زما مور
زما مور د تورو څخه جوړه شوې
هر توری یې د اوبو، اوبو وړانګو
د شور سپینې سندرې وايي
په پلونو کې یې
پسرلي د رنګونو بارونه اړوي
د قدمونو ښکالو یې
د شاپیریو د بڼ
د نګهتونو مهار نیسي
زما مور د تورو څخه جوړه شوې
هر توری یې
د نجابت او لطافت
کالي اغوستې
خپله ستړتیا یې پر باد ایښې
زما ستړتیا پر اوږو وړي
سپيدې چاود مولیدلي؟
چې څنګه د غرونو هسکې څوکې
نقاشي کوي
لمر څه وخت د غرونو پر هسکو څوکو
قدم ایږدي؟
کله چې زما مور،
د خپلو بڼو د ځنګل څخه راووځي
او د شپې پېيلي هیلې یې
وزرونه وکړي
زما مور د تورو څخه جوړه شوې
هر تورې یې
د سپوږمۍ په سیپېو کې اوبه چیښلې
په هر توري کې یې
د الماسو د ښار شاپیرۍ ناسته ده
پر مځکه ستوري کري
زما د مور د لمنې په ټالونو کې
د وږمو ناوې ناسته ده
په سرو ګوتو
د سارا ګلونو ته شالونه جوړوي
زما مور د صبر ونه ده
زه یې په سیوری کې ناسته یم
زرغونې ارواګانې راته نڅیږي
زما مور،
د عاطفې د لښکرونو په بدرګه کې
روانه وي
او هره شیبه په جنتي وریښمو
د میینې کلمې اوبدي
کاشکي هغه اوږدې ورځې راستنې شي
چې زما مور د تاک د چتر لاندې
د خوږو انګورو ناول ولیکي
کاشکي هغه اوږدې ورځې راستنې شي
چې زما مور د پیروتو سره
الاهو بدرګه کړي
او زه د هغې په سترګو کې بیده شم
کاشکی، کاشکي …
۲۰۲۶/ ۱۴ /۲
بنجارۍ
پال کتونکې غنم رنګې نجلۍ راشه
پال یې شین کړه
زموږ د ښار د نجونو تور بختونه سپین کړه
غټه پلنډه د شنو سرو بنګړیو راوړه
مړوندونه یې د شرنګ په روڼا
روڼ کړه
تور بختونه یې سهار غوندې ریښتیا کړه
قلمونه یې وګوتو روا کړه
پر سرتاخ باندې ډیوې بې پیلتو سوزي
د نجلۍ لاس په څنګل کې دې مات شوی
په انګړ کې د تیارو شهنشاهې ده
دربیلې راغلې د وړانګو * سره نیستې ده
پال کتونکې شین خالۍ بنجارۍ راشه
زموږ د ښار ښځې زندان کې نینې شوي
د هډوکو غوښې یې تور ښامار څټلې
خلګ وايي چې قیامت دې نیږدي شوی
شپې و شپو ته واده کیږي
پوج د ستورو د اسمان سیند ته لویدلی
رابطو کې د ګړکیو اغزي شنه دي
خونې ساه نه باسي سږي یې خوږیږي
ساه لنډۍ په لګیدلې بې دوا دي
بې پوښتنې، بې اسرې دي بېنوا دي
پال کتونکي غنم رنګي نجلۍ راشه
شین خالۍ بنجارۍ راشه
په کوڅو کې د چوپتیا بلاوې ناڅي
نشته کړنګ د باهوګانو
د وښیو، بازوګانو
پاولۍ زنګ خوړلي راشه
زموږ د ښار سره پخلاشه
زموږ د ښار سره پخلاشه
۲۰۲۶/ ۱۲/ ۲
غزل
تنهايي مې دیوالونو ته راوړې
اوږده شپه مې ستا خیالونو ته راوړې
چې راتلمه ګرد د لارې مې راواخیست
څه شیبه مې وحالونو ته راوړې
میلمنه وم د سپوږمۍ د خم پر شونډو
میخانه مې وجامونو ته راوړې
ټوله لاره سوزیدم ژړ مازدیګر وم
روڼايي مې ماښامونو ته راوړې
د ذرو په الوت والوتم (پروین) یم
رسايي مې اسمانونوته راوړې
۲۰۲۶/ ۱۰ / ۲