چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

اوومه برخه

د طوفان قرباني ملت

مکۍ خاله د کوڅې سپېره بلل کېدل، ټولو به ويل چي خير او خيرات ورکوئ نور يې مخ پرته کوئ، دا سپېره ده، کونډه سوه بيا د څلورو ځوانانو زامنو بوره مور سوه، اوس د يوه ګله يتيمانو او درو کونډو مشره مور ده، پر کور يې د بلا سيورۍ سوی دئ، ځان ځني ګورئ! چي سيوری يې پر تاسي ونه لوېږي.

په هغه ورځ چي زه له کابل څخه کور ته ولاړم دا هم راغلې وه او له دروازې سره ناسته وه، ټول ځني پټ وه، زه چي کور ته ننوتم، له دننه څخه مي يو ږغ واورېدی چي ويې ويل: هغه قرآن وهلې په دروازه کي ناسته ده او زموږ مسافر پر راغلی، ژر خيرات ورکړئ چي يو شی می ونه سي.

د عادت له مخي نږدې ورغلم، سپين سرې غټ پوړنی پر سر له دروازې سره ناسته وه. ما سلام واچوی، دې سترګو ته لاس سايوان کړی راته ويې کتل سلام يې راوعليکم کړی، مخ يې داسي کونجي درلودلې، لکه يو چا چي په لاس قصدي پکښي کښلي وي، طبعي نه وې، پخه ښځه وه، مګر بيخي ډېره زړه معلومېدل، لکه يو چا چي په زوره زړه کړې وي، سترګي يې په مخ کي ورکي سوې او توري توري هلکې يې دومره غټي وې چي اصلًا يې سترګي پکښي ورکي وې.

ما ته يې وويل: کابلی يې؟

ما وويل: هو! ادې کابلی يم، څنګه يې ژوندي څنګه دئ؟

ويې ويل: شکر دئ، دوی هغه بله ورځ ويل چي کابلی راځي ما ويل زه به دي ووينم که دي زما د چيچي احوال راوکړی، دوی ويل چي حکومت بنديان ايله کوي، خو ته هم په هغه جرګه کي وې، زما د زويک احوال به راونه کړې؟

ما ورته وويل: ته اول کيسه راته وکړه چي زوی دي چيري وو، څه په وسوه، اوس چيري دئ؟

دې وويل: يو ټکی اوبه راکړئ. ما مي خور ته ورږغ کړه چي اوبه راوړئ، په دې وخت کي ټوله کورنۍ راورسېدل، ما مي د مور لاسونه مچ کړه، مور مي څنګ ته پر چوکۍ کښېنستله، زه بيرته مکۍ خاله ته کښېنستلم، خور مي په يوه جيک کي د غورې اوبه راوړې، ما اول ګيلاس خاله ته ورکړی، خور مي بل ګيلاس ما ته راکړئ، ما مور ته اشاره وکړه چي مکۍ خاله ما ته کيسه کوي، مور مي په زوره وويل: مکۍ خاله! دا دئ اوس خپله کيسه سمه ورته وکړه، که دي ده د زوی درک درمعلوم کړئ. بيا يې ما ته وويل: ته او خدای وس چي يوه چاره به يې کوې، بد بخته ټوټه ټوټه سوې ده.

په دې وخت کي مکۍ خاله غاړه تازه کړه ويې ويل: موږ اصلًا د تيري يو، مېړه مي د مکتب معلم وو او په څنګ کي مو يې باغونه هم درلودل، چي ښه بادام به يې کول، ژوند په خوشحالۍ تېرېدئ اول مي درې زامن وسوه بيا خدای (ج) دوې لوڼي هم راکړې، بيا مي غبرګوليان وسوه هلک او انجلۍ وه او بيا مي اخير وار زوی هم وسو. پر اخيري زوی مي الګوله سوه ويل چي انقلاب وسو، هره ورځ خلګ ورکېدل، يوه ورځ د هلکانو پلار باغ ته ولاړی بيا رانه غلی، لکه تا چي نه دئ ليدی ما هم همداسي نه دئ لیدی، ورځ مو واوښته، باغوانانو خپل باغونه راڅخه قبضه کړل، اختارونه يې هم راکول، کونډه ښځه وم، بله اسره مي نه درلوده، کندهار ښار ته راکډه سوم، دلته مي مشر زوی، چي د نونسو شلو کالو وو، يوه ورځ له توپک سره کور ته راغلی، ما خوشکه ورته وکړه چي مغزي ماتې دا څه کوې؟ ده ويل چي جهاد دئ مور او فرض دئ او بل نو زه څه کار لرم.

هلک وو نور مي په وسه څه نه وه ورسره پوره، واده مي ور وکړی، چي ګوندي راوګرځي، مګر هغه به بيا ورک وو، پر اول کال يې زوی وسو، بيا هم دی به ټول وخت ورک وو، اورېدلي مي وه چي قومندان سوی هم دئ.

يوه ورځ کور ته راغلی، اوږدې څوڼي يې وې، زه يې له قوارې څخه بېرېدلم، د خبرو طريقه او هر څه يې بدل سوي وو، مېرمن يې د شپې يو څه ورته ويلي وه، په هغه شپه کي نارې او غالمغال سو، چي ور ووتلم وهل او دربول شروع وه، مږور مي ځني خلاصه کړه، دی همداسي له کوره ووتی.

بيا داسي ورځ راغله چي د مجاهد په ښار کي جنګ سو او په جنګ کي مي زوی د خدای (ج) په کار سو او يوه ورځ يې جنازه راته راوړه، په دې وخت کي ما دوهم زوی ته هم واده ورکړی وو، د قومندان زوی مي هم درې اولاده وه دريم زوی مي، چي لا اومه خوله هلک وو، د اول زوی کونډه مي ورته کښېنول، بيا نو هغه وو چي سپيني ملائکي راپيدا سوې او خلګ يې له توپکيانو خلاصول، دوهم زوی مي هم يوه ورځ راغلی لاسونه يې رامچ کړه ويې ويل: موري! زه نو ځم چي خلګ له دې آفته خلاص کړو. ولاړی بيا به کله کله راغلی، د ده هم تقريبًا څلور اولاده وه، بيا په دښت ليلا کي جنرال مالک او دوستم هغه هم راشهيد کړی، دی خو مي پيدا نه کړی، خو نوم يې په هغه ليستو کي وو، چي هلته شهيدان سوي وه.

دريم زوی مي د نوي حکومت په شروع کي، چي کرزی باچا سو، د پنځويشتو و شپږويشتو کالو وو او نور دوه زامن او دوې لوڼي مي غټوکي سوي وه، لږ مي زړه په ښه وو، له ځان سره به خوشحاله وم، چي خدای (ج) همدا ژوندي راته پاته کړل غټه خبره ده.

هغه زوی مي سبقونه هم ويل او بيا يوه ورځ په عسکري درشي کي راغلی، ويې ويل: موره! زه خو عسکر سوم. د زړه مي شريک سو، خو بيا هم ښه وو، اوس ارامي وه، جنګ نه وو، هر څه اسانه وه، ښه معاش يې هم ورکوی، خو دا خوشحالي ډېره اوږده نه سوه چاودني او کرار کرار جنګونه شروع سوه.

دا څلورم زوی مي ملا طبيعته وو، ډېر به ورک وو چي کور ته به راتلی هم به ډېر په قهر وو، له چا سره يې سمه نه کول، عسکر زوی ته به مي يې هر وخت بد او رد ويل، د نورو غلام به يې ورته وايه، اجره مليشه به يې ورته وايه، خو عسکر زوی مي، چي پر مشر هم وو، پر خندل او هر څه به يې په ټوکه تېرول.

يوه ورځ، چي د غرمې ډوډي ته ناست وو، څلورم زوی مي چي راغلی، عسکر زوی مي په دريشي کي ناست وو، ده د سلام دمخه ورته وويل چي دا غول دي دلته مه اغونده، موږ ټول حيران سوو، دا اول ځل وو چي زموږ په کور کي داسي يوه خبره کېده، ما ژر ږغ پر وکړه چي عطاء الله! دا څه وايې، ذبيح الله دې مشر ورور دئ او مشر ورور د پلار په درجه کي وي.

ده بېله دې چي ما ته وګوري وويل چي مور ته ښځه يې په دې شيانو نه پوهېږې، دا ټول د کافرانو مزدوران دي، ټول بايد مردار سي.

مشر زوی مي د دې پر ځای چي احساساتي سي، ورته وويل چي عطاء جانه! ته دي ډوډۍ وخوره، بيا په مجلس سره وکړو، شوده سړيه!

عطاء الله په قهر ورته وويل چي شوده داسي وي لکه ته، مشر زوی مي بيا پر وخندل ويل يې چي ځه زه يې شوده ته دي ډوډۍ وخوره.

تر ډودۍ وروسته مي مشر زوی عطاء الله ته وويل چي ښه وروکه! راځه چي سر سره خلاص کړو، موږ څنګه مزدوران او کافران يو، په کوم مسجد کي چي ته پنځه وخته لمونځ کوې زه يې هم کوم، کومه دېرش ورځي روژه چي ته نيسې زه يې هم نيسم، کوم قرآن شريف چي ته مني او وايې زه يې هم وايم، اوس نو زه څنګه کافر سوم.

عطاء الله ورته وويل: ستاسي ټولي پيسې کافران درکوي، په کار کي شراب چيښئ، کافرانو خپل انجوني راوستلي دي او ستاسي په دفتر کي کار کوي، تاسي د خنځيرانو غوښي خورئ، ايمان مو په سر کي نه سته.

مشر زوی مي وخندل ويې ويل: ګوره! زموږ په وظيفه کي هر ډول نشه مطلقه بنده ده، خارجي څه کوې، داخلي انجوني لا دلته کار نه کوي او پاته سوه د خنځيرانو غوښه، هغه دلته نه سي خوړل کېدلای، ځکه دلته نه خنځير سته او نه يې څوک غوښه خوړلای سي.

عطاء الله بې واره وويل: نو د کافرانو په پيسو خو چليږئ.

عسکر زوی مي ورته وويل: دا يويشتمه پېړۍ ده مملکتونه خپلي اړتياوي لري، همدا اوس داغه کافران په مکه شريفه کي سته، په نورو ټولو اسلامي مملکوتونو کي سته، ته ماته دا سي يو څوک راښوولای سې چي له خارجانو سره تړون نه لري او خپلي وطني ګټي دي ونه ساتي؟

عطاء الله ورته وويل: ولي پاکستان نه دئ، ولي طالبان نه دي.

عسکر زوی مي ورته وويل: ګوره عطاء الله! پاکستان دا اوس د هيرا منډئ يې په ټکس چليږي پر شرابو او نشه خانو ماليه اخلي، ډيسکوګاني پکښي قانوني دي، نر له نر او ښځه له ښځي سره واده کولای سي، قانون يې د انګريزانو قانون دئ او امريکا هر کال تر بل تر هر چا ډېري پيسې پاکستان ته ورکوي او داغه پاکستان بيا بيرته طالبان ساتي، پخوا يې مجاهد ساتل او بيا يې امريکا ته هډې ورنه کړې، چي د طالبانو حکومت يې چپه کړئ؟

عطاګی په قهر ځني ولاړ سو، ويې ويل: تاسي کافرانو اړولي ياست. او له کور څخه ووتی، څو وروځي وروسته يې زما عسکر زوی په مسجد کي د سهار پر لمانځه وويشتی او ځای پر ځای شهيد سو. خلګو دا اوازه هم خپره کړه چي خپل ورور ويشتلی دئ، ځکه هغه په طالبانو کي دئ، اوس نو کونډي راته دوې سوې. لوڼي مي غټوکي وې يوه مي دلې په ښار کي يوه ځوان ته ورکړه، په دا سبا کي عطاء ډېر په قهر راغلی ويې ويل: تاسي اجر ته زما خور ورکړې ده، يو مو پاينيت نه سو چي بل حکومتي ته مو انجلۍ ورکړه.

او بله خور يې په وچ زور خپل ملګري ته ورکړه، چي هغه دوې نوري ښځي هم لرلې.

د اولي لور مي ډېر ښه ژوند وو، مېړه يې په ولايتي شورا کي کارمن وو، په ولايتي شورا کي چي هغه مازدا وچاودل، دی په هغه کي شهيد سو.

زما عمر نه خلاصيږي، له هر اولاد سره يو وار مړه سوې يم، مېړه، درې زامن او زوم مي شهيدان دي، خو زه لا ژوندۍ يم، وايم چي مځکه چاک سوې وای او زه په ننوتلې وای.

مور ته چي مي وکتل هغې هم ژړل ويې ويل: زما يو زوم مړ دئ، لس کاله کيږي، خو تر اوسه هره شپه ژاړم، د زامنو غم دي خدا (ج) نه راکوي، دا يو دئ سر او کال راڅخه ورک دئ، خو زړه مي پوړه دئ چي ژوندی خو دئ.

په دې وخت کي مکۍ غاړه تازه کړه ويې ويل: خانمي! کاشکي چي غم له غمه شرمېدلای، پر ما به نه راتلل، جوړه جوړه غمونه د عسکر د قبر خاوره لا نه وه وچه چي عطاء الله پر محبس باندي په عملياتو کي شهيد سو.

اوس نو يوازي د کوچني زوی په اسره باندي ناسته وم، نور مي نو له ټولي دنيا اميد شکېدلی وو، کشره لور مي چي ډېره ښائسته ده، بيخي ډيري مرکې ورته راغلې ولاړې، د حوزې د آمر مرکه ډېره ټينګه وه، خو ما قسم کړی وو چي هيڅ رقم توپک والا ته به يې نه ورکوم، اخير يې اختار راواستوی چي لور دي راکړه کنې دا بل زوی دي هم ولا ژوندی ژړانده در څخه ورک کړم، ما سر نه په ګرځاوه.

يوه شپه دربی سو، دروازه مو په بم والوزول سوه، عسکر راغلل د زوی په سر مي يې توره کڅوڼه ور واغوستله او بويې تلی، دا زوی مي ډېر بې ازاره هلک دئ، په ښار کي يوه مستري خانه لري، د چا په ښو او بدو يې کار نه سته، دا يې پنځمه مياشت ده چي ورک دئ، دوی راته وايي چي باګرام ته يې وړی دئ، اوس نو تاسي وواياست چي زه سپېره يم که دا وطن، ګناه د چا ده، اوس به نو ته کوې خدای (ج) به کوي، زوی به مي راپيدا کوې.

ما په ډېره مايوسي ورته وويل: يا موږ سپېره يو ابۍ. په دې وخت کي مي د امنيت په شورا کي خپل يوه ملګري ته، چي د بنديانو د ايله کولو د کمېسون غړی وو، زنګ وواهه، د مکۍ د زوی پوښتنه مي وکړه، هغه وويل چي وخت راکړه زه بيرته زنګ درته وهم.

يو ګړی وروسته زنګ راغلي ويې ويل: هو! سته، څه په وکړم؟

ما ورته وويل: د نن په ليست کي يې واچوه! او لس زره افغانۍ وکړه، حساب زما او ستا تر منځ دئ. د مکۍ خوله له خندا څخه نه ټولېده، تا به ويل چي ټوله نړۍ دي وربخښلې ده، زما څخه د خپل کور تګ خوشحالي هېره وه، د بوډۍ خوشحالۍ ته خوشحاله وم، مګر په زړه کي يوه نامعلومه درد ځورولم، زه پوهېدم چي ډېر څه پيښيږي، زه کور ته د اخيري خدای په اماني له پاره راغلی وم، د کور غولی، دېوالونه هر څه مي بل ډول ليدل، که څه هم په کابل کي هم هر وخت همدا کور په خوبونو کي هره شپه وينم، خو دا ځل هر څه بېل وه، ما د طوفان څپې ليدلې چي ورو ورو رانږدې کېدلې، ما ليدل چي موږ يوه تياره نامعلوم او ورک لوري ته ورنږدې کيږو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...