Home+وارسا تړون څنګه جوړ او ختم شو

وارسا تړون څنګه جوړ او ختم شو

 له نن څخه 71 کاله پخوا د ۱۹۵۵ م کال د مې میاشتې په ۱۴ مه د ۸ هیوادونو ترمنځ د وارسا تړون لاسلیک شو. دا تړون په سړه جګړه کې د ناټو اصلي سیال و.

 د وارسا تړون بشپړ نوم د (ختیځې اروپا د هېوادونو د متقابلو مرستو تړون) دی، چې د پولنډ په پلارمینه (وارسا) کې د البانیا، چکسلواکیا، بلغاریه، ختیځ جرمني،همګري. پولنډ. رومانیا او شوري اتحاد ترمنځ لاسلیک شو. په دغه تړون کې د ختیځې اروپا د سوسیالستو هېوادونو په منځ کې یوازې یوګوسلاویا غړیتوب ونه مانه.

د دې تړون د جوړیدو اصلي سبب د پاریس توافقات ول، چې د لویدیځو قدرتونو ترمنځ په پاریس کې وشول. د همدغو توافقاتو پر بنسټ لویدیځ جرمني ته په ناټو کې ځای ورکړل شو، نو د ناټو د همدې پرمختګ په غبرګون او مقابلې  لپاره شوروي اتحاد د ختیځې اروپا هېوادونه پرځان راټول او د وارسا نظامي تړون یې رامنځته کړ څو دوی هم له دې لارې د ناټو او لویدیځ بلاک د ډېریدونکي نفوذ مخنیوی وکړي او د ختیځې اروپا دا سوسیالیست هېوادونه د لویدیځ دله احتمالي یرغل څخه وساتي. د دې تړون د غړیو هېوادونو د وسله والو قواوو رهبرۍ لپاره واحده نظامي قومانده وټاکل شوه چې د مسکو په وسیله هدایت ورکول کېده، د دې تړون له مخې پریکړه وشوه، که چېري د تړون پر یوه غړي هیواد د کوم بهرني هیواد له خوا یرغل وشي، باید نور غړي هېوادونه یې په ګډه  په وړاندې دفاع وکړي.

همدارنګه د دې تړون په یوه ماده کې ذکر شوي و، چې د یوبل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي او د یوبل خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته به درنه سترګه ګوري، مګر په عمل کې داسې نه و، په ۱۹۵۶ م کال کې په هنګري او په ۱۹۶۸ م کال کې په چکسلواکیا کې د شوروي اتحاد په مداخلې سره دا قانون په عملي ډول تر پښو لاندې شو، خو د شوروي اتحاد چارواکو بیا هم نه منله او ادعا یې کوله چې له دوی څخه په رسمي ډول غوښتنه شوې ده.

د وارسا تړون له مخې شوروي اتحاد خپل نظامي شتون ته په غړیو هېوادونو کې مشروعیت ورکړ، خپل پوځونه یې په یادو هېوادونو کې ځای پرځای کړل، د نړیوالو قوانینو پر خلاف یې د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې پيل کړي، چې وروسته بیا په څو هېوادونو کې د شوروي اتحاد د پوځونو شتون د خلکو له اعتراض سرمخامخ شو او د شوروي ضد پاڅونونو سبب شو، په دې ډله کې له پولنډ او هنګري څخه یادونه کولای شو.

دا تړون چې د پولنډ په پلازمینه وارسا کې د شلو کالو لپاره لاسلیک شوې و، په ۱۹۷۵ م کال کې دا موده یو ځل بیا د شلو کالو لپاره لاسلیک شو، په ۱۹۷۵ م کال کې دا موده یو ځل بیا تمدید شوه مګر د تړون کورنۍ ستونزې د دې سبب شوې چې په  درېیم ځل تمدید نه شي. په ۱۹۶۱ م کال کې په رسمي توګه البانیا خپله مرسته او ملاتړ له تړون څخه راکم کړ او په ۱۹۶۸ م کال کې په رسمي ډول له تړون څخه ووتل.

چکسلواکیا په ۱۹۵۶ م کال کې هڅه وکړه چې له وارسا تړون څخه ځان خلاص کړي، مګر ونه توانیده، رومانیا او چکسلواکیا په ۱۹۶۴م کال کې یو ځل بیا هڅه وکړه چې د وارسا تړون د قوماندانۍ او مشرۍ په جوړښت کې بدلون راولي، په همدې جریان کې فنلنډ ته هم بلنه ورکول شوه چې د وارسا تړون غړیتوب ترلاسه کړي خو فنلنډ ونه منله ولي ژمنه یې وکړه، چې ناپېلي یا بیطرفه به پاته شي.

په ۱۹۸۹ م کال کې کله چې په ختیځه اروپا کې د پاڅونونو او انقلابونو لړۍ پیل شوه، نو د وارسا تړون هم د خپل ژوند وروستیو پړاونو ته ورسېد، د ختیځ جرمني له وتلو او د شوروي اتحاد له ړنګیدو سره دا تړون هم په عملي ډول له منځه ولاړ او د دې تړون ډېری غړیو په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه، وروسته د وارسا تړون غړیو هېوادونو هر یو لکه چکسلواکیا، پولنډ‌، هنګري، چې وروسته بلغاریا هم ورسره ملګرۍ شوه، اعلان وکړ چې د ۱۹۱۹ م کال د جون له لومړۍ نېټې څخه به په بشپړه توګه له وارسا  تړون څخه لاس پریمنځي.

په پای کې نوموړي هېوادونه په پراګ کې سره راټول او د ۱۹۹۱ م کال د جون پر لومړۍ نېټه یې د وارسا نظامي تړون یوازې په رسمي ډول ړنګ او لغوه اعلان کړ او په دې توګه د سړې جګړې د عمر په پوره کېدو سره د وارسا تړون عمر هم پوره او میدان یوازې شمالي اتلانتیک سازمان ته پاته شو چې نه یوازې تر نن پورې فعال او عملآ پر کار بوخت دی بلکې د وارسا تړون اکثره غړي یې هم خپل کړي دي. اوس د پخوانۍ وارسا تړون ډیر هیوادونه لکه چک، سلواکیا، پولنډ، هنګري، بلغاریا، ایستونیا، لاتویا، لیتوانیا، رومانیا او سلووینیا، البانیا، کرویشیا، او شمالي مقدونیا د ناټو غړي شول او یو شمېر نور لکه اوکراین او ګورجستان په ناکرارۍ د ناټو د غړیتوب هیله لري.

سیف الله هلمند

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    زما په فکر، هر کله چې وارسا پکټ له منځه لاړ؛ د ناټو اورګانیزیشن هم باید له منځه تللې وای! نه دا چې نور ختیځ اروپايي هیوادونو ته ېې امپریالیستی او زبیښاکي لکۍ دڼنه کړله!! په سر کې یو.اس.اې یا د امریکا متعهده ایالات اوس ټوله نړۍ کې د نیابتی جګړو او یا پخوانیو دښمنیو ایرو بیرته هور لګولو ته لمن وهي:
    افغانستان-پوکسټین؛ فلسطین-اسراییل؛ روسیه-اوکرایین؛ چین-تایوان؛ کوریا ګانې؛ سوډانونه؛ یمن-صعودی؛ نور عربی ملکونه -اسراییل،ایران او …په داسې حال کې چې د ناټو غړي هم نه دي!!!
    -ناټو یعنې( نارته اتلانټیک تېریتوری ورګانیزیشن) یا د شمالی اطلس “بحر” منطقوي سازمان) چې زما په آند آیسلڼد+ګریلڼد+کاناډا+انګلستان+ناروی+سویډن +فنلیڼد+الاسکا+بلجیم +دنمارک+ندرلند+-حتی یو څه روسیه! هم پکې سرحدونه لري.
    د عثماني امپراطورۍ بقایا (د ترکیيې جمهوریت ) خو بالکل بیځایه ټکسونه ورکوي!!!
    له بلې خوا؛ د وارسا پر ځای د شانګهای، برکڅټ ا.د.ن. را منځته شوي چې د ناټو پر وړاندې به دفاع کويي؛ یعنې بیرته سړه جګړه روانه ده!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...