Homeخبرونهایران وایي چابهار بندر د چـټکې ودې په حال کې دی

ایران وایي چابهار بندر د چـټکې ودې په حال کې دی

تاند(یکشنبه، د عقرب ۱۱) ایران وايي په چابهار بندر کې کارو بار د پراختیا په حال کې دی.

د ایران د سوداګرۍ د برخې چارواکي وايي چې د لارو له جوړېدو او امکاناتو له برابرېدو سره په چابهار بندر کې سوداګریز فعالیتونه ډېر شوي دي او دغه بندر د ودې په حال کې دی.

دوی وايي همدا چې د هرات-خواف رېل پټلۍ پرانیستل شي او بیا له چابهار بندر سره وصل شي په سیمه کې به یو ستر تحول رامنځ ته شي.

ایران وایي له افغانستان سره به په دې توګه په صادراتو کې ډېروالی راشي او ترانزیت به هم ارزانه شي.

ایران تمه لري چې چابهار بندر د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا سره ونښلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...