جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهیونما یو ځل بیا پر ښکېلو لورو د تاوتریخوالي د کمولو غږ...

یونما یو ځل بیا پر ښکېلو لورو د تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی

تاند(یکشنبه، د عقرب ۱۱) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په روانه جګړه کې تر ټولو ډېر تلفات ښځو او ماشومان او نورو ملکي وګړو ته اوښتي دي.

سرچینه کاږي په تېرو نهو میاشتو کې په هرو لسو وژل شوو ملکیانو کې څلور یې ماشومان وو.

یونما وایي له همدې امله له ښکېلو لورو غواړي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي، د سولې خبرې چټکې کړي او په هېواد کې خونړۍ جګړه ودروي.

یونما تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړی و او په خبره یې په تېر یوه کال کې نږدې شپږ زره ملکي وګړي په افغانستان کې د روانې جګړې له امله مړه یا ټپیان شوي دي.

یونما داسې مهال دا خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې دوام لري خو په افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب