Homeخبرونهدوحه کې مذاکراتي پلاوي وایي قطر به په مذاکراتو کې د اسانچاري...

دوحه کې مذاکراتي پلاوي وایي قطر به په مذاکراتو کې د اسانچاري رول ترسره کوي

تاند(یکشنبه، د عقرب ۱۱) د راپورونو له مخې د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي پلاوي پرېکړه کړې چې قطر به د یوه دریم ګړي په توګه د دواړو لورو ترمنځ پر اختلافي مواردو د حل لپاره د اسانچاري رول ترسره کوي.

له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د دواړو لورو ترمنځ خبرې پیل شوې دي خو تر دې دمه پر تګلاره هوکړې ته نه دي رسېدلي چې د اختلافونو په دوام دواړه لوري په دې مذاکراتو کې د قطر ګډون ته تیار شوي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند بیا وایي په مذاکراتو کې د هېڅ هېواد مداخله نه مني او قطر هم یوازې د اسانچاري په توګه منل شوی دی.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي وایي چې د تماس ډلو ترمنځ هره ورځ خبرې کېږي خو تر دې دمه کوم توافق نه دی رامنځ ته شوی.

بل خوا طالبانو ته نږدې سرچینې او د سولې د برخې فعالین هم وایي چې قطر د یوه بې طرفه هېواد په توګه په دې مذاکراتو کې ښه رول لوبولی شي.

د سولې د برخې فعال او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي ښایي د وخت په تېرېدو ډېر لوري د سولې په مذاکراتو کې د اسانچاري رول ولوبوي ځکه دې چارې ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...