Homeخبرونهیوناما:  په بامیان کې د م.م. پر یوه کارکوونکي د امنیتي پېښې...

یوناما:  په بامیان کې د م.م. پر یوه کارکوونکي د امنیتي پېښې په اړه معلومات راټولوو

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۳۰ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) ویلي چې په بامیان ولایت کې د دغه سازمان د یوه کارکوونکي د امنیت اړوند د یوې پېښې په اړه معلومات راټولوي.

د یوناما یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ ویلي چې پېښه د چهارشنبې په ماښام شوې او د پلاوي څېړنې لا هم روانې دي.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د یوناما کارکوونکي ته زیان نه دی اوښتی او هغه خوندي دی. یوناما تر اوسه د پېښې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

ځايي سرچینې وايي چې د چهارشنبې په ماښام شاوخوا ۶:۳۰ بجې په بامیان ښار کې وسله‌والو بریدګرو د یوناما د یوه امنیتي چارواکي پر موټر ډزې کړې دي.

د خپرو شویو تصویرونو له مخې، موټر زیانمن شوی او د هغه پر مخکینۍ ښیښه داسې نښه لیدل کېږي چې ښايي د مرمۍ د لګېدو له امله رامنځته شوې وي. د موټر د اړخ یوه ښیښه هم ماته شوې ده.

خو یوناما د خپل کارکوونکي هویت نه دی څرګند کړی او نه یې په څرګنده ډول تایید کړې چې په پېښه کې ډزې شوې دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې پر ملګروملتو او بهرنیو دیپلوماتانو د بریدونو د احتمال خبرداری ورکړی و.

په بامیان کې د دې پېښې څرنګوالی، انګېزه او د عاملانو هویت لا هم روښان نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...