پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeادبشعرمزامیر/ شاعر: فرید باراني

مزامیر/ شاعر: فرید باراني

عشق دې د ګل په څوکو
پرېولی باد وو د خوشبیو په لمن کې یې زما د مزامیرو نابلده حنجرې ته ورک غږونه له سینا نه راوړل
زه نه موسی وم
نه فرعون شړلی
نه مې تورات پېژانده
نه مې د ستړو بېدیاګانو په ګمنامه سرابونو کې کوم پل درلوده
چې پرې تېره ستا د اغزنو آرمانو سرونه وخوږیږي
شپه وم د باد په مېلمستیا کې مې خمونه د ستړیا وېشله
ورځ وم د عجز قامت مې
ستا د ښایست په تاوده فصل کې غوټۍ ونه کړې
زه نه عیسی وم چې د *کن* په کلمه کې دې راوټوکېږم
او نه احمد وم چې معراج د ښکلې مخ ته درشم
باد وم د اوښکو په خرمن کې مې د ورکو نابلدو لارو نم وېشه
د سوځېدلو اېرو کنده ولم
او د احیاء په تکاول کې مې د هیلو د مسلخ له کړکۍ
د خپل ورک شوي حیرت
ترخې وږمې خوړلې
زه نه د خضر زړه وم
او نه ماهی ومه چې لاره د اوبو پیدا کړم
ستړې د وهم کشاله ومه د درد په فصاحت کې مې رازونه تیت وو
د شک بستر وم په ستومانه په ساړه بلاد کې
د مرګ پاړسوب ومه په خپل وجود کې نه ځایېدم.
اکتوبر ۲۰۱۶، برلین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...