پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+په ژوند کې د ادبیاتو رول

په ژوند کې د ادبیاتو رول

جواد محدثي
ژباړن: نوراغا رحماني

د هېڅ ملت ژوند له ادبیاتو بېل نه دی. ادبیات د خلکو او ملتونو په وړاندې د “روح د غذا” او د “ژوند د خوند” په حیث پېژندل کېږي. خلک له پخوا زمانو له ادبیاتو سره اوسېدلي او عادت یې ورسره اخیستی. اوس هم دغه حالت دوام لري.

د ادبیاتو پراخه لمن، شاخونه او پاڼې دومره خپاره دي، چې هر قوم، ملت او هر شخص له خپلو بېلا بېلو فرهنګونو سره یو ډول رانغاړي.
د ملتونو لیکلي فرهنګ(کتابونو)، شعرونو او سرودونو، د اشعارو دېوانونو، متلونو، داستانو او افسانو، نقاشيو، خطاطیو او نورو بېلا بېلو هنرونو ته پام او څېړل، چې په کلام، خبرو او لیکلو پورې تړاو لري، د ادبیاتو خپره لمن څرګندوي او د دې ټولو ادبي ډولونو کشش په مختلفو بشري قومونو کې مشهور دی.

د ادبیاتو د کشش راز

انسانان په ذاتي ډول هنري ښکلا جذبوي. عموماً هنر د ښکلا پېژندنې یو ډول، له ښکلا ګټه اخیستل، د ښکلا را منځته کول او په هنري اثارو کې د ښکلا څرګندول دي. د ښکلا د غوښتنې او خوښونې حس د انسان له ذات سره ګډ او په طبیعیت کې یې اېښودل شوی. لوی خدایﷻ هم د ښکلا او جمال پیدا کوونکی او خوښوونکی دی. «ان الله جمیل یحب الجمال»

خو هنر او ادبیات له جمال سره د فکر، ژوند او فکري اثارو له تړاو څخه پرته بل څه دي؟ او له جمال پرته بل شی د هنر او ادبیاتو د تل پاتې والی او جذابیت راز کېدلای شي؟
ادبیات د ذهني مفاهیمو، دروني احساساتو او بشري فکر په ښکلي ډول بیانول دي؛ په څرګند او مؤثر چوکاټ کې چې ښکلا ولري، تر څو خلک خپل لوري ته جذب کړي او له ژوند سره یې ګډ شي.
له هغه ټولګې څخه چې د ملتونو فرهنګ او بشري ادبیات جوړوي، شعرونه، داستانونه او متلونه دومره لوړ ځای او مقام لري، چې د خلکو له ژونده یې بېلول ناممکن دي. خلک له خپلو ادبیاتو سره ژوند کوي، ادبیاتو یې بیا پر ذهن او ژوند سیوری غوړولی او همدغه دوه اړخیزې اړیکې “انساني ادبیات” را منځته کوي.
که دا ډول ادبي اثار له فکرونو او باورونو سره په تړاو مکتب هم ولري، له ټولو به لوړ وي، ځکه دیني حس او مذهبي عقیدې هغه لوړ عناصر دي، چې خلک یو له بل سره تړي او د انسانانو تر منځ د اړیکو، تړاو او یوالي لامل کېږي.

د پولې هاخوا ادبیات

په نورو ژبو د ادبي اثارو ژباړل، په هغو کې د ځانګړې “روح” او “پیغام” د شتون نښه ده، چې “منځپانګه” یې نور خلک هم له خپل فطرت سره تړلې او اشنا مومي. په ادبیاتو کې دغه پوله او سرحد ماتول د منځپانګې په غنا سربېره د بیان ښکلاییز اړخ هم لري، چې وخت، ځای او هېوادونه شاته پرېږدي او په ټوله نړۍ پورې تړل کېږي، نه په یوه ژبه او هېواد پورې. په همدې دلیل په بېلا بېلو پېړیو کې پایي او په نورو ژبو هم ژباړل کېږي.
د نورو ژبو ډېری ادبي اثار زموږ په ژبه ژباړل شوي او زموږ د ژبې هم ډېر ادبي او تاریخي شعرونه او کیسې په نورو ژبو اوښتي او د ډېری مفکرینو د خوښې وړ ګرځېدلي. دا د خلاق هنر او پیاوړو ادبیاتو د پولې او سرحد ماتولو دلیل دی.

که ځینې د “پولې شعر” عنوان کاروي هم، خو تر څنګ یې په کلام کې بې پولې منځپانګه شته، چې مخاطب یې بشري وجدان او انساني فطرت دي.
زموږ ادبیات باید د بشریت د تړاو له دې زمینې څخه بې پروا او غافله پاتې نه شي او یوازې په داخلي مسائلو پورې محدود نه کړل شي. کله چې ادبیات د خلکو په ژوند کې روان او جاري وي، ولې په ښه ډول ګټه ترې وانه خیستل شي؟ د متعهدو هنرمندانو او لیکوالو دنده دا ده، چې ټولنه له ناوړه باورونو، خرافاتو او بحراني حالته وباسي، انساني ژوند کول ور زده او خپل رسالت په ښه ډول تر سره کړي.

شعر

د ادبیاتو د مختلفو ډولونو په نسبت، شعر ډېر لوستونکي او ویونکي لري. له شعر سره مینه زموږ انسانانو په ذات کې موجوده ده، چې د شعر ستاینه، زده کول، په ورځنیو خبرو او ویناوو کې کارول یې څرګندې نښې دي.
ممکن دغه کشش او جاذبه ډېر لاملونه ولري، چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو:
۱- وزن او اهنګ لري.
۲- لفظي ښکلا، قافیه او سجع لري.
۳- ذوق خړوبوي او د کلام نازکوالی لري.
۴- د منځپانې د غنا تر څنګ لنډ او مختصر وي.
۵- حکمتونه او پندونه رانغاړي.

د شعر وزن او اهنګ دی، چې شعر د بشر له طبعیت سره همغږی کوي او زړه وړونکی کېږي. دغه راز اسانه زده کېدل، په یاد پاتې کېدل او په شعر کې پټ تعبیر یې جاذبه نوره هم زیاته کړې ده. د شتمنې منځپانګې، مانا لرونکي نازکوالي او دقیقې شاعرانه نقطې یې د جذاب کېدلو نور رازونه دي. ایجاز او لنډوالي یې چې غټ مفاهیم او منځپانګه رانغاړي بله د یادولو وړ ځانګړتیا ده.

په شعر کې پټ وعظ، نصېحت او حکمتونه هم د بشر له روح او فطرت سره په تړاو ورکولو کې حیرانوونکی تاثیر لري او د شعر ډېری مینوال په هغو کې پټ بیان د خپل زړه او احساس ترجمان بولي.
په شعر کې هم لفظي ښکلا شته او هم معنوي، چې دغه ښکلا یې د جذابیت یو راز دی. شعر د خلکو په ذهن کې د دلیل د وسیلې په حیث ځای لري، چې ډېری وخت یې د خپل فکر او خبرو د اثبات په منظور د سند په ډول وړاندې کوي. په شعر استناد یو ستره ډالۍ ده، چې شاعران باید ترې غافل نه شي. د شاعرانو کلام سند شمېرل کېږي او شاعران په فکرونو او زړونو یو ډول حکومت کوي؛ بس کله چې یوه وینا په شعر مستنده شي، ملاتړ او رسمیت پیدا کوي او دا یوازې د متعهدو شاعرانو اهمیت ټاکي.
د ځوانانو ډېری برخه شعري ذوق لري. چې دا ذوق د دوی د ژوند، ذهن، فکر او احساس نړۍ ته د ننوتلو لاره ده او له دې لارې له خپلې معنوي نړۍ او ارمانونو سره اشنا کېدلای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب