چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+د میرزا روښاني په کلام کښي اندو-آریاني کلمې

د میرزا روښاني په کلام کښي اندو-آریاني کلمې

څېړندوی دوست سرواني

لنډیز

     د آریک ژبو په اړه نظریې ډیري دي خو یوه عامه نظریه دا ده چي آریک د اندو-اروپايي ژبکورنۍ ژبښاخ دی او څلور څانګي لري: (اندو- آریاني”سنسکریت،پالی، هندی  “، داردیک، نورستاني، آریاني). د پښتو ژبي په کلاسیکو متونو کې د آریک ژبو زیاتره برخه یا د کلمو هغه برخه چې د پښتنو په تاریخ او د پښتو ژبې په ادب پوري اړه  لري ډېره تر سترګو کیږي. همداسي د پښتو ژبې د لرغوني برخي د بیارغونې له اصولو داسي جوتیږي چې پښتو ژبه په پاخه ډول په آریک ژبښاخ پوري اړه لري. د پښتو ژبي یوه لویه لغوي زېرمه د اندو-آریاني (ویدي سرودونه، سنسکریت متون او هندي ژبپانګې) تر اغېز لاندي راغلې او یوه برخه د څېړنکو له خوا د فونولوژيکي څېړنو په اساس تثبیت شوې لکه: ټ، ډ، ړ، او ښ چې د آریاني پښتو او اندو-آریاني سنسکریت، هندي سره مشترک دي. د پښتو په کلاسیکو متونو کې داسي کلمات شته چې د لیکولانو او ادیبانو له خوا په ارادي او غیر ارادي ډول استعمال سوي دي. چي موږ لاندي څو نمونې د میرزاخان روښاني د پیرو ښان لمسی(۱۰۴۰ هـ.ق مړ) په دیوان کې ګورو، چي هندي – سنسکریت ریښه لري:

The Indo-European(Aric) languages are language family of multicore hundred related languages and dialects. Pashto and Hindi ” sanskrit” languages both of  The Indo-European languages. Hindi is belong to Indo – Aryan languages and Pashto is from Aryani languages braches. From beginning to now Hindi and Pashto did equal evolution. When we see  in vedic text, the word of “parśwā” by put of infix “an”, “parṣwana= pashtonwala”make adjective of pashton tribe postulates, that’s a good example. In this issue I should  purpose to show several Hindi”sanskrit” words in mirza khan Ansari”roṣāni” poems.

سومنات(soma+nâtha= सुमा+ नाथ)[1]

سومنات مرکبه هندي کلمه ده چي ایتمولوژي یې له سانسکریټ سره تړلې< لومړی برخه یې(سوم=suma، सुमा) یې د (سپوږمۍ) او (نات=nâtha، नाथ) یې د (صاحب، خاوند اوڅښتن) معنا ښندي.[2] په هند کي لیکل شوي برهان قاطع قاموس کي یې دا کلمه داسي راخیستې: “سومنات په لومړي پېښ، د نون او میم په زور او اوږد الف د مهملات پر وزن د ګجرات په سیمه کي یوه بتخانه وه. ” البیروني بیا په تحقیق ماللهند کي کښلي: “سلطان محمود غزنوي په ۴۱۶ هجری کي، منات چي د نوموتو بتانو څخه و په هماغه بتخانه کي مات کړ. “… حجر سومنات و (سوم) هو القمر و (نات( الصاحب، فهو صاحب القمر، قد قلعه الامیر محمود رضی الله عنه فی سنه ست عشره و اربع مائه للهجرة(ماللهند ۲۵۲مخ)[3] او د دې نوموني په تړاو یې افسانه هم راوړې ده. سعدي ویلي:

بتی دیدم از عاج در “سومنات

مرصع چو در جاهلیت منات

شیخ عطار ویلي:

لشکر محمود اندر “سومنات

یافتند آتن بُت که نامش بود نات. [4]

میرزاخان روښاني یې خپل شعر کي داسي یادونه کړې:

د صورت معنا نه وینې

ته یې بت د سومناته[5]

له پورتنیو څرګندونو څخه ښکاري چي دا یوه هندي کلمه ده، یادشوی بت د “نات او “سومنات” او دې ته ورته نورو نومونو هم یاد شوی دی.

انند(आनन्द=Ananda )[6]

د پښتو، هندي، سنسکریت او فارسی قاموسونو کي:انند کلمه قاموسونو د خوښۍ، آرام، عیش، روښانه، مسرت او ښادۍ په معناګانو راخیستې ده. انګریزی کي یې معناګانی happiness; pleasure; delight دي.[7] په هندي کې انند مجرد نوم دی، واحد مذکر یوه جمع یې په مجهوله (یاء) سره انندیں(ا+ نن+ دں) او دوهمه جمع یې په مجهول (واو) سره غیر ندایی جمع: انندوں(ا+نن+دوں) ده. خو پښتو جمع یې انندونه راځي. له آره سانسکریټ کلمه ده په نوې هندي ژبه او اُردو تاریخي ، ادبي متونو کي هم ځای لري. په هندي اوپنیشاد په متن کې آننده راغلی دی.(آ) – الف یې د اتصاف او صفت لپاره راغلی، (ننده) یې لذت او خوښي ښوولې ده. د همدې اوپنیشاد په متن کې بل ځای د “آجنا=ajnā” په کلمه کې هم الف د اتصاف لپاره راغلی دی چي د پوهېدلو معنا لري.[8] په اردو ژبه کي لومړی ځل د  د غواضی په (طوطي نامه/۱۶۳۹ م)) کي کارېدلې کلمه ده.[9]په سانسکریټ کي (اننېتيanu-nīti) د ښه خوی څښتن ته وايي [10]، (انَنُداan-ānudá) [11]د جګړن او تورکښ په معنا راغلی دی. میرزاخان ابن فخرالدین محمد[12] په (تحفة الهند) کي (آنند) په ممدوده الف او دوه نونه( یکي از پتر یاګوشه های هندول راګ) او (نند)، (نام یکی از افاعیل عروضی شامل یک هجای ، هجای بلند و یک هجای کوتاه) است یاد کړی دی. [13]

د (انند) کلمه د معنا په لږ تغییر د نورو کلاسیکو شاعرانو په شعرونو کي هم وینو:

حمید ماشوخیل د فریاد په معنا راخیستی دی:

لکه ته چي یې زما په درو داغ کړې

بلبل نه کړي په ګل هسيانندونه

خوشحال خټک وايي:

هوښیارانو څخه ډيره اندېښنه ده

چي ملنګ د مصلي هغه انند کا

(د خوشحال غزلیات)

عبدالقادر خان خټک د عیش او عشرت په معنا راخیستې ده:

طول امل په دنیا عیش و انند کا

په اهاړ کي د اوبو په طمع پند کا

دولت لْواڼی د بې تابه او لالهانده په مفهوم راخیستی دی:

یعقوب شب و روز بې انندو

چي بیل شوی تر فرزند و

واصل روښاني د خوښۍ په معنا کارولی دی:

کشایش یې روزي نه شه

په زندان کي یې انند دی[14]

کامګار د خوښۍ او خوشحالۍ په مفهوم راخیستی دی:

اوس غمونه د هجران زغمه کامګاره

چي په وصل د دلبر دي ډېر انند شو

(دېوان/۷۸مخ)

شمس الدین کاکړ د سکون او خوشحالۍ په معنا کارولی دی:

ما رویان د زمانې دي چاکر کړي

مقبلان دي کړي په درد کي انندونه

یونس د خوښۍ او قناقت په معنا کارولی:

د حریص په ناامیدی باندي حدیث دی

صابرانو په مقصود و که انند

قنبر علی د خوشحالۍ په مفهوم راخیستی دی:

کله کا انند شاهان د تخت د پاسه

عشاق هسي په وصال کي په انند دي

د سره کوتل په کتیبه کي د ( واننده = خوشحاله کړ) د فعل په بڼه راغلی دی. [15]

، میرزاخان په خپل کلام کي په معنا راوړې ده:

چي زنده شي پس له مرګه

غم پرې نشته بې اننده[16]

بل ځای یې د روښانه او ښکلا په معنا کارولی دی:

چي دي هسي بد ګمان په عیب کښیووت

د حاسد په نور به کوم هنر انند وي [17]

پورتني بیت کي انند د روښانه او ځلانده په معنا راغلی دی.

بیا هم وايي:

هر زمان یې نوی نوی سر پرې کیږي

په دا نوي سر یې لا تازه انند دی [18]

 بل ځای وایی:

یو ژوندون به جاودان درلره درشي

همېشه به د خپل زړه په حال انند کړې

هولي(HOli)=( होलिका=holikA)[19]

 په انګریزي ژبه ورته (Holi festival) وايي د هندوستان د خلکو له رسمي اخترونو څخه دی، هولی یو پسرلنی ملي او مذهبي جشن دی. هولي د میني او رنګونو په جشن هم پېژندوی دی، خلک یې د مارچ په میاشت کي چي د ژمي ختمېدو او پسرلي په رارسېدو وي نمانځي. په دې ورځ نر او ښځي سپیني جامې اغوندي او یو پر بل رنګونه او اوبه پاشي او نڅاوي کوي. په دې جشن کي د هر عمر کسان ګډون کوي د هولي د جشن څخه د هندوانو عقیده داده چي د پسرلي په رارسېدو سره رڼا پر تیارو او ښه پر بدو بری مومي. دا تر دېوالي جشن چي د ژمي په رارسېدو سره جوړیږي ډېر په ولولو نمانځل کیږي. د هولي جشن او میله تر شا ځیني اسطورې هم له ځان سره لري چي یوه یې د عشق د الهې (کاماروا) ده. د دې جشن سرچینه په سانسکریټي متونو کي (راتناوالي) ته ورګرځي د هولي جشن لومړی ځل په بنګال کي جوړ سو چي دوې ورځي دوام وکړ. په دې دوو ورځو کي خلک ځانګړي خواړه هم پخوي. دود داسي دی چي د ورځي رنګونه او د شپې اور بلوي. د دې جشن د نوموني ریښه (هولیکا) او د هندوانو خوایګوټي کرشنا ته منسوب دی. هندي څېړونکي هولي د (هولیکاداهان) پیښي ته منسوبوي چي د (هیرانیاکاشیپو) په نوم د یوه ځواکمن پاچاه بېرحمه جادوګره خور وه چي آخر د خپلي جوړي توطئې په دام کي و سوځېدل او بریالیتوب د (هیرانیاکاشیپو) د زوی (پر اهلاداد) په برخه شو. په دې بریا سره اوس د (هولیکا) د مرګ په خوښۍ کي د هغې نامه ته منسوب په کال کي دوه ورځنی(هولي) جشن جوړیږي.[20]په سانسکریټ ژبه کي د (هولیکا) کلمه د (होलिका=holikA) د (Holi festival)معنا شوې کومه ځانګړې معنا یې نه ده ورته لیکلې. نور نو معلومه نه ده چي  د دې کلمې ریښه ویدي ده که سانسکريټ یا بله ژبه خو په نوې هندي ژبه کي هم استعمال لري.

میرزاخان  یاده کلمه په خپل شعر کي داسي کار کړې ده:

زه و ناس و ته وایم

ای د برهمن ټولی

عقل درست در څخه والوت

هرچه ورځ شوه د هولی[21]

بل ځای وايي:

دا څه وخت شو د هولي

هندوان ټوله شوه اولي[22]

جولي،ځولۍ(joli)، ( जालिका=jAlikA)[23]

د بخمل څخه جوړ پوړنی چي په لیست، ګلاباتونو، چرمو، خامکو او زرینو حاشیو باندي یې څنډي جوړي سوي وي او تر عادي پوړني غټ وي. د ښځو ټول ځان په کي پټیږي اوس هم د غزني او لوی کندهار(زابل، کندهار، روزګان، هلمند) په کلیو او ښارونو کي کاریږي پخوا یې ځولۍ اوس یې شال بولي. د ښځو یو پخوانۍ ننواته د چي وايي( د ځولۍ) یا پوړني او پلو روی مي در وړی دی. په ولس کي عام او درناوی یې کیږي. کله چي یوه ښځه کوم چا ته د (ځولۍ روی) ونیسي، د هغې د ننواتي په هره توګه منل کیږي. که یې څوک ونه مني د غیرت پوله یې ماته کړه ولس ورته په ښه سترګه نه ګوري.[24] په دریاب قاموس کي یې داسي ښيي: جولۍ، ځولۍ یو ډول ځانګړې کڅوړه ده ، کلچ، پېڅه، جوال غوندي کڅوړه دواړه سرونه یې تړلي یوه خوا یې آزاده وي ، د لوی کندهار خلک یې ګېره بولي؛ پر آس یا خره باندي ایښوول کیږي خاوره، امبار – سره پکښي وړي.[25] په پښتو – پښتو تشریحي قاموس کي هم دې ته ورته معنا کړې په سانسکریټ ژبه کي (झौलिक=jhaulika، جولیکا) (small bag) کوچنۍ کچوړي ته وايي. په سانسکریټ کي یې د پوړني لپاره “پلو /palu”کلمه هم کاریږي او د (पल्लव=pallava، پلوه) په بڼه ده. په پښتو کي پلو او مخ پټی هم ورته وايي.

خوشحال خټک وايي:

چا یې پلو له مخه لیري نه کړ

پښتو لا هسي بکره پرته ده

د سانسکریټ ژبي( जालिका=jAlikA(، جالیکا) په را وروسته هندي او پښتو کي جولي او ځولۍ سوې ده. واولي اوښتون را منځته شوی(الف) یې په (و) اوښتی (کا=ka) یې له خولو لوېدلې (جولي) پاته شوې. دا چي په سنسکریټ کي (ځ) نه سته او پښتو کي سته پښتو ژبه ته په راتلو سره یې (ج) په (ځ) او ښتی، لکه (جوان، ځوان، جای، ځای، جان، ځان) او یې پښتانه (ځولۍ) بولي، ځولۍ په لوېدیځه لهجه کي د (توت) او نوري پخې سوې لندې میده مېوې د څنډلو او ټکوهلو لپاره کاریږي:

لنډۍ

نجوني راکښته له سپېرکي[26] سوې

توتان پاخه دي ځولۍ ډکي ډکي وړینه

***

ځولۍ راواخله توتان ټکوو

پر سرو توتانو باندي نه وزي غاښونه [27]

لنډۍ:

اول به ماته خلک پنډ وو

اوس نا چاري ده ځولۍ بل ته غوړومه [28]

بهولي(भेल=bhela)

    بهولي صفت دی، په لغت کي د ساده، بوله، بېړا او کم عقله دپاره راغلی دی. پښتو قاموسونو یاده کلمه د نارینه او ښځینه دواړو لپاره په یوه بڼه راخیستې ده، دا کلمه د هندي، پښتو او اُردو او سنسکریت څخه دخیله ده. اردو کي (بهولا) ویل کیږي په انګریزي کي يې د (foolish) معنا کړې ده. نوموړې کلمه د رامایانا په متن کې د “بهولاناتهـ=bholānātha ” په بڼه راغلې ده. او ساده او نیک څښتن ته یې ویلي دي. دا د مهادیو لقب هم و چي د ساده والي په سبب به یې د یزیدانو او دېوانو په خبرو ژر باور کاوه.[29]

میرزاخان وايي:

نارینه یې دېوانه شو

هسي ښځي بهولي

ګونګټ(गङ्गाटेय=gaṅgāṭeya)

پښتو تشریحي قاموس یو ډول خیرنه حشره ښوولې ده؛د مونیر ویلیامز په سانسکریټ– انګریزي قاموس کي یو ډول ملخ ښوول سوی دی. په هندوستاني قاموس کي “ګون ګهات/gaun-ghat” ځوا او فرصت = power,opportunity” معنا سوی دی.([30])

میرزاخان وایی:

بورا سپک پر ګلو ګرځي

تر بار لاندي شوې ګونګټَ

انګڼ(अङ्गण=)

په سنسکریت کي (انګڼ/अङ्गण=angṇ)، په هندي ژبه کي (آنګڼ/āngan)، انګریزي کي یې / yard/ معنا کړی دی. انګړ، صحن، ساحه، area.اوس د پښتو ژبي په عامه محاوره کي انګړ ویل کیږي. “ڼ” یې په “ړ” اوښتی دی. اصل یې انګڼ دی نه انګړ. میرزا یې هماغه زړه بڼه (آنګڼ/āngan) استعمال کړې ده.

میرزاخان وایی:

دغه لوی نوم ئې د هر نامه مصدر که

چه هیڅ نه وی ئې بیرون نه دی له انګڼَ[31]

بل ځای وايي:

ما چه و کوت په باطن د معنی وُلی

د وحدت په انګڼ مېشت د کثرت کلي[32]

پاپ (पाप्मन्=pApman)

په سنسکریت کي پاپ من/(पाप्मन्=pApman) ګناه، په هندي کي پاپ/papسوی دی او ګناه ته وايي. نوموړې کلمه د اوپنیشاد په هندي متن کې ” pāpman” په بڼه او ګناه په مفهوم راغلې ده.[33]

میرزا وايي:

چه دا هسي شان آواز یې په غوږ کښېوت

د سامع زنګی ئې درست خلاص که له پاپَ [34]

پلو (पल्लव=pallava، پالاوه)

پلو، پوړنی، ټیکری، د پر سرکولو ځانګړی ښځینه ټوکر دی.

میرزاخان وايي:

د لاهوت پر مخ غړېدلی

د ناسوت خوشرنګ پلو[35]

خوشحال بابا وايي :

چې پلو له مخه واخلې، زۀ دعا كړم
هر چا زده چې دعا ښه ده، د سحر

رحمان بابا وايي:

په رقيبباندې غفلت راغى ويده شو

يا پلو له مخه واخيست بې حجاب دى

 

کټ[36]، کهت(،खट्वा=khava،  खात=khāta)[37]

    میرزاخان وايي:

له هستیه د پناه په قدم درومم

هم وجود توره تیاره شي د ځان کهت [38]

میرزا کټ داسي یادوي:

د څلور عنصره کټ په بله کښېووت

دَم په دَم دَ بله خیژی ته یې بوڼَ[39]

میرزاخان په خپل شعر کي (کهت او کټ) دواړه استعمال کړي دي،  همېش خلیل د میرزاخان د دیوان په پای کي کوچني فرهنګ او وییپانګه کي کهت هم کټ بللی دی خو که د شعر منځپانګي ته وګورو دا معنا سر نه ورسره خوري، همدا کهت چي په سانسکریټ ژبه کي खात /khātaد خندق، ژورې، کندې، کډي او  ډب په معنا دی سم دی، ځکه کټ یې په همدې بڼه بل پورتني بیت کي راوړی دی. بل دا چي د خوب کټ په هندي – سنسکریټ کي هم په(ټ، ṭ / ट ) ریتروپلیکس ږغ دی او کهت په (ت، त،t) دی.

ډولۍ، ډهولي(दोलिका=dolikA)[40]

اسم واحد جمع مونث، د ناوي جوپان، جپان، د ناوي وړلو وسیله، د ناوي کجاوه، دریاب قاموس کي کاږي:(ډولۍ) کجاوه او حجله له هندي څخه دخیل دی میرزاخان د ناوي د ډولۍ نه بلکي د تشي ډانچي او کالبد په توګه کار کړی دی، لنډۍ:

دا ستا واده زما به مرګ وي

دا ستا ډولۍ زما به کټ خاورو ته ځینه

(لنډۍ)

میرزاخان وايي:

سړی خوی دی که باور کړئ

دا صورت تشي ډولۍ [41]

رهت (रहति=rahati { rah})

 هندي او سنسکریټ کلمه ده، سکون ته ویل کیږي. دا کلمه هم هندي- سنسکریت ریښه لري. کېدای سي عربي ته یې هم له سنسکریت څخه لاره پیدا کړې وي. په عربي کي راحت د سکون او آرامتیا په معنا ده.” رت = rat” د رامایانا په متن کې د شهوت الهه بلل سوې ده. [42]

میرزاخان وايي:

ای میرزا په حقیقت پوښتنه وکړه

چه له کومه ملکه تله شي چیرې رهتَ[43]

چهت (चहति=cahati { cah}):

 فریب، تقلب. خو په رامایانا کې پریکاره او درواغجن ” کپت او کپتي = kapati” بلل سوی دی.[44]

میرزاخان وايي:

شمع ووې عجبه ولاړ له په حُهت

دا شرین اشنا زما چه ډېر چهت[45]

هټ (Hata)

له آره (Hata/هټه) هندي کلمه او سنسکریت ریښه لري. منیرویلیامز په انګریزي کي / struck,murder/ او تر لسو ډیري نوري معناګاني ورته کښلي دي. د ضدي ، نا فرمان او اعتصابي په  معناوو باندي راغلې ده.

میرزاخان وايي:

ته پخپله خپل حجاب شوې

د ګمان په لار کښي هټ[46]

سم (सम्यक्=samyak)، سم صفت دی د خراب په وړاندي.

میرزاخان وايي:

که په دا نظر یې وینې سود وزیان د خپلي میني

د مرشد خبره پند کړه ورځ روښانه ده لار سمه [47]

ګواهی (gawāhi)

گواه هم آریک – هندي کلمه ده په هندوستاني قاموس کې دشهادت، شاهدي معنا لري.

میرزاخان وايي:

نور ځای مِ د وئیلو پاتو نشه

تر دا زیات ګواهي کوم چه نه ئې نلم [48]

سوهاګڼ(sohag)

مړوښي ښځه، هغه هندۍ مېرمنه چي مېړه یې ژوندی وي، همداسي (جوګني jogni) ترکِ دنیا ښځینه راهبي ته وايي،[49]

سوګند (sogand): قسم، لوړه، هندي کلمه ده.

میرزا خان وايي:

د آشنا په اشنايي مي دي سوګند وي

که ناحق مي زړه په بد د چا خورسند وي [50]

ګنګا (ganga)،

د هند پېژندوی سیند دی چي د همالیا د غرونو سرچینه اخلي او د بنګال په خلیج کي تویږي. [51] ګنګا په رامایانا کې چټک او ګړندي معنا سوی دی. د ګنګ په نوم یوه الهه ده. د ګنګا سیند د هیماونت او مینا لور او د شنتانو مېرمن او د بهیشم مور وه. د هندوانو په باور چي په آسمان کې د ګنګا په نوم سیند سته او د ګنګا په نوم سیند تر ځمکه لاندي هم بهیږي. هر کال میلیونونه هندوان د ګناه د رژولو په باور په کښي لمبیږي. [52]

میرزاخان روښاني وايي:

ای میرزا محیط و هر چا رسېدلی

اوګنګا پر شمس آباد ځي پر قنوج [53]

پهت(पाहात/pāhāta)

هند کي د سپینو توتانو درخته ده، پنډه تنه او بدنه یې ده، له دړو- لرګیو یې کلکین، دروازې او صدوقان جوړیږي په انګریزي کي Indian mulberryورته وايي. تلسي هم یوه کوچنۍ درخته ده چي د هندوانو په باور مقدسه ده. پیغلي یې د خپلو نامزادانو لپاره اوبوي. [54]

میرزاخان وايي:

دغه یار زما معنی زه ئې صورت وم

اوس بې یاره لکه تش بکس د پهت [55]

له پورتني پهت څخه د میرزا مطلب د پهت له لرګي جوړ صندوق دی.

سنجاپ (सञ्जपति /sanjāp)

سنجاپ زړه هندي کلمه ده له آره د یو ځای نوم دی. په سنسکریټ کي سنجاپتي فعل(sañjapati { sam- jap}=सञ्जपति) ګډو وډ خبرو ته وايي. د رامایانا په متن کې “جاپ=jāp ” دعاکولو ته ویل سوي دي.

میرزاخان وايي:

که رښتني اختیار یو اندېښنې ډیري

آس یکرنګ نیلی خوښیږي له سنجاپَ[56]

پایله

پښتو او هندي –(سنسکریت) د یوې انداروپايي ژبکورنۍ، آریک ژبښاخ ژبي دي څخه دي، یو له بله نژدې فونولوژیکي او مورفولوژیکي اړیکي لري. دلته د میرزاروښاني پرکلام د هندي – سنسکریت ژبي پر لغوي (lexicology) لنډ بحث و سو. دا ډول لغوي څرکونه د میرزاخان روښاني په شعر کې د کي د ټولنیزو، سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي اړیکو او تماسونو په پایله کي شوي دي. دې ته ورته د افغانستان د ختیځي خوا د ډېری شاعرانو په شعرونو کې یاد څرکونه لیدل کیږي.

اخستلیک او لمنلیک

  • [1].www.English – Sanskrit dictionary(spoken),s and, n parts
  • [1]. spoken Sanskrit-English Dictionary.com
  • [1]. ابوریحان البیرونی، تحقیق ماللهند، ۲۵۲ مخ
  • [1]. محمد پادشاه، فرهنګ آنند راج، لومړی ټوک، د دبیر سیاقي تر نظر لاندي، تهران، ۱۳۳۵، ۴۸۴ مخ
  • [1]. میرزاخان انصاری، دیوان، د همېش خلیل په زیار، پېښور چاپ، ۱۹۵۹ م، ۲۶ مخ
  • [1]. spoken Sanskrit-English Dictionary.com
  • [1]
  • [1]. گزیده اوپنیشادها، ترجمه صادق رضا زاده شفق، تهران، ۱۹۶۶م۴۸۶ مخ
  • [1].پریم چند، پریم پچیسی، ۱۹۳۶، ۲، ۸۲/اخترنګینوی، ناز و نعمت (مثنوی) ۱۸۹۲/https://ur.wiktionary.org/wiki/%D8%A2%D9%86%D9%86%D8%AF
  • [1]. M.Moner.williams,A Sanskrit- English Dictionary(Etymologically and philologically arranged),16th reprint Delhi.2011,p 34
  • [1] .Moner.williams,A Sanskrit- English Dictionary, 28
  • [1]. د برلین کتابتون په ۳۴ شمېره خوندي خطي نسخه کي د لیکوال چي د زېږېدني او مړیني کال یې دقیق نه دی معلوم فقط دومره معلومه ده چي د اورنګزیب(۱۱۱۸مړ) د وخت و، هورې یې نوم(میرزاجان ابن فخرالدین محمد ضبط دی.(د برلین کتابتون فهرست ۸۳ مخ د ن. انصاري د سریزه په حواله، اوولسم مخ.)
  • [1]. میرزاخان ابن فخر الدین محمد ، تحفة الهند، لومړی ټوک(۱۱۱۰ هجری شاوخوا)، د دکتور نورالحسن انصاری په سمون او سریزه،۳۸۱،۳۸۰ مخونه
  • [1]. د واصل روښاني دیوان، د څېړنپوه زلمي هیواد مل سریزه، سمون، ، لمنلیکونه او نښلوني، د افغانستان، د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، ۱۳۶۵ لمریز، ۱۰۰مخ
  • [1]. سرمحقق دوست شینواری، زړه پانګه، لومړی ټوک، د افغانستان د غلومواکاډمي، د پښتو څېړنو بین الملي مرکز، ۱۳۶۳ ش، ۲۵، ۲۶ مخونه
  • [1]. میرزاخان دېوان، ۴۳ مخ
  • [1]. دیوان، ۲۰۴ مخ
  • [1]. د میرزاخان یوان، ۱۰۹ مخ
  • [1]. .www.English – Sanskrit dictionary(spoken),s and, n parts
  • [1]. بررسی تطبیق مراسم نوروز در ایران و هند، مجله تخصصی نور، ۱۳۸۵، شماره ۲۲، ۳۶ مخ
  • . دا بیت په بله نسخه کي دا سي راغلی دی: عقل درست درڅخه ولاړ شي- چي ایام شي د (هولي). حاشیه، ۲۲۶ مخ
  • [1]
  • [1]. دوست شینواری، پورتنی اثر، ۲۵۱مخ
  • [1]. .www.English – Sanskrit dictionary(spoken),s and, n parts
  • [1]. شریف الله دوست، د هلمند دودونه، ناچاپ اثر، ۲۴مخ
  • [1]. قلندر مومند، فرید صحرایی، دریاب(پښتو لغت)، پېښور، ۱۹۹۴م، ۴۸۰مخ
  • [1]. سپیرکی: د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ – سروان کلا ختیځ ته د یوه جګ غره نوم دی، په غاړو کي یې کوچیانو کیږدي ولاړي وي.
  • [1]. په هلمند کي دیوې سپین سري اویا کلني ښځي(ګل چهرې انا) د خولې.
  • [1]. پښتو – پښتو تشریحي قاموس دوهم ټوک، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، مډیوتیک چاپ، ۱۳۸۳ ش، ۱۰۴۷مخ
  • [1]. والمیکي، تلسي داس، رامایانا، فارسي ترجمه، امرسنګهـ، امرپرکاش، ۱۳۵۲ش، ۵۹۵ مخ
  • [1].Mir amman,Ikramali,HinustaniDictionary,calcutta 1837,p 628
  • [1]. د میرزا دیوان، ۱۷۵ د همېش خلیل چاپ، مخ
  • [1]. د میرزا خان دیوان، ۲۲۲مخ
  • [1]. گزیده اوپنیشادها، ترجمه صادق رضا زاده شفق، تهران، ۱۹۶۶م، ۴۹۴مخ
  • [1]. د میرزا خان دیوان، ۲۱ مخ
  • [1]. د میرزا خان دیوان، ۱۸۰ مخ
  • [1]. bedstead
  • [1]. English – Sanskrit dictionary(spoken),Monier-Williams
  • [1]. د میرزا دیوان، ۲۳ مخ
  • [1]. د میرزاخان دیوان، ۱۷۳ مخ
  • [1].kind of pannier used in pairs on camels.
  • [1]. د میرزاخان دیوان، ۲۲۶ مخ
  • [1]. رامایانا، ۶۱۳ مخ
  • [1]. د میرزا دیوان، ۲۳ مخ
  • [1]. رامایانا، ۶۲۳ مخ
  • [1]. د میرزاخان دیوان، ۲۲مخ
  • [1]: د میرزاخان دیوان، ۲۹ مخ
  • [1]. د میرزاخان دیوان، ۱۴۸ مخ
  • [1]. د میرزاخان دیوان، ۱۴۹ مخ.
  • [1]. تحفة الهند، ۳۷۰ مخ
  • [1] . د میرزاخان دیوان ۲۰۴ مخ
  • [1]. تحفة الهند ، ۳۷۵ مخ
  • [1]. رامایانا، ۶۳۹ مخ
  • [1]. د میرزاخان دیوان ۳۲ مخ. قنوج د د فرخ آباد په سیمه او د ګنګا سیند په پنځوس میلي کي واقع دی. د فردوسي وايي:
  • یکی گفت این شاه روم است و هند
  • ز قنوج تاپیش دریا سند
  • خاقاني وايي:
  • چون قصد کنی فتوح قنوج
  • ملت زتو شادمان ببینم
  • (دهخدا لغت نامه، د/ ق/ برخه)
  • [1]. رامایانا، ۶۰۱ مخ
  • [1]. د میرزاخان دیوان، ۲۲ مخ
  • [1]. د میرزاخان دیوان ۲۲مخ

[1].www.English – Sanskrit dictionary(spoken),s and, n parts

[2].www. spoken Sanskrit-English Dictionary.com

[3]. ابوریحان البیرونی، تحقیق ماللهند، ۲۵۲ مخ

[4]. محمد پادشاه، فرهنګ آنند راج، لومړی ټوک، د دبیر سیاقي تر نظر لاندي، تهران، ۱۳۳۵، ۴۸۴ مخ

[5]. میرزاخان انصاری، دیوان، د همېش خلیل په زیار، پېښور چاپ، ۱۹۵۹ م، ۲۶ مخ

[6].www. spoken Sanskrit-English Dictionary.com

[7]

[8]. گزیده اوپنیشادها، ترجمه صادق رضا زاده شفق، تهران، ۱۹۶۶م۴۸۶ مخ

[9].پریم چند، پریم پچیسی، ۱۹۳۶، ۲، ۸۲/اخترنګینوی، ناز و نعمت (مثنوی) ۱۸۹۲/https://ur.wiktionary.org/wiki/%D8%A2%D9%86%D9%86%D8%AF

[10]. M.Moner.williams,A Sanskrit- English Dictionary(Etymologically and philologically arranged),16th reprint Delhi.2011,p 34

[11] .M.Moner.williams,A Sanskrit- English Dictionary, 28

[12]. د برلین کتابتون په ۳۴ شمېره خوندي خطي نسخه کي د لیکوال چي د زېږېدني او مړیني کال یې دقیق نه دی معلوم فقط دومره معلومه ده چي د اورنګزیب(۱۱۱۸مړ) د وخت و، هورې یې نوم(میرزاجان ابن فخرالدین محمد ضبط دی.(د برلین کتابتون فهرست ۸۳ مخ د ن. انصاري د سریزه په حواله، اوولسم مخ.)

[13]. میرزاخان ابن فخر الدین محمد ، تحفة الهند، لومړی ټوک(۱۱۱۰ هجری شاوخوا)، د دکتور نورالحسن انصاری په سمون او سریزه،۳۸۱،۳۸۰ مخونه

[14]. د واصل روښاني دیوان، د څېړنپوه زلمي هیواد مل سریزه، سمون، ، لمنلیکونه او نښلوني، د افغانستان، د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، ۱۳۶۵ لمریز، ۱۰۰مخ

[15]. سرمحقق دوست شینواری، زړه پانګه، لومړی ټوک، د افغانستان د غلومواکاډمي، د پښتو څېړنو بین الملي مرکز، ۱۳۶۳ ش، ۲۵، ۲۶ مخونه

[16]. میرزاخان دېوان، ۴۳ مخ

[17]. دیوان، ۲۰۴ مخ

[18]. د میرزاخان یوان، ۱۰۹ مخ

[19]. .www.English – Sanskrit dictionary(spoken),s and, n parts

[20]. بررسی تطبیق مراسم نوروز در ایران و هند، مجله تخصصی نور، ۱۳۸۵، شماره ۲۲، ۳۶ مخ

. دا بیت په بله نسخه کي دا سي راغلی دی: عقل درست درڅخه ولاړ شي- چي ایام شي د (هولي). حاشیه، ۲۲۶ مخ

[21]

[22]. دوست شینواری، پورتنی اثر، ۲۵۱مخ

[23]. .www.English – Sanskrit dictionary(spoken),s and, n parts

[24]. شریف الله دوست، د هلمند دودونه، ناچاپ اثر، ۲۴مخ

[25]. قلندر مومند، فرید صحرایی، دریاب(پښتو لغت)، پېښور، ۱۹۹۴م، ۴۸۰مخ

[26]. سپیرکی: د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ – سروان کلا ختیځ ته د یوه جګ غره نوم دی، په غاړو کي یې کوچیانو کیږدي ولاړي وي.

[27]. په هلمند کي دیوې سپین سري اویا کلني ښځي(ګل چهرې انا) د خولې.

[28]. پښتو – پښتو تشریحي قاموس دوهم ټوک، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، مډیوتیک چاپ، ۱۳۸۳ ش، ۱۰۴۷مخ

[29]. والمیکي، تلسي داس، رامایانا، فارسي ترجمه، امرسنګهـ، امرپرکاش، ۱۳۵۲ش، ۵۹۵ مخ

[30].Mir amman,Ikramali,HinustaniDictionary,calcutta 1837,p 628

[31]. د میرزا دیوان، ۱۷۵ د همېش خلیل چاپ، مخ

[32]. د میرزا خان دیوان، ۲۲۲مخ

[33]. گزیده اوپنیشادها، ترجمه صادق رضا زاده شفق، تهران، ۱۹۶۶م، ۴۹۴مخ

[34]. د میرزا خان دیوان، ۲۱ مخ

[35]. د میرزا خان دیوان، ۱۸۰ مخ

[36]. bedstead

[37]. English – Sanskrit dictionary(spoken),Monier-Williams

[38]. د میرزا دیوان، ۲۳ مخ

[39]. د میرزاخان دیوان، ۱۷۳ مخ

[40].kind of pannier used in pairs on camels.

[41]. د میرزاخان دیوان، ۲۲۶ مخ

[42]. رامایانا، ۶۱۳ مخ

[43]. د میرزا دیوان، ۲۳ مخ

[44]. رامایانا، ۶۲۳ مخ

[45]. د میرزاخان دیوان، ۲۲مخ

[46]: د میرزاخان دیوان، ۲۹ مخ

[47]. د میرزاخان دیوان، ۱۴۸ مخ

[48]. د میرزاخان دیوان، ۱۴۹ مخ.

[49]. تحفة الهند، ۳۷۰ مخ

[50] . د میرزاخان دیوان ۲۰۴ مخ

[51]. تحفة الهند ، ۳۷۵ مخ

[52]. رامایانا، ۶۳۹ مخ

[53]. د میرزاخان دیوان ۳۲ مخ. قنوج د د فرخ آباد په سیمه او د ګنګا سیند په پنځوس میلي کي واقع دی. د فردوسي وايي:

یکی گفت این شاه روم است و هند

ز قنوج تاپیش دریا سند

خاقاني وايي:

چون قصد کنی فتوح قنوج

ملت زتو شادمان ببینم

(دهخدا لغت نامه، د/ ق/ برخه)

[54]. رامایانا، ۶۰۱ مخ

[55]. د میرزاخان دیوان، ۲۲ مخ

[56]. د میرزاخان دیوان ۲۲مخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب