شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د مصر د حکومت سپارښتنه: د چرګانو پښې وخورئ

د مصر د حکومت سپارښتنه: د چرګانو پښې وخورئ

داودجبارخیل
د مصر اقتصادي وضعیت تر دې حده خراب شوی چې حکومت له خپلو خلکو غوښتي چې د غوښې پر ځای د چرګانو پښې  وخوري.
د CNN تلویزیون د راپور له مخې، مصر د اسعارو له بحران او په پنځو کلونو کې تر ټولو بد انفلاسیون سره مخامخ دی. له همدې امله د خوراکي توکو بيې دومره لوړې شوې چې ډېری مصريان د چرګانو غوښه نه شي خوړلای.
د مصر د رسمي رسنیو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د چرګ یو کیلو غوښه ۱.۹ ډالره وه، خو اوس یو کیلوګرام ۲،۳۶ ډالرو ته لوړه شوې ده. له همدې امله د تغذیې ملي ادارې له خلکو غوښتي چې د چرګانو پښې وخوري.
تیره میاشت د فیسبوک په یوه پوسټ کې، دې ادارې خلک وهڅول چې د چرګانو پښې او د غواوو پښې وخوري، “ایا تاسو د پروټین بډایه خواړه غواړئ چې ستاسو پر بودیجه فشار نه راولي؟”
ډیری مصریان د حکومت پر اعلان غوسه دي ځکه چې د چرګانو د پښو خوړل د خورا بېورلۍ نښه ده. د چرګانو پښې په مصر کې خورا ارزانه دي او عموماً یې څوک نه خوري بلکې ایسته یې غورځوي.
محمد الهاشمي چې په ټویټر کې څلور ملیونه پیروان لري وویل: “موږ د چرګانو د پنجو یا پښې د خوړلو دور ته ننوتلي یو، د مصر د پیسو (پونډ) ارزښت راټیټ شوی او موږ پور ورکوو.”
خو د حکومت دغه اعلان ته ډېرو خلکو غوږ نیولی دی. له دې اعلان وروسته د یو کیلو چرګ د پښې بیه دوه چنده شل مصري پونډو ته لوړه شوې ده.
چارواکي وايي، د مصر شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
په 2019 کې، نړیوال بانک وویل چې د مصر 60 سلنه نفوس یا بې وزله یا د بیوزلۍ تر کرښې لاندې دی.
د روسیې او اوکرایین د جګړې اقتصادي او همداراز کرونا اغیزې په مصر کې ډیرې احساسیږي. په مصر کې د بهرنیو اسعارو کمښت خطرناکې کچې ته رسېدلی دی. د بهرنیو اسعارو د کمښت له امله په بندرونو کې مالونه درول شوي دي. دغه حالت د انفلاسیون له زیاتوالي سره هم مخ دی.
د يادونې وړ ده، چې مصر په دې وروستيو کې د پيسو له نړيوال صندوق څخه درې ميليارده ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.
په مصر کې د تیرې پنجشنبې په ورځ د چرګانو د بیو له لوړیدو وروسته، وړاندیز شوی چې هر مصري تبعه ته به په راشن کارت کې 50 چرګان ورکړل شي.

2 COMMENTS

  1. سلام۔دچرګانو پښې او سر خوړل فکر کوم حرام یا مکروه وي۔
    همدې رذيل نمکحرام سيسي که پر شهيد مرسي کودتا نه کولای ۔۔ان د سعودي اربونو ډالرو او د اوس نړیوال فنډ قرض هم دوی د چرګانو پښو خوړلو ته هغه هم قيمته ته نه اړکول۔
    عيياش اعراب!!

  2. لیری نه ده چی مصری قبطیان او سلفیان او سکولران او لیبرالیسټان او کمونسټان او د استعمار او امپریالیزم نور مزدوران به د مظلومو اخوانیانو د ځپلو د جرم له وجی ديته اړ سی چی د چرګ پښی څه چی حتی د چرګ مشوکی به هم وخوری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب