تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۱۳ مه) د غزني ولایت د والي دفتر نن (چهارشنبې) وویل، چې په دغه ولایت کې د دفاع وزارت د یوه پوځي موټر او یوه مسافروړونکي موټر د ټکر له کبله ۸ تنه مړه شوي دي. دا ترافیکي پېښه نن سهار، د لړم په ۱۳مه، د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې د روضې کوتل په سیمه کې شوې ده.
د پېښې له امله د مسافر وړونکي «وېټز» موټر ټوله اته سپرلۍ، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې شامل وو، د ټکر د شدت له امله مړه شوي دي.
د راپور له مخې، پېښه د دفاع وزارت د یوه درانه پوځي باروړونکي موټر او د مسافر وړونکي موټر د ټکر په نتیجه کې شوې ده.
درانه باروړونکي موټرونه او «انټرنېشنل» ډوله تېلوړونکي ټانکرونه د امریکايي شرکت «نېویسټار» جوړ (ساخت) دي. دغه موټرونه د پخواني افغان حکومت له پرزېدو مخکې د ملي اردو د سمبالولو لپاره پېرل شوي وو، خو اوس د طالبانو د دفاع وزارت د ترانسپورت او اکمالاتو په برخه کې کارول کېږي.
د موټرو بېاحتیاطه او تېز تګ، د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول او د لارو خرابوالی په افغانستان کې د مرګونو ترافیکي پېښو له مهمو لاملونو ګڼل کېږي.
د کابل ـ کندهار لویه لاره، په ځانګړي ډول د غزني د روضې کوتل په سیمه کې، د لارې د سختو لوړو ژورو او خرابوالي له امله د مرګونو ترافیکي پېښې کېږي.