شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهقاب/ لنډه کیسه، عابده سپوږمۍ

قاب/ لنډه کیسه، عابده سپوږمۍ

د المارۍ پر سر ايښي انځور باندې يې له لېرې سترګې خښې کړې وې، زړه يې نه مړېده، وړاندې ورغله د المارۍ پر سر يې لاسونه کېښودل، زنه يې پر لاسونو تکيه کړه، انځور ته ځير شوه، سترګې يې نه رپېدې، ډنډ شوې، اوښکې يې پر لاسونو کنډې، کنډې راتويې شوې، لاسونه يې لرې کړل  پر بکس هوار جاينماز يې راکش کړ، سترګې يې پټې کړې، سږمې يې بکس ته ورنېږدې کړې، څو ځلې يې کش کړې، کش کړې ويې ويل :

“همغه وږم همغه خوشبو لکه نن چې دې کوټې ته راغلي وي، تر اوسه تازه ده…”

بکس يې خلاص کړ په سر کې پلاستيک کې تاو نصواري سرپايى يې له پلاستيکه راووېستې، اول يې پر سترګو وموښلې بيا يې زړه پورې جوختې کړې، په بکس کې په بوغچه (پنډکي) کې تاو يو کميس، يو شال او يو جاينماز يې هم راپورته کړل، دوه درې ګړۍ يې غېږ کې کلک نيولي وه، بېرته يې کېښودل، بکس سر يې بېرته وتاړه، جاينماز يې ښه وڅانډه، بېرته يې پرې واچوه،

د کوټې کونج کې د مېز سر ته ورغله، د اوبو جګ يې را واخيست، پياله يې ډکه کړه اوبه يې په سر واړولې، دويم غروپ کې يې اوبه ستونې کې ونښتې،

څو ځلې په کلکه وټوخېده ويې ويل:

ته وا ادې به ياده کړې يم ؟

پياله يې په ضرپه پر ميز کېښوده له پيالې اوبه والوتې

څکه، څکه د مېز له څنډې ښکته څڅېدلې

ويې ويل:

زما ژوند هم همداسې څاڅکي څاڅکې درپسې څڅېږي

پوره اوه مياشتې، يوويشت ورځې او درې ساعته کېږي چې نه يې راسره، له ځان سره په خندا شوه  ويې ويل: اوه مياشتې نه اوه کاله.

شونډې یې ویړې شوې، دستي یې بیرته ورټولې کړې، ویې ویل….

زما له عمر سره سمه

ميرات شې غمه په خندا د تېرومه

پاى

21/10/2020

ويانا

1 COMMENT

  1. همغه وږه، همغه خوشبو لکه نن چې دې کوټې ته راغلي وي، تر اوسه تازه ده.
    څه عجب تصادف دى، داسې مهال مې ولوسته چې په تهران کې له وطن څخه راوړى د جېب سامان نن راته را ورسېده، د پانتون د دويم کال ځينې نوټونه او خپل د خوښې ځينې بيتونه مې په يوه ورقه لپکلي وو. اخ د وطن بوى مې احساس کړ، هماغه ورځې سترګو ته راته ودرېدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب