شنبه, اپریل 20, 2024
Home+پښتو هغه ګنهګاره دوزخي ده | سیال یوسفي 

پښتو هغه ګنهګاره دوزخي ده | سیال یوسفي 

پښتو هغه ګنهګاره دوزخي ده

پښتانه غزا له تللي جنتیان دي

د ارواښاد صاحب شاه صابر په دې یوه بیت یو کتاب لیکل کیده خو چا و نه لیکو. په دې بیت کې د پښتنو د هغې پټې بربادۍ څرک دی چې موږ پرې په باخبرۍ کې ځان ناخبره کړی. غوږونه مو پرې کاڼه کړي او سترګې پټې کړي، په دې بیت کې د پښتو ژبې د خوارۍ، زهیرۍ، کمزورۍ او د هغې اغیاري مشهورې اصطلاح کنایه ده چې پښتو د دوزخ ژبه ده او ګنهګاره پاتې ده خو پښتانه د جنت لپاره تر سره تیر شوي او اوس هم د هرې غزا د میدان توره په لاس جنګیالي دي.

په  دې بیت کې د یوې بې وسې ژبې او فکر تصویر پروت دی چې ویونکي او پالونکي یې له اصلي لارې خطا شوي او د ورک مسیر لارویان دي او د ژوند د ژغورنې او سمبالښت یوازینۍ لار ابدیت ته د شهادت پر لار غځیدلې لار ګڼي. خو د دنیا په کارو بار کې پاتې راغلي ساده ګان دي.

پښتنو ته منسوبې ډیری خبرې ترخې دي خو څه وکړو چې رښتیا هم دي. لکه یوه پکې دا چې د خبرې او ژبې پر ځای مو د تاریخ په اوږدو جنګ جګړې، تورې او غزا ته ډیره ترجیح ورکړې او کاش چې غزا هم د خدای د لارې وه، کاش چې توره او جګړه هم في سبیل الله وای خو چې د ورور او تربور لپاره جوړ شوي بورجلونه نه وای. پښتنو خبرې ته کم غوږ ایښی او د ټوپک نښې ته یې تر ډيره سترګه ځیر کړې ده.

د صاحب شاه صابر دا بیت وايي چې موږ د پښتو ساتلو، پاللو او لوړولو لپاره کار و نه کړ او د دنیاوالو ترمنځ په خاورو لړلی نوم مو را پورته او پاک نه کړ لکه څومره چې مو د ځان پاک ثابتولو لپاره په جنګ او جګړو کې ځان ورک، تباه او خوار کړ او نسلونه نسلونه مو له خاورو سره خاورې کړل خو خپل نوم مو ښه نشو کړای او نه مو پښتو د دنیاوالو ترمنځ ښه یاده کړای شوه. بلکې د تاریخ په اوږدو کې چې څومره نور تخریب کیدای شو پسې وشو.

پښتانه رښتیا هم غزا له تللي.. خو دا چې جنتیان دي که نه دا نه زه ویلی شم او نه یې تاسو کې څوک ویلی شئ ځکه په پټو سترګو د هر چا د جګړې جنګیالي کیدل او د هر چا مشروع او نامشروع غزا خپل سر له راوړل چاته د جنتي کیدو مقام نشي ورکولای او پښتون قام تل یا د نورو جګړې ته تللي او یا یې د نورو غزا ګانو ته له خپله کوره ډولونه راویستلي او څڼې یې ورته په ښي او چپ لوري غورځولي نو پښتانه خو غزا له تللي خو چې غزا د چا وه او څومره جنتیان دي دا پریکړه ډاکټر صاحب شاه صابر هم تاریخ ته پریښې او موږ به یې هم پریږدو.

پاتې شوه د پښتو ژبې او ادب لپاره هلې ځلې کول او نړۍ ته د یوې میلیوني نفوس ویوونکې ژبې ناسم معرفت او پيژندنه..دا نه له موږ وشوه او نه به له موږ پوره شي.

د صاحب شاه صابر پر پورته یوه بیت یوه کتاب خبرې کیدای شوې خو و نه شوې. کاش چې وشي!!

خو زه په دې یوه خبره معتقد یم چې که څوک د پښتنو اصلي څیره لیدل او لوستل غواړي نو په کلاسیکه دوره کې دې ستر خوشال ولولي او په اوسني عصر کې دې له غني خان وروستي صاحب شاه صابر ولولي چې د پښتنو هغو پټو تیروتنو او ناپامیو ته یې د نیوکې ګوته نیولې چې موږ ټول یې وینو خو ورته پام شوی مو نه دی او یا مو په یوه او بل دلیل ترې سترګې اړولي.

د خانانو به څه وايو چې خانان دي

ملنګان د پښتنو خپلو کې وران دي

موږ لا هغسې د ځمکې لایق نه یو

د دنیا قامونه ستوري د اسمان دي

کاش چې موږ ټول یو بل او ځانونه د صاحب شاه صابر په توګه وپیژنو او پر یوه بل اغیزمنې او بدلون راوستوونکې نیوکې وکړای شو او د خپلو تیروتنو د منلو مؤثر جرأت په ځانونو کې پیدا کړای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب