جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپښتين: پښتانه ترهګر نه‌‌ دي، پاکستان او امريکا پکې ترهګر روزلي

پښتين: پښتانه ترهګر نه‌‌ دي، پاکستان او امريکا پکې ترهګر روزلي

تاند:( شنبه، د دلوې اوله)‏ د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین په یوه تازه وینا کې نړيوال د پښتنو پر ضد په پراخو دسيسو تورن او وویل، چې پښتانه ترهګر نه؛ بلکې د نړۍ تر ټولو ډېر سوله غوښتونکي خلک دي.

نوموړي د پښتونخوا په صوابۍ کې د امن غوښتلو يوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، چې ټوپک په لاس پښتانه هم د پښتنو په امکاناتو نه؛ بلکې د پاکستاني جنرالانو او امریکا په پيسو ترهګرۍ ته لاس اچولی.

منظور پښتین د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د امنيت په پلوۍ او د ترهګرۍ خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ پراخو غونډو او لاريونونو ته په اشارې وویل، چې د نړۍ هیڅ قوم د امن غوښتلو لپاره دومره غږ نه دی پورته کړی.

هغه له نړیوالو وغوښتل، چې د خپلو ګټو لپاره د پښتنو خاوره او بچي د جګړې او ترهګرۍ قرباني نه کړي.

د ده په وینا، هیڅ پښتون وسله وال او جنګ غوښتونکی د دغه قوم استازيتوب نه شي کولای او ټولو د خپلو خلکو د وژلو او نوم بدولو لپاره کار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب