د اووه کلنې نجلۍ له شکېدلي ټېکري غوټه خیرن وېښتان راوتلي وو، پر چاودې مخ یې د اوښکو لارې واضح معلومېدې، د غالباً یو کلن ماشوم له لوڅو کوناټو یې لاسونه تاوو کړي وو، څو متره لرې یې یوه ډله ناستو ځوانانو په ځیر ځیر کتل:
د ځوانانو خولې له خندا نه ورټولېدې، یو پکې وویل:
ـــ په دې پلاستیک یې کېږدئ چې په خاورو ککړه نهشي!
بل ځوان چاړه پکې خښه کړه، له هندواڼې سرې اوبه لاړې…
وړاندې ناست د سپینو جامو واله ځوان ورغږ کړ:
ـــ دا منځ یې ماته راکړئ، منځ یې ډېر خوږ وي، اصلي مزه یې په منځ کې ده.
د ځوان پر دې خبره د ټولو خولې وازې شوې، له واښکیو یې د هندواڼې سرې اوبه بهېدې…
نجلۍ هماغسې ولاړه وه، ترڅنګ یې دوه نور ماشومان هم وو، د یو ماشوم دوه ډوله چپلکې پر پښو وې، ناستو لوکسو ځوانانو ته یې کتل او پرلهپسې یې د نجلۍ لمن خوځوله، د بل ماشوم د زړو جامو پر شا لمن د اغزو بوټی سرېښ و.
د نجلۍ په غېږ کې د لوڅکوني ماشوم پر ګوړګوتي وېښتانو سپېره ګرد پروت و، شونډې یې وچې ښکارېدې، د کوچني لاس خوځول یې مینهناک وو، په زېړ تار کې بند تعویذ یې پر سینه ټالونه وهل.
ځوانان پاڅېدل، بېټ او بالونه یې ورسره واخیستل، وړاندې یې کرکټ شروع کړ. ما غټې ډبرې ته وکتل، په هندواڼه کې لږ برخه پاتې وه. نجلۍ ته مې اشاره وکړه:
ــــ راشئ، دا وخورئ؟
ماشومانو رامنډې کړې، لومړی یې په پوستکي کې د هنداڼې پر پاتېشونو غاښونه ښخ کړل. ما ورته لږ پاتې هندواڼه په چاړه څو ټوټې کړه، یوه ټوټه مې نجلۍ ته ونیوه، خو له نجلۍ مخکې کوچني ماشوم لاس را اوږد کړ، په غاړه کې بند تعویذ یې وزنګېد.
د غالباً دې یو کلن ماشوم دغه حرکت مې زړه وبرېښاوه، وجود مې زیږ شو، دوی ته مې د بیاکتلو جرئت بایلود، شا ته مې وکتل، لوکس ځوانان په کرکټ لګیا وو، سترګې مې ډنډې شوې، د پغمان لوړ غرونه راته خپ ښکارېدل.