چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+پښتو متون سمېدل غواړي (۵) استاد محمد معصود هوتک

پښتو متون سمېدل غواړي (۵) استاد محمد معصود هوتک

ب: غیر ارادي:

غیر ارادي تېروتني د کاتب له بېسوادۍ، د کلماتو له ورته والي (مشابهت) او د لغاتو د ناسم لوستلو له اسیته پېښېږي.

په متونوکي د هغو تېروتنو تشخیص دونه گران کار نه دئ چي د کاتب له بېسوادۍ او یا د ناپوه کاتب د لاسوهني له امله منځ ته راغلي وي خو د هغو تحریفونو پیداکول لږ څه ستونزمن وي چي کاتب یا مرتب ئې په شعوري توگه د ځینو ټاکلو انگېزو او ژبنیو تمایلاتو په موخه په متن کي راولي. د تحریفونو د پېژندني د دې ستر کار له پاره د شاعر یا لیکوال د فکري مسیر او هغو معیارو پېژندنه لازمي ده چي د هغو پر بنسټ شاعر یا لیکوال خپل اثر تخلیق کړی دئ. د دې پر څنگ د هغو ژبنیو ځانگړتیاوو نسبي پېژندنه هم حتمي ده چي د شاعر یا لیکوال په لهجه کي په عیني توگه موجود ول. دې هدف ته د رسېدو له پاره د متن د ټولو نسخه بدیلونو راوړل د متن د مرتب ستر رسالت دئ. د همدغو نسخه بدیلونو سته والی له ژبپوه سره مرسته کولای سي چي د شاعر د ژبي او لهجې په تشخیص کي له تېروتنو راوگرزي.

موږ مخکي د شېرازي حافظ د دېوان خبره وکړه. د دغه لوی عارف پر دېوان باندي د تېرو پنځوسو – شپېتو کالو راهیسي د پارسي شعر او ادب سترو ادبپوهانو او شاعرانو کارکړی دئ او تر اوسه لا هم دې مرحلې ته نه دئ رسېدلی چي څوک ووایي دا پلانی چاپ نو گویا کټ مټ د حافظ خپل کلام دئ. په هر چاپ کي هڅه سوې ده چي متن د شاعر خپل کلام ته تر ممکني اندازې پوري ورنزدې سي او له دې ټولو هڅو سره سره د متن مرتب لیکي ” امیداست … روزی برسد که با احتمالی نزدیک به یقین بتوان گفت که دیوان کاملی ازآن خاکیِ افلاکی فراهم شده است” (وگ: حافظ به سعی سایه، ص ۲۱ – چاپ ۱۳۷۶ تهران، نشرکارنامه).

د متونو په برابرولو کي چي د نورو ژبو د پوهانو دغه راز دقت او احتیاط او زموږ پښتنو بې پروایۍ څوک وگوري، نو بې اختیاره ئې باید پر تندي باندي د ملامتیا خولې راماتي سي ځکه د متونو په برابرولو کي ځانو ته د دونه مداخلې حق ورکوو، لکه له نوموړي لیکوال څخه چي مو د دغه راز لاسوهني لیکلې او لاسلیک سوې اجازه تر لاسه کړې وي.

۲ – لاسوهني:

په متن کي لاسوهنه (مداخله) څه ته وایي؟

لاسوهنه د یوه متن په لیکدود، ژبه، لغاتو او د جملو په جوړښت کي تصرف کولو او د هغو اړولو ته وایي. او دوه رازه ده: روا لاسوهنه او ناروا لاسوهنه.

موږ په تېرو بحثو کي د ژبي د تحول او بدلون په باب یو څه ږغېدلي یو او دا مو منلې ده چي د ژبي وینگ، کښنگ، سکښت او جوړښت پر یوه حال نه پاتېږي او بدلون مومي. د مثال په توگه، په روښاني لیکدود کي ئې (ځ) داسي کښله چي … په خوشحالخاني لیکدود کي ئې تر(    ) لاندي همزه ایښووله، پښتو مرکې بیا د دغه آواز د ښوولو له پاره (ح) ته یو ټکی پر سر او بل ټکی په غېږ کي ورکاوه او اوس ئې موږ د (ځ) په شکل کاږو.

د متن تصحیح کوونکی که نن په روښاني لیکدود باندي لیکلي متنونه چاپ ته تیاروي، حتمي نه ده چي د (ځ) توری دي هغه راز ولیکي لکه روښانیو چي کیښ.

بل مثال:

په پخوانيو فارسي کتابو کي ئې گاف د کاف په شکل کیښ او”عجمي کاف” به ئې باله. اوس که د دغو فارسي متونو د چاپ په وخت کي څوک گاف د کاف په بڼه وکاږي، متنپوهان ئې نه مني او غندي ئې.

ښه! دا کار خو هم په متن کي لاسوهنه ده. مگر دا راز لاسوهنه د متن اصل او جوهر ته تاوان نه رسوي. که د متن ناقد په خپلو خبروکي د متن اصلي لیکدود راوښیي او خپله لاسوهنه هم بیان کړي او پټه ئې نه کړي. دې لاسوهني ته روا لاسوهنه وایي. دې راز لاسوهني ته اړتیا سته او په متن کي باید همدغه شان بدلون راوستل سي.

خو که په کوم لغات کي بیا د همدغه پورته یاد سوي توري (ځ) موقعیت او ځای ته بدلون ورکړه سي، دې راز لاسوهني ته ناروا لاسوهنه ویل کېږي. د مثال په توگه:

په متن کي “روځ” لیکل سوې وي او موږ ئې “ورځ” کړو.

په متن کي “غږ” لیکل سوی وي او موږ ئې”ږغ” کړو.

په متن کی “ږغ” لیکل سوی وي او موږ ئې”غږ” کړو.

په متن کي “پر” لیکل سوی وي او موږ ئې”په” کړو.

په متن کي”په” لیکل سوی وي او موږ ئې”پر” کړو.

په متن کي”دوې” لیکل سوی وي او موږ ئې”دوه” کړو.

په متن کي “کښي” لیکل سوی وي او موږ ئې”کي” کړو.

په متن کي “دستار” لیکل سوی وي اوموږ ئې”پگړۍ” کړو.

په متن کي “عشق” لیکل سوی وي او موږ ئې”مینه” کړو.

په متن کي “ماهی” لیکل سوی وي او موږ ئې”کب” کړو.

……………..

په متونوکي مداخله خپل حدودوثغور لري. دا کار ما هم کړی دئ. خو مداخله باید د شاعر ژبه ورالیشه نه کړي. که ئې لیکدود داوسني وخت د غوښتنو له مخي اصلاح سي، دا مداخله روا مداخله ده د مثال په توگه هغه وخت (ڼ) د (نړ) په شکل لیکل کېدی، که ئې موږ اصلاح کړو، دا کار ناروا مداخله نه ده، مگر که په متن کي (وروڼه) لیکل سوي وي او موږ ئې د خپلي لهجوي اغېزې له اسیته (ورونه) ثبت کړو، دې ته د متن مسخه کېدل ویل کېږي. که موږ د متن د لیکوال له خوا استعمال سوي لغتونه او  کلمات وراړوو، دا راز لاسوهني ناروا لاسوهني دي. که ما کړي وي که بل چا، باید مخه ئې ونیول سي.

لاسوهني د چا له لاسه پېښېږي او ولي پېښېږي؟

د لاسوهنو د ملامتۍ بار د خورا ډېرو کسانو پر اوږو پروت دئ. له دې پړې څخه نه کاتب ځان خلاصولای سي، نه ناسخ او نه د متن معاصر مصحح. زه به دا بحث دلته یو څه سره راغونډ اوطبقه بندي کړم.

الف – ناسخان، کاتبان او د متن ترتیبوونکي د خپلي لهجې ښکار سي:

علامه رشاد (۱۳۰۰ – ۱۳۸۳ش) W دکاتبانو د بې پرواییو په باب د مولانا نورالدین عبدالرحمان جامي (۸۱۷ – ۸۹۸هـ ق) څو بیته راوړي دي چي دلته ئې تیمناً رانقلوم:

فغان از دست آن کاتب که کلکش

به بیش وکم نویسی شــــــد فسانه

زبیش وکم نویسی هـــــای او شعر

زبحر و وزن مـــــــــــــــــــاندبر کرانه

(لس مقالې: ۶۸مخ، د ۱۳۶۷ش کال چاپ)

د علامه رشاد مرحوم د دغه اثر چاپي نسخه خورا زیاتي چاپي تېروتني لري او د کاتبانو، چاپوونکو او خپروونکو د بې پرواییو ډېرغوره مثال کېدلای سي.

خوشحال خټک هم د کاتبانوله بې پروایۍ څخه د خپل یو اثر “فضل نامه” په خاتمه کي سر ټکولی دئ. دی وایي:

وردي نـــــــــــه ئې شي دوه لاســـــــه

نه تــــــــــــــــرخط نه تـــــــــــر قرطاسه

یو چې خــــــــــــام بېهوده خط کښي

بل که ښــــــه کښي چې غلط کښي

د کاغــــــــــــــــذ مخ تـــــــــــــــــوروینه

خط چې خــــــــــــــام بېهوده کښینه

خدای ئې واخله که ښه خط کښي

که ئې ځای پـــــــه ځای غلط کښي

(وگ: د خوشال خان خټک کلیات ۱۱۵۳مخ، د ۱۳۸۷ل چاپ)

په” لس مقالې” کي هم د خوشحال خان د دغي ناراضۍ یادونه سوې ده.

د اصل مطلب د لا ښه وضاحت له پاره به د عبدالقادر خان خټک په کلام کي دا لاندي بیت په گډه سره لولو:

دا ځل ډېر عبدالقادر ورنه سودمن شو

چی به بیا پـــــه ښایسته وو اعتمید کا

(۱۵مخ)

دې بیت ته ئې په حاشیه کي کښلي دي چي په نورو نسخو کي د “ورنه سودمن شو” پر ځای “ځني سودمن شو” ثبت دئ. مرتب په خپله لهجه کي د “ځني سودمن شو” ترکیب نه لري او دا ورته ناسم ترکیب ښکاره سوی دئ ځکه ئې پر هغه یوازني ثبت باندي اعتماد کړی دئ چي د ده له لهجې سره ئې سر خوړ، نه د عبدالقادرخان له لهجې سره. د متن پوهني اصول له مرّتِب څخه غواړي چي هر ثبت چي زیاترو نسخو اخیستی وي، هغه باید متن ته داخل سي. دلته “ځني سودمن شو” زیاترو نسخو ثبت کړی دئ خو ده د (ج) نسخې ثبت ځکه غوره گڼلی دئ چي د ده له لهجې سره ئې سمون درلود. دغه راز شخصي دلچسپي د متن ورانولو اول گام دئ.

بل مثال د عبدالقادرخان له دېوانه:

پرورش د بهره مندو بوټیو وکړی

بې بـــهره بوټی وکاږی له بنیاده

(۱۷۴مخ)

په حاشیه کي ئې ورته کښلي دي چي په (ک، هـ،الف) نسخو کي د (بوټیو) پر ځای (بوټو) ثبت دئ خو ده د هغي یکړي نسخې ثبت (بوټیو) غوره گڼلی دئ چي د ده لهجې ته نزدې وو. د خوشحال خان خټک او د ده د کورنۍ د ټولو شاعرانو په کلام کي مغیره جمع بې له (یاء) څخه په سترگه کېږي. تفصیل ئې ما په خپل بل کتاب (له کندهاره تر اټکه) کي ورکړی دئ. لوستونکي دې هورې وگوري.

په خطي نسخو کي د تحریف او بدلون خبره دونه عامه ده چي په شرقي ژبوکي د هیڅ ژبي خطي آثار پر یوه مخ ځني وتلای نه سي. د فارسي ژبي د “مقبول عام” شاعر حافظ شیرازي د ۱۳۷۶ش کال چاپ دېوان له هغو څوارلسو معتبرو او مستندو نسخو څخه برابر سوی دئ چي د ارواښاد استاد داکټر پرویز ناتل خانلري (۱۳۶۹ش مړ) له خوا ځانگړي سوي دي. خو د دې معتبرو او مستندو نسخو تر منځ توپیر دونه زیات دئ چي په درست دېوان کي داسي غزل نسته چي په ټولو نسخوکي دی یو راز ثبت سوې وي. دا چي د پارسي ادب د دغه راز مشهورشخصیت د دېوان دغه حال وي نو د پښتو اریاني خو دي خدای ناره واوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب