Homeخبرونهیوې نسبتاً شدیدې زلزلې د افغانستان شمالي ولایتونه ولړزول

یوې نسبتاً شدیدې زلزلې د افغانستان شمالي ولایتونه ولړزول

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۳) یوې نسبتاً زورورې زلزلې، چې د کابل په ګډون په ډېرو سیمو کې احساس شوه، د افغانستان شمالي ولایتونه ولړزول.

د مزارشریف ښاریان وايي، د زلزلې ټکان ډېر شدید و او بېره لري چې تاوانونه به یې اړولي وي.

تراوسه پورې د افغانستان له هیڅ ځایه د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو کوم راپور نه دی ترلاسه شوی ځکه چې لا ډېر وختي دی.

د جرمني د والکانو دیسکوري ویبپاڼې د راپور له مخې، د جرمني د زلزله پېژندنې د ادارې (GFZ) د اټکل له مخې، د دې زلزلې مرکز تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې د بلخ ولالیت بلخ ولسوالۍ ته نژدې و او دذ زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵ اعشاره ۳ و.

د دغه مرکز له لوري د زلزلې وخت د افغانستان د غرمې ۱۱ بجې او ۵۹ دقیقې ښودل شوی دی.

د دې پېښې نور جزییات وروسته همدلته خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...