Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد خیبر سوداګرۍ خونې: د تورخم دروازه دې ژر تر ژره پرانیستل...

د خیبر سوداګرۍ خونې: د تورخم دروازه دې ژر تر ژره پرانیستل شي

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۴ مه) د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر یوسف اپریدي له افغانستان سره د تورخم دروازې د سمدستي پرانیستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې لارې د دوامداره تړل کېدو له امله تر اوسه د پاکستان اقتصاد ته شاوخوا ۲.۵ میلیارد ډالره زیان اوښتی دی.

اپریدي په لنډي کوتل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري باید له سیاسي مسایلو جلا وساتل شي؛ ځکه د سرحدي سوداګرۍ سیاسي کېدو پاکستان ته درانه اقتصادي زیانونه اړولي او د زرګونو کسانو د دندو د له منځه تلو لامل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې تورخم کابو یو کال کېږي تړلی دی او د پاکستان فدرالي حکومت له افغانستان سره د سرحدي تګلارې د بیاکتنې، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا او د امنیتي ستونزو د حل په اړه خپلو ژمنو ته عملي بڼه نه ده ورکړې.

اپریدي وویل، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مخکې د سوداګرۍ خونو استازو ته ژمنه ورکړې وه چې په پېښور کې به د سرحدي ستونزو د حل او د سوداګرۍ د بیا پیل لپاره ګډه غونډه جوړه شي، خو دغه ژمنه تر اوسه عملي شوې نه ده.

د خیبر سوداګرۍ خونې مشر د تورخم د تړل کېدو له امله د پاکستان مالي زیان ۲.۵ میلیارد ډالره اټکل کړ. د هغه په وینا، له دې جملې څخه ۱.۶۴۴ میلیارد ډالره د صادراتو د کمېدو او ۸۱۷ میلیون ډالره د وارداتو د کمېدو له امله زیان اوښتی دی.

نوموړي همداراز وویل چې د تورخم د تړل کېدو له امله پاکستان د ایالتي محصولاتو له لارې د شاوخوا ۷.۷ میلیارد پاکستانۍ روپیو عوایدو له ترلاسه کولو هم بې‌برخې شوی دی. د هغه په وینا، د پولې تړل کېدو ترانسپورتي سکتور، زرګونه سوداګر، دوکانداران، کارګران او د ګمرکي تصفیې کارکوونکي اغېزمن کړي دي.

اپریدي په پای کې د تورخم د سمدستي پرانیستلو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د سرحدي محدودیتونو دوام نه یوازې دوه‌اړخیزې سوداګرۍ ته زیان رسوي، بلکې د پولې دواړو غاړو ته د ځايي خلکو پر ژوند او اقتصادي وضعیت هم ناوړه اغېز کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...