمه کې د ټي ايس ايلټ تر وختونو د سېمبوليزم څپې د اروپا ادبي فضا ونيوله؛ خو د دې مطلب دا نه و، چې ګنې ټول ادبيات له يوه سره سېمبوليک شول. خبره ټوله په مانا کې ده. که مانا د لوستونکي او د متن ترمنځ اړيکې ته وايي، چې په دې اړيکه کې د لوستونکي خواهشات، تجربه او ذوق مهم رول لوبوي؛ نو بيا ويلى شو، چې له استعارې نه د يوې ثابتې مانا اخيستلو خبره لږ دقت غواړي، بلکې هره مستعاره کلمه د هر لوستونکي لپاره همداسې بېل تاثر لري، ځکه نو زه فکر کوم، چې لږ نور دقت هم پکار دى؛ نو د کتاب په متن کې د عين القضات راغلې دا خبره د هر ادبي کلام په اړه سمه برېښي: “اى ځوانه! دا شعرونه هېندارې وګڼه، پوهېږې، چې د هېندارې خپل شکل نه وي، خو څوک چې پکې وګوري، د هغه شکل ورښيي.”(۱۶۰مخ)

د سېمبول په لړ کې يو بل تناقض هم دى. په ۱۶۲مخ کې لولو: “د سېمبولونو همدا جاري او هره معنا قبلوونکى خاصيت، سېمبولونه له مرګه ژغوري. حال دا چې تشبيهات او استعارې د تکرار له امله مري، د کاروان صاحب خبره: مړه شي، مړه شي د تکرار له درده توري.” په ۱۷۶ مخ کې لولو: د سېمبول او استعارې ترمنځ متقابل اړيکي موجود دي. استعاره د ډېر تکرار له امله په سېمبول بدلېږي، لکه په عرفاني شعر کې چې سره سيلۍ، سور سيلاب او سور توپان سېمبولونه شول. همدارنګه سېمبول د ډېر تکرار له امله په يوه عادي استعاره بدلېږي، ځکه چې د تصوير او ايډيا اړيکه په قراردادي اړيکه بدلېږي، لکه کوتره او تله چې د سولې او عدالت سېمبولونه دي.” او بالاخره په ۱۷۷مخ کې لولو:”(سېمبول) په تکرار سره لا ژورېږي.”

له لوستونکي نه لار ورکه شي، چې د سېمبول تکرار ښه دى که نه دى. سېمبول چې د فرهنګ په قرينه کې مانا اخلي؛ نو د نورو ادبي توکيو غوندې د ډېر تکرار تاب نه لري او چې ډېر تکرار شي، په ساين يا نښه اوړي، چې بيا يې مانا دومره سطحي شي، چې په ادبي سېمبولونو کې نه شمېرل کېږي. که يو سولېدلىسېمبول يو شاعر په بدله مانا وکاروي؛ نو سېمبول د بلې مانا جامه واغوسته، چې نور نو هغه سېمبول نه دى پاتې. مثلا: غر يوه شاعر د ستروالي لپاره وکاراوه او بل يې تشبيهي اړيکه نوې کړه او د کلکوالي په منفي مانا يې وکاراوه؛ نو دا نوىسېمبول دى. همداسې اور او… هم درواخلئ.

ليکوال پر عاطفه هم خوندورې خبري کړې دي. د کتاب په ۳۱۴ او ۳۱۵ مخ کې عاطفه د انسان د ذهن ټول طبيعي غبرګونونه ګڼل شوي دي؛ خو وروسته د کاروان او دروېش په شاعرۍ کې يواځې غم د عاطفې معيار ګڼل شوى. د دروېش دا بيت:

زړه مې درد کوي، له زړه ورپسې ژاړم

دوښمنان هم چې وي مړه، ورپسې ژاړم

تر دې بيته:

په سبب دې د سرو شونډو سا وږمه شوه

د دې ګل په خوشبويۍ هوا وږمه شوه

ډېر عاطفي ګڼل شوى؛ خو موږ پوهېږو، چې په دې بيتونو کې د عاطفې کچه نه، ډول توپير لري. په دويم بيت کې تحير او له سروره ډک غبرګون وينو، چې زما په اند تر لومړي پکې عاطفه ډېره ده؛ خو د شعر د عاطفې په اړه پرېکړه هر لوستونکى د خپلو تمايلاتو پر بنسټ کوي او دا راته د (پر لوستونکي ولاړه کره کتنې) خبره رښتيا ثابتوي.

ليکوال راته په شاعرۍ کې د عاطفې د شتون او نشت خبره کوي؛ خو له شعره بهر آن په ژبه کې هم هره کلمه عاطفي بنسټ لري، ځکه موږ له خپل طبيعت سره پر اړتيايي هغې سربېره عاطفي اړيکه هم لرو او هغه ونه چې زموږ په ژبه کې ده، راته تر هغې ونې لا عاطفي ده، چې په طبيعت کې ده. دا خبره ليکوال هم مني؛ نو پر دې بنسټ دا خو ويلى شو، چې په دې شعر کې عاطفه ډېره يا کمه ده او دا به هم زموږ نظر وي؛ خو دا نه شو ويلى، چې په دې شعر کې عاطفه نشته. هغه بيتونه چې ليکوال ته عاطفي نه دي ښکاره شوي، ښايي، لوستونکو ته عاطفي ښکاره شي.د دروېش لومړى بيت ما ته سوچه عاطفه ښکاري؛ خو په دويم بيت کې عاطفه له شاعرانه تاثر سره مزج شوې ده، ځکه نو دا عاطفه غوره ښکاري، ځکه چې په شعر کې سوچه وير عاطفه نه ده.

پر شخصي، ټولنيزو(ښايي، قومي وي) او بشري باندې د عواطفو وېش هم دقيق نه برېښي، ځکه د (زه) يا (قوم) په يادولو عواطف له انسانيته نه وځي. هغه عواطف چې موږ ته شخصي ښکاري يا شخصي رومانټيک عواطف پر هر چا اغېز ښندي او همداسې قومي عواطف، بشري عواطف دي، چې په يوه ټاکلې جغرافيه کې پر اوسېدونکو خلکو ژور اغېز ښندي، ځکه نو د ليکوال ياد کړي شخصي او ټولنيز عواطف همدا بشري عواطف دي، ځکه چې د بشر له فطرته پيدا دي او که د ټي ايس ايليټ په نظر فرديت د ټولنيزتوب د سکې بل مخ وګڼو؛ نو د فردي عواطفو په نامه څه نشته. د خوشال په لاندې دواړو بيتونو کې (زه) ياد شوى؛ خو لومړى بيت يې چې موږ ته د ده فرديت ښيي، هم په اصل کې يوه بشري فطرت ته اشاره ده:

ګرم خو نه يم، چې له درده سره ښورم

نور به ډکې پيالې اخلي، زه به ګورم

بل بيت:

خلک دې بد کا، زه به ښه کړم

زه خوشال يم، زما دا زده

رخه د انسان فطرت دى او په شعر کې د رخې د استعمال کږل د هنر د ازاد اظهار مخنيوى دى، ځکه هنر تر سترولو انساني فطرت ته ډېر ژمن دى. په تېره اوسني ادبيات خو د انسان د ژوند ډېرو عادي شېبو ته هم ځواب وايي.

زه فکر کوم، چې ليکوال د عاطفې په بحث کې ستونزو او خواهشاتو ته اشاره کول غواړي، چې ستره شاعري هغه ده، چې د فردي او ټولنيزو ستونزو پر ځاى بشري ستونزو او خواهشاتو ته ځواب ووايي، چې کلاسيک حيثيت ترلاسه کړي.هغه شاعري چې موږ ته د بشر د خواهشاتو استازې ښکاري، هم په خپل پېچ و خم کې فردې تمايلات نغاړي.

څرنګه چې د يوه بيت د عاطفې په اړه پرېکړه د هر لوستونکي د خپلې عاطفې له زاويې نه وي او يو بيت يوه ته عاطفي وي، بل ته نه، نو په دې کې حالت هم اغېز لري. ښايي، يو بيت راته يو وخت ډېر عاطفي ارزښت ولري، بل وخت راته تشه لفاظي وبرېښي.

که د شعر عاطفه د هر لوستونکي لپاره بېله وي او لوستونکي د وضعيت له مخې اوړي او بيا مانا د همدغې خوځنده عاطفې او فکر له امتزاجه زېږېدلى تاثر وي؛ نو بيا خو سېمبوليک څه چې، استعاري او تشبيهي متن هم د هر لوستونکي لپاره بېله مانا لري.

(شعرستان) د فکر په اړه زبردستې خبرې لري، چې له موږ سره د شعر د خيال، عاطفې او فکر په بېلولو کې مرسته کوي. د ليکوال خبره، شاعرراسره د ژوند او طبيعت په اړه خپل برداشت شريکوي؛ خو دا برداشت “يواځې هغه مهال ارزښت لري، چې له عاطفې سره يوځاى بيان شي، ګنې وچ فکرونه او اخلاقي فرامين که په شعر کې بيان هم شي، شعر نه ترې جوړېږي.”(۳۴۰مخ). د دې مانا همدا ده، چې مانا د فکر و عاطفې له امتزاجه پيدا کېږي.

اوس به د (شعرستان) ځينو معلوماتي تېروتنو ته هم تم شو:

د (شعر ژبه) کې په ۳۷۶م مخ کې يې د ياکوبسن په حاضر محور کې د لاسوهنې له مخې د خوشال په لاندې بيت:

سر تر پايه آراسته شي په څو رنګه

په ليدلو ښاپېرۍ ده، نه سړۍ

کې (سړۍ) له عادي ژبې شاعرانه انحراف بللى دى؛ خو په هغه وخت کې (سړۍ) په عامه يا عادي ژبه کې ښځې ته ويل کېده، چې اوس يې دا ډول کارونه له منځه تللي ده. د خوشال په نورو شعرونو کې هم د سړۍ کلمه وينو:

چې دا هسې ښېوګره ځنې زووې

سړۍ نه وه، ښاپېرۍ وه ستا ادکه

نو دا انحراف نه دى، بلکې د عادي ژبې تتبع ده. همداسې د سعود په شعر کې (وېشه) هم په پېښورۍ لهجه کې عام وارينټ دى. پر دې سربېره د (ورپسې) او (پسرلي) دوه څپيزتوب د پسرلي صاحب د شاعرۍ په غير عادي کولو کې نقش نه لري.

په ۳۸۹مخ کې (مين تخيل) ته د ځينو پارسي کره کتونکو پرخلاف د صفتي ترکيبونو پر ځاى پرسونيفيکېشن ويل شوى؛ خو (مين تخيل) په ورته وخت کې صفتي ترکيب او تشخيص دى، ځکه د صفتوالي خبره ژبنۍ ده او د تشخيص هغه شعري. پر دې بنسټ تر دې مخکې چې د صفتي ترکبيونو کوم بحث راغلى، هلته هم د (شينکي توتي) او (سپينو واورو) راغلي توصيفي ترکيبونه عادي ژبني ترکيبونه دي.

په ۴۱۶مخ کې ګومان کوم د پارسي په تقليد د پښتو واولونه ناسم راغلي، ځکه لنډ واو(u) او زوروکى نشته او پر ځاى يې پېښ راغلى، چې پښتو يې نه لري. دلته د پښتو د واولونو شمېر شپږ ښودل شوى؛ خو په پښتو کې اووه خپلواکغږونه دي.

وزن د ټاکلو فشارونو پر بنسټ د رامنځته شويو آهنګونو ټولګې ته وايي؛ خو دا شعري آهنګونه له ژبنيو آهنګونو سره توپير لري، چې له ليکوال نه غلط شوي. په پښتو کې د وزنونو ترمنځ توپير تر فشار وروسته د همدغو آهنګونو له مخې کېږي. فشار راته وزن و بې وزني ښيي او آهنګ راته د بېلابېلو وزنونو توپير. په ۴۲۶مخ کې لولو: “يو شعر يا مسره له يوه وزنه بل وزن يا آهنګ ته هغه مهال اوړي، چي په رکنونو کې د خجنو سيلابونو موقعيتونه بدل او رابدل کړو.” له دې خبرې نه دا استنباط کوو، چې ليکوال د بېلابېلو وزنونو ترمنځ د توپير يواځنى معيار فشار ګڼي؛ خو داسې ډېر شعرونه لرو، چې د څپو او خج يا فشار له مخې سره يو شان دي؛ خو وزنونه يې بيا هم مختلف دي او دا راته وايي، چې د يو ډول فشار خاوند رکنونه د خپلو ژبنيو ځانګړنو له مخې بېلابېل آهنګونه توليدوي او له دې لارې بېل وزن لري، ځکه نو ويلى شو، چې له يوه فشاره څو ډوله شعري آهنګونه پيدا کېږي. که داسې نه واى؛ نو په پښتو کې به د سلګونو پر ځاى يواځې څلور وزنه واى.

۴۴۶مخ کې د مصنوعي قافيې په نامه د زړې قافيه پوهنې بحث وينو، چې که له خانان، وران، شهيدان او جنتيان نه د (آن) د جمعې روستاړى لرې کړې، خان، وران، شهيد او جنتي پاتېږي، چې اصلا همقافيه نه دي؛ خو د نوې ژبپوهنې پر بنسټ روستاړي د اشتقاقي کلمې نه بېلېدونکي برخې دي او د تکرارېدونکو دورانونو په اورېدو د اورېدونکي پام د دې روستاړو تر شا ناهمرنګۍ ته نه اوړي، نو زما په اند دا خبره دقيقه نه ده.

د شعر د داخلي شکل په اړه بحث خوندور دى؛ خو ليکوال د شعر له عمودي محوره د داخلي شکل په بېلولو کې څه نا څه تلولى ښکاري. زه فکر کوم، د شعر داخلي شکل د همدغو عمودي محورونو مجموعه ده، چې د شعر د افقي محور تر شا موجود دى.

له ۳۵۷ نه تر ۳۵۸مخه پورې د (نوي شاعران) او (ځينې دوستان) په نامه د شفيعي کدکني په سټايل يو بې مهاره نقد يا ښه ووايم ستوغه نيوکه يا خندنۍ شوې دي، چې د دې کتاب له سترې خولې يې د اورېدو توقع نه لرو، ځکه مواجه کېدل ښه کار نه دى. پر دې ټول کتاب د درانه نقد سيورى خپور دى، ځکه نو مواجه کېدل يا ستوغه خبره خلک راپارولى شي؛ خو سمولى يې نه شي.

شعرستان په داسې علمي ژبه ليکل شوى، چې خبرې راايستل پکې سخت کار دى. دا يې ښېګڼه ده، چې د خبرو لپاره پوخ استدلال کوي.

شعرستان د شعر د معاصرۍ تيورۍ کلاسيک اثر دى، چې ډېر نوي بحثونه يې په خپله ګلورينه ځولۍ کې رااخيستي او ډېر دقيق يې څېړلي دي. زه يې د ستاينې وړ الفاظ نه لرم.

دا د خداى مهرباني ده، چې د ډاکټر درمل غوندې سترګور ليکوال يې پر پښتو لورولى دى. هيله ده، چې د شعرستان حدود به نور هم پراخه او دا سلطنت به لا پياوړى کړي. پښتو ادب ته ترې د نورو داسې معياري کارونو هيله لرو.

[1] ډي کنسټرکشن په پوسټ ماډړنيزم کې د ژاک درېدا تيوري ده، چې پر بنسټ يې پخوانى فرهنګه بې مرکزه (Decentralize) شو. د رنسانس په لومړيو کې چې هيومانزيم د خداى پر ځاى انسان د کايناتو مرکز وګاڼه او بېلابېلو فلسفو، ساينس او هنرونو پر انسان بحث وکړ؛ نو په شلمه پېړۍ کې په فرهنګ کې د انسان دا تسلط ختم شو او انسانپالنه له مرکزه بهر حاشيې ته لاړه. فيمينستانو ته په پخواني مرکز کې موجود دا انسان،سړى ښکاره شو او د سړي د تسلط پر وړاندې يې ليکنۍ او عملي مبارزه وکړه.

[2]ر لوستونکي ولاړه کره کتنه (Reader oriented criticism) د شلمې پېړۍ د اوومې لسيزې په وروستيو کې پيل شوه.

د دې کره کتنې يوه موخه د پنځګر له شخصيته د پنځونې پرېکون او بله موخه د متن د مطلق العنانۍ ختمول وو. د دې کره کتنې جرړې تر رغښتوالې(سټرکچرليزم) پورې رسي. موږ ته پته ده، چې د فرديناند دي سوسور افکارو په شلمه پېړۍ کې له ټولنيزو علومو دوړې وڅنډلې، چې په دې کې ژبپوهنه او ادب تر ټولو مخکې وو.

پر لوستونکي ولاړه کره کتنه متن د رغښت او مانا له پلوه خنثى ګڼي. وايي، چې متن ته مانا او ارزښت لوستونکى ورکوي. له متنه خوند لوستونکى اخلي او که نه يې اخلي هم لوستونکى يې نه اخلي.

د دوى په اند متن ثابت حقيقت نه دى، چې هر وخت دې يوه مانا او يو اغېز ولري. د وولف ګانګ ايزر په اند، مانا داسې يوه پديده نه ده، چې تعريف دې شي، مانا خو اغېز دى، چې تجربه کېږي.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

د ډاکتر درمل لیکنې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب