تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۱۳ مه)د امریکا د کانګریس د سنا او استازو جرګو په انتخاباتو کې دیموکرات ګوند اکثریت ترلاسه کړی دی.
په سنا جرګه کې، چې د ټولو چوکیو شمېر یې ۱۰۰ دی، د دیموکرات ګوند د چوکیو شمېر ۵۴ ته رسېدلی خو د جمهوریپال ګوند، چې ټرمپ ورسره تړاو لري، ۴۲ چوکۍ لري.
د استازو په جرګه کې دیموکرات ګوند ۲۲۴ چوکۍ ګټلې دي. په استازو جرګه کې د اکثریت لپاره ۲۱۸ چوکیو ته اړتیا ده. دا په داسي حال کې ده چې په دې جرګه کې جمهوریپالو ته ۱۳۵ چوکۍ رسېدلې دي.
د کانګریس له دې منځپړاوه انتخاباتو سره هممهاله د یو شمېر ایالتونو د ګورنرانو یا والیانو انتخابات هم ترسره کېږي. تراوسه د دیموکراتانو ۲۵ او د جمهوریپالو ۱۹ ګورنران بریالي شوي دي.
د ټرمپ د پالیسیو له کبله په یو شمېر ایالتونو کې، چې په دودیز ډول به د جمهوریپالو کاندیدان بریالي کېدل، دیموکراتانو بریالي شوي دي. په دغو ایالتونو کې یو هم ټکساس دی چې تل به جمهوریپالو پکې انتخابات ګټل. د ټکساس ترڅنګ جمهوريپالو په خپلو څو نورو دودیزو مرکزونو کې هم انتخابات بایللي دي.
ایران د امریکا د انتخاباتو پایلې د ټرمپ د هغو پالیسیو له کبله بللي چې د ایران په اړه یې غوره کړي او ټینګار یې کړی چې ټرمپ په حقیقت کې انتخابات پر ایران بایللي دي.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې منلې چې د ایران جګړې تر یوه حده د انتخاباتو پر نتیجو اغېز لرلی دی خو دی لا هم د ایران په اړه خپله اراده نه بدلوي.