تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۳۰ مه)د سي این اې د راپور له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ له درېدو یو کال وروسته، صادرونکي له درنو مالي زیانونو، بند پاتې توکو او د منځنۍ اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره له اوږدو او ګرانو بدیلو لارو سره مخ دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې، د پاکستان او افغانستان پر پوله تر خونړیو نښتو وروسته، ودرول شوه.
اسلاماباد تور لګوي، چې په افغانستان کې مېشت وسلهوال په پاکستان کې بریدونه کوي؛ خو کابل دا تورونه ردوي.
د سوداګرو ټولنې اټکل کوي چې د سوداګرۍ له درېدو سره تر ۲.۵ میلیارد ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.
سي این اې (چاینل نیوز ایشیا) د سوداګرۍ درېدو د پاکستان د درمل جوړولو صنعت سخت اغېزمن کړی، ځکه افغانستان د دغه صنعت د درملو تر ټولو لوی صادراتي بازار دی. دغه راز هغه سوداګرۍ هم زیانمنې شوې چې د منځنۍ اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره پر افغانستان تکیه کوي.
صادروونکو درانه زیانونه کړي
د خیبرپښتونخوا د پېښور ښار په لوېدیځه څنډه، حیاتاباد کې د «فېډرو درمل جوړونې» په فابریکه کې تولید روان دی، خو دغه شرکت اړ شوی چې د خپلو درملو د پلور لپاره نوي بازارونه ولټوي.
په دې فابریکه کې شاوخوا ۷۰ سلنه درمل افغانستان او منځنۍ اسیا ته د لېږلو لپاره چمتو کېدل.
د فېډرو شرکت اجرايي مشر، جنید الطاف، ویلي چې د پولې تړل کېدو شرکت له داسې فرمایشونو سره مخ کړی، چې نور یې پوره کولی نه شي؛ دغه راز د بستهبندۍ ډېر توکي هم بېګټې پاتې شوي دي.
هغه له «سياېناې» خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: «کله چې پوله وتړل شوه، زموږ ځینې فرمایشونه له مخکې ثبت شوي وو. د ځینو توکو زېرمه چمتو وه او د ځینو نورو تولید لا روان و.»
نوموړي زیاته کړې چې شرکت درانه مالي زیانونه ګاللي دي.
د هغه په وینا، د ځینو درملو د بستهبندۍ لیکنې د افغانستان بازار لپاره د افغانانو په ژبه وې، خو روسیې او ازبکستان ته د لېږل کېدونکو درملو پر بستهبندۍ روسي ژبه لیکل شوې وه. د پولې له تړل کېدو وروسته دا ټول توکي بېګټې شول.
د فېډرو فابریکه د خیبر پښتونخوا ایالت د تورخم له دروازې شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې ده..
دا لار د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد یوه مهمه لار ده.
فېډرو اوس هڅه کوي چې د سوداګرۍ د درېدو له امله خپل زیانونه د پاکستان په کورني بازار کې د پلور په زیاتولو جبران کړي.
د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادروونکي هم زیانمن شوي دي. دغه وضعیت د ډیورند کرښې پورې غاړې له سوداګرۍ سره د تړلو کارګرانو او ګڼو سوداګریزو فعالیتونو پر ژوند هم اغېز کړی دی.
د «اېم اېم الهي ټرېډرز» شرکت اجرایي مشر او شریک، منظور الهي، چې وریجې، غوښه، مالټې او کچالو صادروي، ویلي: «دا یوازې زما لپاره نه، بلکې د هغو ټولو خلکو لپاره ټکان ورکوونکی وضعیت و، چې له افغانستان او ازبکستان سره یې سوداګري کوله؛ په پېښور کې سوداګر، کارګران او د ګمرکي چارو د تصفیې استازي ټول اغېزمن شول.»
د هغه په وینا، تر دې مخکې د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو د شرکت د عوایدو ۸۰ سلنه برخه جوړوله، خو اوس دا کچه یوازې پنځه سلنې ته راټیټه شوې ده.
اوږدې لارې او لوړ لګښتونه
د مهمو سرحدي لارو د تړل کېدو له امله، د منظور الهي په څېر صادروونکي د منځنۍ اسیا بازارونو ته د توکو د لېږلو لپاره د ایران په ګډون د بدیلو لارو په لټه کې دي. خو دا لارې هم اوږدې دي او هم پرې د لېږد لګښتونه ډېر لوړ دي.
د «سياېناې» خبري اژانس د راپور له مخې، په حیاتاباد کې د لاریو په یوه تمځای کې سوداګریز فعالیتونه نژدې په بشپړ ډول درېدلي دي. دغه تمځای پخوا هره ورځ له پاکستانه افغانستان ته د توکو د لېږد لپاره د ۴۰ تر ۵۰ لاریو خدمتونه برابرول.
د ایران لار، چې اوس د افغانستان د بدیلې لارې په توګه ورته کتل کېږي، د پاکستان د بلوچستان ایالت له سیمو تېرېږي، چې امنیتي ګواښونه پکې لوړ دي. پر دې لاره د توکو لېږد نژدې شپږ اوونۍ وخت نیسي.
د توکو صادروونکي محمد نعیم ویلي: «پخوا به د تورخم له لارې ازبکستان ته بار په یوه اوونۍ کې رسېده او د لېږد لګښتونه له دوه زره تر درې زره ډالرو وو؛ خو اوس د ایران له لارې د یوه بار لېږد شاوخوا ۱۰ زره تر ۱۳ زره ډالرو لګښت لري.»
هغه زیاته کړې: «که د کوم توکي تاریخ تېره شي یا خراب شي، نو یوازینۍ لاره دا ده چې وغورځول شي.»
د سوداګرۍ د بیا پیل نښې نه شته
اسلاماباد ویلي چې تر هغه به له افغانستان سره سوداګري بېرته پیل نه کړي، څو د طالبانو اداره د هغو وسلهوالو پر وړاندې اقدام ونه کړي، چې د پاکستان په وینا، د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې د پاکستان دا پرېکړه ښايي د دغه هېواد د اقتصاد پر زیان تمامه شي؛ په ځانګړي ډول داسې مهال، چې د پاکستان د وارداتو او صادراتو ترمنځ واټن مخ پر پراخېدو دی. د دوی په وینا، سوداګري باید د سیاسي اختلافونو قرباني نه شي.
د نړیوالې اقتصادي څېړنیزې شبکې «پارټنرشپ فار اکنامیک پالیسي» د څېړنو مشر، وقار احمد، د چین او هند ترمنځ سوداګرۍ ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ له اوږدمهالو سیاسي او پوځي کړکېچونو سره سره سوداګري روانه ده.
هغه د پاکستان د صادراتو د کمزوري وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه هېواد باید د پیسو نړیوال صندوق د پروګرام له مخې خپلې بهرنۍ زېرمې پیاوړې کړي.
نوموړي ویلي: «دا چې د پاکستان صادرات نه زیاتېږي، ډېره د اندېښنې وړ خبره ده.»
هغه زیاته کړې: «که ټاکل شوې وي چې دا پروګرام بریالی شي، نو باید د پاکستان بهرنۍ زېرمې زیاتې شي.»
د پاکستان سوداګریزو ټولنو له اسلاماباد او کابله غوښتي چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي؛ خو داسې څرګندې نښې نه لیدل کېږي، چې دا کړکېچ به په نژدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي.
دا په داسي حال کې ده چې پاکستان له خپل لوی او زوړ دښمن هند سره له ټولو اختلافونو او جنجالونو سره سره تجارتي لارې نه بندوي او دا هغه مسله ده چې په پښتونخوا کې یې د ډېرو سوداګرو لپاره پوښتنې پیدا کړي دي.