Homeخبرونهټرمپ وايي، د ایران د ځینو ګاونډیانو په خاطر پر دغه هیواد...

ټرمپ وايي، د ایران د ځینو ګاونډیانو په خاطر پر دغه هیواد ښايي بریدونه وځنډوي

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۸ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په شمال کې د ځمکنۍ کلابندۍ د پیل او د دغه هېواد پر سمندري کلابندۍ د اغېزو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د ایران ځینې ګاونډي هېوادونه د اوسني وضعیت دوام غوره ګڼي.

ټرمپ دا څرګندونې د یکشنبې په شپه، د نومبر په اتمه، د ایران په اړه په بېلابېلو خبرو کې کړې دي.

هغه په فلوریډا ایالت کې واشنګټن ډي‌سي ته تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل، د ایران ځینې ګاونډي هېوادونه غواړي چې اوسنی وضعیت دوام وکړي او ښايي امریکا هم په دې اړه لږ نور صبر وکړي.

د ټرمپ په وینا، امریکا له ایران سره په جګړه کې بریالۍ شوې او اوس یوازې دا پرېکړه پاتې ده چې جګړه همدا اوس پای ته ورسوي او که وروسته.

د امریکا ولسمشر تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې د «اوسپنې دروازې» په نوم د عملیاتو په اړه پیغام خپور کړی و.

هغه لیکلي و: «په ایران کې د اوسپنې دروازې ځانګړې کاري ډله په ټول ځواک سره فعالیت کوي. د تاریخ تر ټولو سترې سمندري کلابندۍ ترڅنګ، نژدې هېڅ شی ایران ته نه ننوځي او نه ترې بهر کېږي.»

ټرمپ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا «سنټکام» هغه پلان ته اشاره کوله چې دې قوماندانۍ یې په وروستیو کې په ایران کې د پلي کېدو خبر ورکړی دی.

سنټکام ویلي و چې نوې کاري ډله د دې لپاره جوړوي چې د ایران د ځمکنیو پولو او د کسپین سمندرګي له لارې د پرمختللو وسلو، دوه‌ګونې کارونې د ټکنالوژۍ او نورو تر بندیزونو لاندې توکو د لېږد مخه ونیسي.

د سنټکام په وینا، دغه پوځي او ملکي ګډه کاري ډله د دې قوماندانۍ د مشر اډمیرل براد کوپر په امر جوړېږي، شاوخوا ۲۰ پوځي او ملکي غړي به ولري او مرکز به یې د امریکا د فلوریډا ایالت په ټامپا ښار کې وي.

ټرمپ د دغو عملیاتو او د ایران د سمندري کلابندۍ په اړه وویل چې ایران له سختو مالي ستونزو سره مخ دی او ان د خپلو پوځي ځواکونو او سپاه پاسداران د غړو معاشونه هم نه شي ورکولی.

هغه زیاته کړه چې د دغو عملیاتو معنا دا ده چې هېڅ شی به د ځمکې له لارې ایران ته داخل نه شي.

د امریکا ولسمشر همداراز وویل چې هېواد یې کولی شي د ایران پلونه او برېښناکوټونه په نښه کړي، خو نه غواړي دا کار وکړي؛ ځکه د دغو بنسټونو بیا رغول کلونه وخت غواړي او پر خلکو به دروند فشار راولي.

ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران به هیڅکله اتومي وسلې ترلاسه نه کړي. هغه وویل چې امریکا د «کوه کلنګ» په ګډون، د ایران د اتومي تاسیساتو فعالیتونه څاري.

د امریکا ولسمشر په خپلو نورو څرګندونو کې وویل چې د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکا بریدونو د اسراییل د له منځه تلو مخه نیولې ده.

هغه وویل: «له موږ پرته به اسراییل اوس نه و. اجازه راکړئ ووایم، که ډونالډ ټرمپ نه وای، اسراییل به نه و؛ ځکه موږ څه باندې یو کال مخکې د خپلو بي‌ـ۲ الوتکو په مرسته اقدام وکړ او درې اتومي تاسیسات مو وویشتل.»

ټرمپ له سي‌بي‌اېس تلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې هم پر ایران د برید له پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل، که یو ځل بیا د دې برید په اړه پرېکړه وکړي، بیا به هم د برید پلوي وکړي.

د هغه په وینا، دا به له تاریخي پلوه یوه ډېره ښه پرېکړه وي؛ ځکه که ایران اتومي وسلو ترلاسه کړي، ټوله نړۍ به له منځه یوسي.

د امریکا ولسمشر همداراز وویل چې د کانګریس د منځمهاله ټاکنو په پایلو کې د جګړې د اغېز له کبله د جمهوریپالو د ماتې په اړه د مرستیال ولسمشر جې‌ډي ونس له ارزونې سره مخالفت نه لري. خو د ټرمپ په وینا، په دې ارزونه کې باید دا پوښتنه هم شامله وای چې که بیا هم د برید پرېکړه وکړي، ځواب به یې څه وي؛ او د هغه ځواب «هو» دی.

ټرمپ له منځمهاله انتخاباتو وروسته له ایران سره د جګړې د پراخېدو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، فکر نه کوي چې د جګړې د پراخولو لپاره کوم دلیل موجود وي.

هغه زیاته کړه چې ایران د یوې هوکړې لپاره چمتو و او که ټاکنې نه وای، دواړه لوري به هوکړې ته رسېدلي وې. ټرمپ ټینګار وکړ چې په هر صورت به له ایران سره هوکړې ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر همداراز وویل چې د انتخاباتو پایلې ایران ته نوې هیله ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...