Home+د کاروان د شعر سندریزه ژبه / بارکوال میاخېل

د کاروان د شعر سندریزه ژبه / بارکوال میاخېل

د شعر او نثر لوی توپیر دا دی چې نثر ناموزونې خبرې دي او شعر موزون کلام دی، خو د شعر موزونوالی هم تر ډېره د هغه په داخل پورې نه په خارج پورې تړلی دی، یعنې په شعر کې لومړی دې ته نه کتل کېږي چې څه یې ویلي دي بلکې دې ته کتل کېږي چې څنګه یې ویلي دي او همدا داسې هنر دی چې ځینې شاعران پکې د کمال درجې ته رسېدلي دي، په هغوی کې یو هم پیر محمد کاروان دی.
د شاعر کار دا ضرور دی چې د خپل شعر ژبه د تشبیهاتو، استعارو، کنایو، سبمولونو او تصویرونو په مرسته نااشنا کړي، خو که په شعر کې کارول شوې ژبه ترې شډله پاته وي، هر څومره نوې خبره یې پر لوستونکي هغسې اثر نه شي کولای څومره چې د تخیل په هنرکارۍ توږل شوې، پسته شوې، ځلول شوې او سینګار شوې ژبه ورباندې اثر کوي او په ذهن کې یې پاتېږي.
کاروان زموږ د معاصر شعر هغه شاعر دی چې د شعر ژبه یې دومره روانه، آهنګینه او سندریزه ده چې مثال به یې زموږ په پخوانۍ او اوسنۍ شاعري کې کم وموندل شي. ډېرې وچې، ستوخې او ځیږې کلمې هم چې د کاروان د تخیل په مېچنه اڼل شوې دي نو هغه کلمې پر خپل حال نه دي پاته شوې:
د رباب مات هډونه ژاړم د ستار وینې
دانې دانې لکه تسبې شوې په هر تار وینې
د «هډ» غوندې بېخونده کلمه په دې بیت کې څومره ښایسته شوې ده، که ده ویلي وای چې «د بدن مات هډونه ژاړم» دومره خوند به یې نه وای کړی، خو ده چې د تجسیم (Personification) له صنعته کار اخیستی او له ربابه یې ژوندی شی جوړ کړی، د هغه ماتېدو ته یې د هغه د هډونو ماتېدل ویلي د شعر خوند یې دوه چنده کړی دی.
په معمول ورځنۍ ژبه کې چې د ژوندانه د هرې برخې په اړه څه مفاهیم دي، دا په اوږده زمانه کې له تجربو وروسته ژبې ته ننوتي او خلکو د قرارداد په توګه منلي دي، د شاعر کار د دغو مفاهیمو کټ مټ بیانول نه بلکې په دغو کې یوه نوې غیرمعمول رابطه پیدا کول دي. موږ پوهېږو چې په عام ژوند کې طبیب د نبض کتلو په وسیله د انسان د زړه ټکانونه او د وینې جریان معلوموي او په دې توګه یې په بدن کې ناروغي کشفوي، خو کاروان دا خبره په بل ډول کړې ده:
لږ خو مې نبض د نظر نیسه د بڼو په ګوتو
مړ شو که ستا رنځورې سترګې یې طبیبې نه شي
شاعر له خپل محبوبه التفات او پاملرنه غواړي خو داسې نه ورته وایي چې «که را ونه ګورې مړ به شم» بلکې له ژبې یې ورته نوی کار اخیستی دی. «د نظر نبض»، «د بڼو ګوتې»، «رنځورې او طبیبې سترګې» هغه ترکیبونه دي چې په دې بیت کې شوې خبره یې له معمول مفهومه جلا کړې او نوی رنګ یې ورکړی دی.
په شعر کې رواني او زیات موزونوالی له لوړې شعري سلیقې سره سره پر ژبه برلاسي هم غواړي، که شاعر د هر ډول خیالونو د بیان لپاره د کلمو نېستي ونه لري نو شعر به یې ضرور د رڼو اوبو غوندې روان وي. د کاروان حافظه له دې اړخه هم شتمنه ده، لاندې بیت یې د «خ» په تکرار سره څومره روان او خوندور کړی دی:
د ګلو پرخه د پۍ مخیو د مخونو خوله
زما خوښېږي له بې رنګو دا رنګینې اوبه
څنګه چې د هرې زمانې لوی شاعران پر نویو شاعرانو اغېزې لري، د کاروان د شعري ژبې او ترکیبونو څرک هم په اسانه زموږ د ځوانانو په شاعري کې لګېدای شي، خو کاروان په شاعرۍ کې دود شاعرانه تعالي هم د خپلې شاعرۍ د لوړوالي لپاره نه بلکې د شاعرانه تواضع په توګه کارولې ده، څنګه چې د شاعرانه تعالي صنعت په پخوانۍ بڼه نه دی پاته نو دې نوي طرز یې بېل خوند پیدا کړی دی:
خدایزده چې ولې یې غزلې دي‌ شډلې غوندې
کاروان خو څښلې دي په غرونو کې مهینې اوبه
که په شاعري کې له هغو شیانو کار وا نه خیستل شي چې شعر پرې ښایسته کېږي او شعر ته د شعر درجه ورکوي نو خوند یې کمېږي، له دغو شیانو یو هم سمبول یا علامت دی، په لاندې بیت کې «پړانګ» او «هوسۍ» د استعمار او مستعمره، د ظالم او مظلوم سمبولونه دي. کاروان دا بیت په داسې وخت ویلی چې د افغان وطن د هوسۍ پر څرمن د نړیوال پړانګ منګولې ښخې وې او د دې خاورې د بچیو د وینو تویېدل ورته ثواب ښکارېده:
چا په پنجه د پړانګ ليکلي د هوسۍ پر څرمن
چې د هوسۍ وينې مباح دي او وبال نه لري
کاروان د خوست د ښکلې سیمې دی او د دې سیمې لهجه هسې هم خوږه او له نااشنا کلمو ډکه ده، خو د کاروان شاعري څېړونکو او نقادانو ته بلنه ورکوي چې د هغه د شعر د خوږوالي څرک په هغو غرونو، ګودرونو، ځنګلونو، چینارونو، سیندونو، نښترو، مرغانو او بلها نورو ښکلاوو کې ولګوي چې د کاروان شاعري ترې ډکه ده او د ده د شعري سبک په جوړېدو کې یې مهم نقش تر سره کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...