درې میاشتې مخکې چې د کریم له واده خبر شوم، زړه ته مې نه لویدل . نن یې واده دی.
زموږ له کلي د دوی تر کلي نژدې دیرش دقیقې د پښو مزل دی. تر منځ مو د کندز سیند غځیدلی دی. پخوا پر سیند د اوښتو لنډه لاره نه وه، اوس پل جوړ شوی دی.
د سیند غاړې ته هاغه ونو ته ورسیدم چې تقریبا درې کاله مخکې له کریم سره دلته راغلی وم. لا منی نه و، اوبه تر هاغه نیمایي ځایه نه بهیدې، هغه وخت مې زړه کیده چې سیند ډک وي، اوس وایم کاشکي وچ وای چې لنډ اوښتی وای، نوی پل وړاندې دی.
په هاغه ورځ د سیند پر کاڼو له کریم سره تر اوبو تیر شوم، چې بیرته راستنیدو ده ته زنګ راغی چې په چاودنه کې دې میرمن وژل شوې ده. له دې خوا چې له سینده تیریدم کریم تر مامخکې و، تر ټیلفون وروسته یې پښې بې واکه شوې بیا ما له اوبو راپورې ایست.
تر څلویښتي وروسته زه او کریم بیا دلته راغلو، ده راته وویل:
– لکه د خوښۍ ټولې حجرې چې مې مړې شوې وي مړې حجرې بیا نه ژوندۍ کیږي
په هغه ورځ مې د ډاګیرنې لپاره ورته وویل:
-ژوند داسې دی لکه په ښاري بس کې سفر، په هر تمځي کې څوک ترې ښکته کیږي داسې نه وي چې یوځل به زوړ کوزیږي بیا به ځوان، بیا ماشوم یا ماشومه
ده په پښه خاورې سیند ته پورې وهلې.
ما ورته وویل:
– واک زموږ نه دی نه مو موټروان خبره اوري نه کلینر غوږ راته نیسي موټر ته هم خپله نه یوو ختلي
چې سره تلو ده راته ویل:
– خبرې دې ذهن مني خو زړه به یې ټول عمر ونه مني….
لار له سیند سره کږه شوه، سیند ته مې وکتل، خړې اوبه یې غلې بهیدې. د سړک له غاړې مې یوه ډبره اوبو ته ورواچوله، اوبه کړۍ کړۍ ماتې شوې، بله ډبره مې ورواچوله، بیا اوبه کړۍ کړۍ شوې بیرته یې حلقې له نورو اوبو سره ورکې شوې. دریمه ډبره چې مې ورواچوله ورته ومې نه کتل چپ لاسته پر پله د کریم دوی د کلي خوا ته واوښتم، له کلي داسې غږ راته لکه د سندرې.
پای