تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۴ مه) افغانستان د ښاري بدلون پر لور د چټک حرکت په حال کې دی. د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام (UN-Habitat) په یوه تازه راپور کې ویلي چې ښايي تر ۲۰۵۰ کال پورې د افغانستان کابو نیمايي نفوس په ښارونو کې ژوند وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام مشره سټیفني لوېس وايي، تر ۲۰۵۰ کال پورې ښايي له هرو دوو افغانانو څخه یو یې په ښاري سیمو کې واوسي.
لوېس د افغانستان د ښاري نفوس چټک زیاتوالی له څو عواملو سره تړلی بولي. د هغې په وینا، د نفوس طبیعي زیاتوالی، د کډوالو په لویه کچه بېرته ستنېدل او د معیشت د فرصتونو د موندلو لپاره له کلیوالو سیمو څخه ښارونو ته د خلکو کډه کېدل د ښاري نفوس د زیاتېدو مهم عوامل دي.
هغې وویل، د ښارونو چټکه پراخېدا په کابل او نورو ښاري سیمو کې د اوبو ستونزې هم زیاتوي. کابل د چټک پراخېدو او د نفوس د زیاتوالي له امله په ځانګړي ډول له دې ستونزې سره مخ دی.
لوېس ټینګار وکړ چې د نفوس د زیاتوالي او د اوبو د بحران د مدیریت لپاره ښاري پلان جوړونې او پانګونې ته اړتیا ده، څو خلکو ته لومړنیو اړتیاوو، د کار او عاید فرصتونو او د عزتمن ژوند شرایطو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.
هغې همداراز د بېلابېلو ادارو او اړوندو بنسټونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ، څو د نفوس زیاتوالی سم مدیریت او پر ښاري سرچینو فشار راکم شي.
په افغانستان، په ځانګړي ډول کابل کې، د ښاري کېدو چټک بهیر د زیربناوو د ښه کولو او منظمې ښاري پلان جوړونې اړتیا ډېره کړې ده، څو د نفوس له زیاتوالي او پر بنسټیزو سرچینو له مخ پر زیاتېدونکي فشار سره په مناسب ډول مقابله وشي.